زده کړې کورنی ژوند

که ماشومان مو خوښ او با استعداده غواړئ، نو دا لنډې لارښوونې عملي کړئ!

لیکنه: ياران

ژباړن: محمد عزيز پردېس
د ماشومتوب دوره د ژوندانه يوه غوره او خوشحاله دوره ده. معمولا ماشومان معصوم او پاک وي، خو خوښي او نېکمرغي په هغوی کې فطري نه ده او دا کورنۍ ده چې د هغوی په خوښۍ او خوشحالۍ کې رغنده رول لوبوي.
شايد تاسو وکولی شئ خپلو ماشومانو ته دا زده کړئ، چې خوشحاله واوسي، خو ماشومانو ته د امکاناتو برابرول يوه ډالۍ ده چې فقط تاسو کولئ شئ ورته وريې کړئ.
په همدې هکله مونږ تاسو ته ځينې لارښوونې واړنديزوو، چې په پلي کولو سره يې کولی شئ، خپل ماشومانو د نېکمرغۍ او برياليتوب په لور بوځئ.
۱- خپلو ماشومانو ته مو اجازه ورکړئ چې خپل علايق وپنځوي. کومو لوبو او کړنو سره چې هغوی مينه لري، توجه ورته وکړئ. دا ډول لوبې کولی شي چې تاسو ته د خپلو ماشومانو د پټو وړتياړو په راسپړلو کې مرسته وکړي.
۲- خپلې تجربې مو له ماشومانو سره شريکې کړئ، دا کړنه ستاسو ماشومان غښتلي او په خپل ځان باوري کوي.
۳- پرېږدئ، چې تېروتنې وکړي. که ماشومان خپل ټول کارونه په ښه او منظم ډول ترسره کړي، نو هېڅکله به د هغوی د پټو استعدادونو د څرګندېدو لپاره لار هواره نشي. همدا تېروتنې دي چې انسانان د نوي څيزونو رامنځ ته کولو ته هڅوي.
۴- پوښتنې وکړئ. د داسې پوښتنو په پوښتلو سره کولئ شئ هغوی د دې نړۍ عجايبو ته متوجه کړئ: ولې اسمان شين دی؟ ولې خوب کوو؟ …د داسې پوښتنو په ځوابولو کې له هغوی سره مله شئ او بحث ورسره وکړئ.
۵- کورنيزې پروژې په لاره واچوئ. د مشترکه کړنو ( فعاليتونو ) ترسره کول د نوي استعدادونو راسپړلو ته لار پرانېزي او ماشومان دې ته هڅوي چې د خپلې خوښې فعاليتونه لا ګړندي کړي.
۶- ماشومان مو زده کړې ته مه مجبوروئ. زده کړه په جبر سره نه شي ترسره کېدی، په هغوی ډېر فشار راوړل ممکن هغوی ستړي او له هرڅه زړه توري کړي.
۷ – له خپلو ماشومانو څخه لوړې هيلې ولرئ، خو دا هيلې بايد د لاس ته راوړلو وړ وي. په دې یقين وکړئ، چې ستاسو ماشومان هرڅه ترسره کولی شي، خو په دې شرط چې سمه لارښوونه ورته وشي.
۸- د کارونو په ترسره کولو کې خپل ماشومان شريک کړئ، پرېږدئ چې د کارونو په ترسره کولو کې هغوی خپل ذهنونو کې برياليتوب مجسم کړي.
۹- په کورونو کې مو ماشومانو ته داسې چاپېريال برابر کړئ چې هغوی د خارق العاده کارونو کولو ته وهڅوي. د بېلګې په توګه: په ګوتو سره نقاشي، د رسامۍ اسباب، نانځکې، ورزشي وسايل…
۱۰- د ماشومانه کړنو سره بايد مينه وکړئ او ارزښت ورته ورکړئ.
۱۱- په خپل ورځني ژوند کې د ماشومانو لپاره وخت ځانګړی کړئ.
۱۲- د کورنۍ د غړي په توګه له يو او بل سره لوبې ترسره کړئ.
۱۳- د ځانګړو زده کړو لکه: ټلويزوني ښوونیز پروګرامونه، ښوونيزو لوبو… لپاره مهالوېش جوړ کړئ.
۱۴- داسې چاپېريال خپلو ماشومانو ته برابر کړئ، چې تل هغوی خپلې ځانګړې نړۍ کې خوښ وساتي.
۱۵- پرېږدئ چې ماشومان مو هغه ډله ييز فعاليتونه چې د دوی خوښېږي، ترسره کړي.
۱۶- د خپلو ماشومانو د پنځونو لپاره هغوی ته طنز لروونکي کيسې بيان کړئ.
۱۷- هغه کړنې او فعاليتونه چې ستاسو ماشومان ترسره کوي، نيوکه پرې مه نيسئ. که هغوی دا احساس کړي چې ګواکې د دوی کړنې څارل کېږي، نو د خپلو وړتیاو د پراختيا لپاره به نوره هڅه ونه کړي.
۱۸- خپلو ماشومانو سره لوبې او مستي وکړئ او په دې سره خپله خوش طبيعي هغوی ته وښايئ.
۱۹- خپله کورنۍ او ماشومان مو خپلو برياليتوبونو کې شريک کړئ، د هغه برياوو په هکله چې ستاسو ژوندانه کې منځ ته راځي، په ګډه توګه پرې بحث وکړئ، په دې کار سره د هغوی په نفس اعتماد لوړېږي.
۲۰- د ماشومانو لپاره دا زمينه برابره کړئ چې د کمپيوټرخونو، مدرسو او عمومي کتابتونونو ته لاسرسی ولري.
۲۱- د خپلو ماشومانو خبرو ته مو غوږ کېږدئ، هغه شيانو ته چې هغوی ډېر ارزښت ورکوي، ممکن د هغوی د لوړو استعدادنو نښې، نښانې وي، چې هغوی يې درلودونکي دي.
۲۲- د پنځوونکو کړنو د ترسره کولو لپاره په کور کې چاپېريال برابر کړئ.
۲۳- هغه فعاليتونه مو چې خپلو ماشومانو ته ورسپارئ او هغوی يې په برياليتوب سره ترسره کوي، د کورنۍ د غړو په منځ کې او په ټولنه کې د هغوی يادونه او ستاينه وکړئ.
۲۴- په شریکه توګه د خپلو ماشومانو او کورنۍ سره د تفريح لپاره له مختلفو سيمو څخه ليدنه وکړئ.
۲۵- د خپلو ماشومانو سره مو په ګډه توګه ذهني سيالۍ په لاره واچوئ.
۲۶- ماشومانو ته اجازه ورکړئ، چې کنجکاوي او ډېرې پوښتنې ترسره کړي.
۲۷- ماشومانو ته مو داسې الهام بخشه کيسې ولولئ چې د هغو کيسو اتلانو برياليتوبونه ترلاسه کړي وي.
۲۸- خپلو ماشومانو ته د ‌‌ډالۍ په ورکولو سره هغوی ته رشوت مه ورکوئ. له داسې هڅوونکو شيانو څخه ګټه پورته کړئ چې هغوی ته دا څرګنده شي چې، زده کړه کول د جايزو د لاسته راوړلو لپاره نه ده.
۲۹- خپل اولادونه مو پرېږدئ چې له خپلو همفکره او با استعداده همزولو سره يوځای شي.
۳۰- د خپلو کمکيانو د وړتياو د لوړوالي لپاره، له هغوی سره د ورځنيو خبرونو په اړه چې تاسو يې اورئ، بحث وکړئ.
۳۱- خپلو ماشومانو ته مو د نارينه و او ښځينه و لوبيزو وسايلو په برابرولو سره هغوی ته دا وښاياست چې، هغوی کولی شي په دواړو ( ښځينه و او نارينه و ) کارونو کې ونډه واخلي.
۳۲- خپل اولادونه مو د نورو خلکو د اولادونو سره مه پرتله کوئ، له هغوی سره مرسته وکړئ چې خپلې اوسنۍ کړنې د خپلو تېرو کړنو سره پرتله کړي.
۳۳- هڅه وکړئ چې يو ( متوسط مقتدره ) پلار يا هم مور واوسئ.
۳۴ – د خپلو ماشومانو د استعدادونو د غوړېدا لپاره له هغوی سره د ټولنيزو يا جمعي پروګرامونو څخه ګټه پورته کړئ. په ګډه توګه کتابتون، بڼ، ښوونيزو سيمينارونو، ورزشي سياليو… ته ولاړ شئ.
۳۵- خپلو ماشومانو ته مو ګټورې ډالۍ ورکړئ، ترڅو د هغوی د خپلو قوت ټکو ته پراختيا ورکړي.
۳۶- د خپلو اولادونو څخه د هغوی د راتلونکې په اړه، د هغوی په خپله ژبه خبرې واورئ، د هغوی د نظرياتو څخه ملاتړ وکړئ. ( پرته له دې چې هغوی يوې ټاکلې موخې، څانګې او لوري ته وهڅوئ ).
۳۷- خپل ماشومان د نوښتګرو او برياليو اشخاصو سره معرفي کړئ، او پرېږدئ چې د هغوی سره ناسته پاسته وکړي.
۳۸- خپل کور د يو ښوونيز چاپېريال په ډول وګڼئ. پخلنځی او د پخلنځي فضا د رياضي او نورو علومو د زده کړې لپاره مناسبه فضا ده.
۳۹- په احساساتو کې له يو بل سره شريک شئ. د کمکيانو د احساساتو قدر وکړئ.
۴۰ – خپل ماشوم مو لوست ته وهڅوئ.
۴۱- د اولادونو لاسته راوړنې او وړتياړې مو کمې مه ګڼئ او په ټوکو يې ونه نيسئ.
۴۲- خپلو کمکيانو سره مو د هغوی د خوښې وړ کارونه په ډلييز ډول ترسره کړئ.
۴۳- هغوی ته دا وښاياست چې په خپل نفس اعتماد ولري او خپلې وړتياو ته پراختيا ورکړي.
۴۴- ماشومانو ته مو د ټاکنې ( انتخاب ) حق ورکړئ. دا کړنه د هغوی اراده غښتلې کوي او دې ته يې هڅوي چې نوښتيز کارونه ترسره کړي.
۴۵- هغوی ته دا زده کړئ، چې په څه ډول د خپلو استعدادونو د لوړوالي لپاره له کتابونو څخه ګټه واخلي.
۴۶- د خپل کور يوه برخه مو د خپلو اولادونو د لاسته راوړنو، جايزو او ډاليو د ښودنې (نمايش) لپاره ځانګړې کړئ.
۴۷- خپل اولاد مو دې ته وهڅوئ چې د خپلو ورځنيو ستونزو پر وړاندې مقابله وکړي او ځان ورسره عادت کړي.
۴۸- د خپلو کمکيانو د وړتياوو او واقعي نړۍ ترمنځ اړيکه جوړه کړئ. هغوی سره مرسته وکړئ چې د خپلو استعدادونو د ښودولو لپاره لارې پيدا کړي.
۴۹- ماشومان مو له د اسې مطالبو سره بلد کړئ چې د ماشومانو د وياړونو او وړتياو په هکله وي.
هغوی ته د ( کوچنی مهندس چې ويې شو کولی… )، ( کولی شئ نوښت رامنځ ته کړئ )… او داسې ورته کتابونه، فلمونه، داستانونه او نور ښوونيز مواد برابر کړئ.
۵۰- خپل ماشوم مو چې څه ډول دی، ويې منئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران