ټولنیز ژوند

که لټ یا ټنبل یاست؛ دا ساده لارې چارې عملي کړئ

ژباړه: نور احمد فضلي

شاید تر اوسه مو دا موضوع مهمه نه وي ګڼلې چې ځینې وختونه زموږ همېشنۍ ستړیا او بې سېکه توب زموږ د ژوند ډول او عادتونو له وجي نه وي، پر دې بنسټ شونې ده چې د خپلو ورځنیو عادتونو په بدلولو سره ځانونه قوي او پُر انرژي احساس کړو. د بېلګي په توګه: شوني دي د درپیښي ستومانتیا په وجه وغواړئ چې د یوې مودې له پاره په کور کېنئ او استراحت وکړئ. د کم تحرکۍ په پایله کښې په تدریج سره د ګټورو او اغېزناکو فعالیتونو له پاره خپل سېک بایلئ او د وخت په تېرېدو سره ورځ تر بلې خسته کېږئ او استراحت ته مو تمایل زیاتیږي.

تر ډېره موږ د انرژۍ د سطحې او تقویت یا حتا کمزورۍ په اړه یې کافی مالومات نه لرو په پایله کښې له موجودو حالاتو راوتل ځینې وخت ډېر ستونزمن کېږي. ته به وایې چې په ساعتونو یې د تلوېزیون و اړخ ته په تخت یا کوچ پوري په اوسپنیزو مېخونو ټکوهلي یئ. په دې مطلب کښې داسي تکنیکونه درسره شریکوو چې کولای شي ستاسو سره ستاسو د ستړیا او ستومانتیا په لېري کولو کښې د تل له پاره مرسته وکړي.

احتمالاً یو شمېر کارونه او تمرینونه چې تاسو ته یې سپارښتنه کېږي هغه وروستني کارونه دي چې تاسو یې کولو ته علاقمند یاست. په پام کښې ولرئ چې په کار کښې هیڅ لومړیتوب نشته ځکه نو په لیست کښې باید کارونه د خپلې وړتیا او علاقې پر بنسټ غوره او وکړئ ترڅو د ټنبلۍ کړۍ ماته شي او پاته دي نه وي چې په پرله پسې شکل د لیست وروستنی کار را پیل کړئ.

دا چې ولي تاسو همېشه له کوچني کار نه پیل کوی وجه یې دا ده چې انرژي د قوې قانون له مخي کار کوي. کوچنۍ انرژۍ په کراري کار کوي او د ګړندي کولو له پاره یې ډېر کوښښ ته اړتیا شته. ددې په وړاندې زیاته انرژې په چټکۍ سره خوځښت کوي او درول یې ستونزمن دي.

ځکه خو وایو چې په تدریج سره خپلې موخې تعقیب کړئ. کټ مټ لکه کله چې پر بایسکله سپرېږی، لومړني پایډلونه کرار وهی ترڅو په پوره انرژۍ سره وکولای شئ تېز ولاړ شی. لاندینیو مرحلو ته یې هم هرې یوې ته د یوه پایډل په توګه وګورئ، او یوه په بلې پسې یې اجرا کړئ. دقیقاً کله چې ستاسي بایسکل تېزیږي، د لاري طی کول او تعقیبول درته آسانه کېږي.

– د لمر رڼا او تازه هوا
متاسفانه د ناراحتۍ او ستومانتیا پر مهال افراد ددې زیات علاقمندان وي چې ځانونه په کور او تر دې چې په تاریکه کښې بندیان کړي او په حقیقت کښې په طبیعت کښې د شته انرژۍ نه ځانونه محروم کړي. په ورځ کښې لږترلږه ۲۰ دقیقې له کوره ووزئ او له آزادي هوا او د لمر له رڼا نه ګټه واخلئ. طبیعي سرچینې کولای شي چې له ټنبلۍ او لټۍ نه د خلاصېدو له پاره اغېزناکه نسخه وي.

– هنګامه ییزه موسیقي اورېدل
سره له دې چې د ستومانتیا پر مهال ستاسو روحیات غمګینه او ستاسو د حس او حال سره سمه موسیقي غواړي- خو تاسو ته سپارښتنه کېږي چې پر دې مهال پاروونکې او هنګامه ییزه موسیقي واورئ. پاروونکې موسیقي سبب کېږي چې ستاسو په وجود کښې د ویني حرکت لوړ او په پایله کښې ستاسو ټول وجود ته د ویني او اکسیجن رسول بهتر کېږي او ستاسو د انرژۍ سطح لوړیږي.

– سپک ورزش
د ویني دوران سیسټم د ښه والي له پاره کولای شئ فزیکي فعالیت وکړئ. ددې له پاره یې د خپل کارځای یا استوګنځي نه په پلي تګ سره پیل کړئ.

– د ځان پاکوالی او نظافت
د ستومانتیا او ستړیا یو بل دلیل دا هم دې چې د ځان پاکوالي او نظافت ته کمه پاملرنه کوی. تر دې چې که د خوب له ځایه ولاړ شئ او لږ څه په ځان ګوته ووهی او بیرته خپل ځای ته راسی لا لېري نه ده چې په تاسو کښې به سېک او انرژي نه پیداکیږي؛ بلکې حتمي به قوي کېږئ او د انرژۍ سطح به مو لوړیږي.

دا چې ټنبلي همېشنۍ کېږي یو دلیل یې هم د فرد ظاهر دی. یاني د نوموړي ظاهر ته د ورپيښو واقعو لکه چاغښت یا ډېر ډنګرواله، ناهمواره او زیانمن سوي وېښتان، پوست او نوکان او حتا نامناسبو جامو نه خجالت کېږي او غواړي چې له خپل دې حالت نه راووزي.

– د آستوګنځي پاکوالی او نظافت ته پاملرنه
د خپل کار یا کور شاوخوا مو منظمه کړئ. دلته د سر نه تر پایه د کور پاکوالي ته اړتیا نشته بلخوا ستاسو پر شاوخوا باندي د هاخوا دېخوا غورځول سوو څیزونو سره سمول مراد دي. د یوه پاک او ښایسته چاپېریال لیدل تاسو ته د ژوند او ستاسو له ځان نه یو غوره احساس درکوي. کولای شئ د خپل شاوخوا د منظمولو له پاره بېلابېلي نوي طریقې پیداکړئ او خپله همدا طریقې او نظریې ستاسو له پاره د انګېزې د رامنځته کېدا سبب کېږي ترڅو تاسو په کار پیل وکړئ.

– د چټکي ټاکني عملي کول
د ځان له پاره ټاکنه (ماموریت) رامنځته کړئ. مثلاً بانک ته ځی یا پلورنځي ته د خپلو ورځنیو سوداوو له پاره ځی- دلته غوره ده هغه کارونه چې غواړی په اونۍ کښې یې ترسره کړی نوملړ کړئ او د خپلې هري ورځي له پاره یو مشخص پلان جوړ او عملي کولو ته یې ځان مسئول او موظف وګڼئ.

– سالم خوراک
له عضوي خوراکونو نه تغذیه وکړئ، نمکي او آنټي اکسیدان لرونکي مغذي خوراکونه لکه سره لوبیا، سپینه لوبیا، توت او … په خپلو غذايي خوراکونو کښې ځای کړئ. حتا که چیپس او نور خواږه خوراکونه ستاسو خوراکي رژیم وي یو شمېر له دې توصیه سوو هغو نه هم ورباندې اضافه کړئ. داسي تغذیه چې موږ ته زموږ د ورځنیو فعالیتونو له پاره لازمه انرژي راکړي او همدارنګه هومره ډېره نه وي چې د هضم له پاره یې استراحت ته اړتیا ولری- کولای شي ستاسو د ګټورتوب سطح لوړه کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي