ټولنیز ژوند زده کړې

که له ستونزې سره مخ یۍ، د حل لپاره یې دا ۷ ګامونه واخلئ

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: ډاویډ برانډ
ژباړه: غازي عابد

– لومړی ستونزه وپيژنئ.
هغه وايي چې؛ هغوی چې لومړی ستونزې پيژني او څیړي يې، بریالي او ګټونکي دي. نو که چیرته موږ ستونزه وپيژنو او ښه سمه یې وڅیړو، یوه مناسبه او غوره حل لاره هم بیا ورته راپيداکولی شو.

په همدې اساس که چیرته موږ غواړو بریالي شو، راځئ د هرې ستونزې په اړه هر اړخیز ځان پوه کړو، ټولې خواوې یې وڅیړو او په دې سر خلاص کړو چې ستونزه ولې رامنځته شوې، کله چې مو داسې وکړل، نو په منځ منځ کې ورسره ضمناً حل لارې او لاملونه هم راته ښکاره او په ګوته کیږي.

– ستونزه مو په کوچینو ټوټو وویشئ.
که ممکنه وه او کولی مو شول، هغه مشکل چې ورسره مخ شوي یاست یا هغه کار چې تاسې ته یې اجرا کول در په غاړه وي، په وړو برخو وویشئ او بیا یې هره برخه په جدا جدا ډول ترسره کړئ.

مشران وايي، تقسیمول او په ننګونو زړه ور ورپورته کیدل هر وخت یوه ښه ستراتیژي ده، چې کولی شي هر ډول خنډونه له مخې پورته کړي.

– باید د ستونزې د حل موندونکي اوسئ.
کله چې ستونزه رامنځته کیږي، باید ځان ورته داسې طراح او پیاوړی کړئ، چې ژر تر ژره د ستونزې د حل لپاره لاس په کار شئ. مثلاً داسې مه وایئ چې ولې زه په امتحان کې بریالی نه شوم، پر ځای یې ووایئ چې څنګه ځان جوړ کړم څو امتحان کې بریالی شم.

یعنې تل باید له ستونزو سره داسې چلند وکړئ چې بلکل پرې برلاسي یاست او هر څه کولی شئ. په دې ډول سره د ستونزې لپاره د حل لارې موندل یو څه چې ډیر اسانه کیدای شي.

– تمرین، تمرین، تمرین…
تاسې باید د هرې ستونزې پر وړاندې ګام پورته کړئ او هر ګام له ځانه سره ولیکئ. یعنې کومې لارې چې تاسې ازمویلي او نورو خلکو ازمویلي باید له ځانه سره یې ولیکئ او عمل پرې وکړئ. ځکه هر تمرین یا هر ځل د یوه مشکل لپاره ګام پورته کول، مو پياوړي او تجربه کاره کوي.
تر څنګ یې کله چې موږ څو څو ځله د یوې ستونزې پر حل کوښښ کوو، خامخا یوه لار راته معلومیدای شي.

– له بل کس سره مشوره
غوره به وي چې د هرې ستونزې د حل لپاره له نورو خلکو مشورې وغواړئ، ځکه مشوره کولی شي، تاسې له غلطو پریکړو وساتي.

– له عاجلې کار مه اخلئ
که چیرته تاسې د ستونزې پر وړاندې عاجله وکړئ، ممکن سمه حل لاره ورته ونه مومئ او ستونزه پسې لا وغځوئ. که ممکنه وي په ډیر نرم او ارام ډول سره ګام ګام د ستونزې حل ته لستوڼي بډ وهئ.

– حوصله مه بایلئ
هغوی چې له ننګونو سره مخ شوي او حوصلې یې بایللې، دایماً له ستونزو سره مخ شوي او یوه ستونزه ورته په څو ننګونو بدله شوې. نو ځکه باید بې حوصله نه اوسئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد