بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

که غواړې یو مثبت شخص اوسې، دا ۵ کلیدي خبرې عملي کړه

لیکنه: غازي عابد

ژباړه: غازي عابد

ستاسې ذهني پرهیز او روغتیا په پراخه کچه ستاسې شخصیت، کرکټر او هرهغه څه چې په ژوند کې دې رامنځته کیږي، تشریح کوي.

د ذهن پرهیز او روغوالی څه ته وايي؟
کله چې مو خپل ذهن او مغز ته مثبته غذا ورکړه او له بدو هغو مو وساته، یعنې مثبتو کړنو، معلوماتو، کتابونو، خبرواترو، اډیو پروګرامونو او فکرونو سره مو وروزه، نو بیا به د یوه ښه مثبت ګرا او مثبت شخصیت لرونکي شئ.
تاسې چې څومره پياوړي او تشویقونکي اوسئ، په هماغه اندازه به په ځان باوري او ډاډمن اوسئ.

دلته څو هغه لارې چارې درته ښييو چې په بشپړ ډول مو مثبت شخصیت پر لوري بیايي:

۱- مثبتې څرګندونې
خپل ځان سره مثبتې خبرې وکړئ. په خپلو خبرو کې مثبت عبارات او څرګندونې وکاروئ.
لکه؛
«زه خپل ځان خوښوم» «زه دا کولی شم» «زه ډیر ښه احساس کوم» «زه مسوول یم».
په دې باوري یوو چې ستاسې ۹۵ سلنه احساسات هغه خبرې کنټرلوي چې تاسې یې د ورځې په جریان کې له ځان سره کوئ. ځکه که چیرته تاسې له ځان سره مثبتې او رغوونکې خبرې ونه کړئ، نو ددې ځای به هغه خبرې ونیسي چې ستاسې د خفګان، تشویش او وارخطايي سبب کیږي.
ذهن داسې دی لکه باغ؛ که چیرته په باغ کې ګلان ونه کرئ او پاملرنه ورته ونه کړئ، نو باغ به مو ښه پایله ورنه کړي او یا به بیخي هیڅ هم په کې ونه شي.

۲- مثبت تصویرول
شاید تر ټولو قوي او غټه وړتیا مو دا وي چې خپل اهداف داسې وګورئ او داسې یې تصور کړئ چې ترسره شوي دي، یعنې وارخطايي ونه کړئ. له ځان سره د خپلو اهدافو په اړه یو واضح، عجیب او ایډیال ژوند مو تصور کړئ بیا دغه هدف ته د رسیدو لپاره په خپل ذهن کې ځای ورکړئ او بلاخره ترلاسه کولو ته یې لاس په کار شئ. ستاسې هر پرمختګ د ذهني تصور له پیاوړي کیدو سره پیلیږي. یعنې څه ډول چې ځان په داخل کې احساسوئ همداسې به په بهر یا ظاهر کې هم تاثیر کوي

۳- مثبت خلک
له کومو خلکو سره چې تاسې ګرځئ، کار کوئ او یا په ګډه ورسره ژوند پر مخ بیایئ، هماغه ډول به ستاسې په احساستو او بریاوو هم تاثیر پروت وي. همدا نن تصمیم ونیسئ، چې له ګټونکو، مثبتو او هغو خلکو سره چې خوشبین وي، ناسته پاسته او ملګرتیا وکړئ.

۴- د ذهن مثبت تغذیه کول
تل هغه څه وکړئ چې ذهن مو ورسره مثبت تغذیه شي. د صحت روغ ساتلو لپاره له مناسب خوراک کار واخلئ. تغذیه یوازې دا مانا نه چې تاسې خوراک وکړئ، بلکې کتابونه، مجلې، مقالې، رسالې او نور ولولئ، چې ذهن مو ورسره مثبت تغذیه شي. یعنې داسې څه وکړئ چې متحرک مو کړي. همداراز ځان مو له هغو نظریاتو او معلوماتو بشپړ او مالامال وساتئ چې د خوښۍ احساس درکوي او په خپل ځان مو اعتماد پیدا کوي.
مثبتو او رغوونکو خبرو ته غوږ شئ. که په خپل موټر، لاره، موبایل او بل هر ځای کې یاست، هڅه وکړئ چې مثبتې، رغوونکې او د هغو خلکو خبرې واورئ چې بریالي وي او تاسې ته خپلې کیسې کوي. همداراز په انلاین ډول هم کولی شئ چې هغه څه واورئ او وګورئ چې تاسې وهڅوې.

۵- مثبت ټرینینګ او پرمختګ
ټول خلک چې اوس په لوړو پوړونو کې دي، لومړی یې ترخې تجربه کړي او بیا یې اوسنی پرمختګ کړی. هغوی له اندکو پيل کړی، بلاخره یې تر هغه ځایه ځان رسولی چې موږ او تاسې یې اوس له ځانه سره د هغسې جوړیدو خیال لرو.
جیم رون په نوم یو عالم وايي؛ رسمي تعلیم به دې ژوندی وساتي او ځاني زده کړه یا هغه څه چې ته یې خپله له رسمي زده کړو پرته زده کوي او تجربه کوي، هغه به دې مالداره، شتمن او بختي کړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد