بریا او پرمختګ

 که غواړئ پرمختګ وکړئ، نو دا ۸ کارونه پرېږدئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

ما ته د يو مشاور په توګه، ډېر داسې کسان راځي چې په اسټرس او فشار کې ډوب وي. هغوی داسې احساس کوي، چې په خپل ژوندانه کې خپلو موخو ته نه دې رسېدلي، پرېشانيانې له دوی څخه د يوې حلقې په څېر راتاوې وي او دوی پکې ګير وي او دې پايله ته رسيدلي چې دوی نور څه نشي کولی.

لومړنی کار چې زه يې کوم، د هغه لامل پېژندل دي چې د هغوی وخت يې نيولی او يا يې ضايع کړی دی، هغه عامل چې نه پرېږدي دوی پرمختګ وکړي.

زما په اند، مونږ ټول کله ناکله په داسې کارونو کې ډوبېږو چې مونږ سره هېڅ مرسته نه کوي ترڅو پرمختګ وکړو. شخصا زما څخه هم دا تېروتنه شوې ده، خو کله مې چې غوښتې دي چې بايد ګټور ثابت شم؛ نو په خپل ژوند کې مې لازم تغييرات راوستي دي. دا هغه وخت و چې زه په دې پوه شوم؛ چې د ورځې په اوږدو کې يو ثانيه څومره ارزښت او اهميت لري.

مونږ ټول په خپل ژوندانه کې د برياليتوب په لټه کې يوو، خو کله ناکله خپل وخت په داسې فعاليتونو تېر وو چې مونږ موخې رسېدو ته نه پرېږدي. ډېری وخت دې کار ته نه متوجه کېږو، ترڅو چې يو بل څوک مو دې کار ته متوجه نه کړي.

د ورځې په اوږدو کې چې هرڅه ترسره کوو، هر ساعت يې بايد څرنګوالی او کيفيت يې وارزوو. هغه عوامل چې ستاسو وخت ضايع کوي، ويې پېژنئ. دلته به تاسو ته هغه ۸ فعاليتونه دروپېژنو چې بريالي کسان يې د ورځې په اوږدو کې نه ترسره کوي، يانې خپل وخت پرې نه ضايع کوي.

۱- بريالي کسان په ټولنيزو رسنيو کې ډېر وخت نه تېروي.
په ټولنيزو رسنيو کې دورې وهل، د فېسبوک د علامو چک کول، د انسټاګرام په انځورونو کې پلټل او بوختېدل، د ټوېټر د آپډېټونو لوستل… دا ټول د ژوند يوه برخه ده.
خو که هغه وختونه چې تاسو يې په ټولنيزو رسنيو کې تېروئ، ورته متوجه شئ؛ نو خپله به پوه شئ چې څومره ارزښتمنې شېبې مو پکې تېرېږي. زير واوسئ! وخت په چټکۍ سره تېرېدونکی دی.

نو په همدې اساس د ټولنيزو رسنيو لپاره محددود وخت وټاکئ يا هم کله مو چې اړين او ضروري کارونه بشپړېږي، نو سر ورښکاره کړئ.

د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره ( د ټولنيزو رسنيو څخه ګټه اخېستل ) يو موقعه ورته وګورئ. د بېلګې په ډول: د يو دوه ساعته يا درې ساعته کار د بشپړولو وروسته مو خپل ټوېټر، انسټاګرام، فېسبوک …. چک کړئ. خو پام چې ډېر پکې ډوب نشئ.

۲- بريالي کسان پرته له برنامې، نقشې او يا هم پلان څخه ورځ نه پيلوي.
بريالي کسان د خپلې کاري ورځې د پيل لپاره ځانګړې برنامه لري. زه خپله عادت لرم، چې ورځيني کارونه مې تل يادداشت کړم، البته داسې هم نه کوم چې يو اوږد لېست وليکم؛ بلکې هغه کارونو ته لومړيتوب ورکوم چې تر ټولو مهم دي.
خپل لوی لومړيتوبونه مشخص کړئ او هغه په وړو وړو برخو ووېشئ.

۳- بريالي کسان چې په کومو کارونو باور نه لري، ترې ډډه کوي
که په رښتيا هم غواړئ چې بريالي شئ، بايد داسې کړنې ترسره کړئ چې پر تاسو مثبت اغېز ولري. هغه کارونو ته، چې له عاطفي اړخ نه پر تاسو منفي اغېز پرېږدئ؛ وخت مه ورکوئ. مخکې له دې چې خپل ورځيني مهالوېش ته کوم کار اضافه کړئ، ځان ښه ډاډه کړئ چې دا کار به ستاسو پر ژوند مثبت اغېز ښيندي. که د کړنو په ترسره کولو باور نه لرئ، نو د نه ځواب ووايئ. تاسو مجبور نه ياست چې د مقابل لوري پوښتنو ته هرو مرو ځواب ورکړئ. مخکې له دې چې ځواب ورکړئ، ښه فکر وکړئ.

۴- بريالي کسان د هغو کړنو په اړه تشويش نه کوي، چې د دوی په واک کې نه وي.
د ژوند په اوږدو کې تشويش کول تاسو ته هېڅ ګټه نه لري، په ځانګړي توګه هغه وخت چې ونشئ کولی د يوې ستونزې د حل لپاره څه ترسره کړئ. په همدې اساس خپل ټول تمرکز په هغو فعاليتونو وکړئ چې، کولی شئ يو څه ورته وکړئ.

۵- بريالي کسان له منفي کسانو څخه لرې پاتې کېږي
يوه مشهوره وينا ده چې وايي: ستاسو خبرې او کړنې د هغو کسانو څخه رنګ اخلي چې تاسو ورسره ناسته پاسته لرئ او ډېر وخت ورسره تېروئ. که غواړې چې غوره شخص واوسئ، نو له غوره کسانو سره وخت تېر کړئ.

له منفي کسانو واټن واخلئ، که غواړئ په خپل ژوند کې پرمختګ وکړئ؛ نو خپل ځان د اضافي بار له شر څخه خلاص کړئ.

۶- بريالي کسان د خپلو تېروتنو په اړه فکر نه کوي
بريالي کسان هم تېروتنې کوي. ټول تېروتنې کوي. په ژوند کې د برياليتوب کلي دا ده چې يوه تېروتنه ۲ ځلې ترسره نه کړئ. يانې تېروتنې په پرلپسې ډول تکرار نه کړئ. له خپلو تېروتنو درس واخلئ او ښه شئ.

کله چې له تاسو تېروتنه کېږي، نو ځان ته مو ووايئ: تېروتنه مې کړې او اوس نشم کولی چې د سمولو لپاره يې څه ترسره کړم. هغه څه مو چې زده کړي، پرې تمرکز وکړئ او د خپلې تېروتنې د بيا نه تکرارولو لپاره هوښيار واوسئ.

۷- بريالي کسان د نورو خلکو په کارونو تمرکز نه کوي
دا چې د نورو خلکو له کارونو الهام اخلئ، ډېره ښه ده، خو کله چې په ترتيب سره خپل ځان د نورو سره پرتله کوئ؛ نو د کمۍ احساس به وکړئ. په همدې اساس اړينه ده چې تاسو بايد په خپلو کارونو تمرکز وکړئ، نه د نورو خلکو په کارونو.
د نورو له فعاليتونو الهام واخلئ، خو خپل ټول تمرکز د يو بل شخص په کړنو وکړئ، بل شخص يانې تاسو خپله.

۸- بريالي کسان خپل ځان ته لومړيتوب ورکوي
مونږ ټول کله ناکله اړ يو چې د يوې پروژې لپاره د خپل خوب او ورزش په برخه کې غفلت وکړو. خو د اوږدمهاله برياليتوب او پرمختګ لپاره بايد خپل ځان ته د هرڅه په پرتله ډېر لومړيتوب ورکړو.
که خپل سهار مو په هغو کارونو سره پيل کړ، چې مينه ورسره لرې؛ نو د ټولې ورځې په اوږدو کې به د خوښۍ احساس ولرئ، تمرکز او غښتلتيا به په خپله ستاسو پر لور درشي.

سرچينه: YOUC.IR

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی