روغه سټه

که غواړئ روغ، ډیر او صفا ویښتان ولرئ، نو دا ۷ کارونه مه کوئ

لیکنه: ياران

ژباړه: مریم محمدي

ځینې میرمنې، پیغلې او ان زیات نارینه هم خپلو ويښتانو ته اندېښمن وي او تل ترې ځوریږي، د دې لپاره چې ستاسو ويښتان ښکلي او ډیر وي نو موږ سره د دې لیکنې تر پایه پاتې شئ:

۱- د وېښتانو د څوکو قیچي کول
په نورمال ډول هره میاشت مو د وېښتانو څوکې قیچي کړئ، دا کار د دې لامل کیږي چې ستاسو مړه او خراب وېښتان له مینځه یوسي، همدارنګه د وېښتانو په اوږدوالي او ښکلا کې هم مرسته وکړي.

۲- په کور کې د وېښتانو رنګول
که چیرې په کور کې د وېښتانو د رنګولو تجربه نه لرئ، نو سینګارتون ته لاړ شئ، هلته مو وېښتان رنګ کړئ. د ویښتانو رنګول هم ویښتان ساتي.

۳- د لاندو وېښتانو ږومنځول
هر کله چې سر وینځئ په داسې حال چې ستاسو وېښتان لانده یعنې اوبه لري نو په دې وخت کې مه ږومنځوئ، ځکه په داسې حال کې د وېښتانو پیاز نرم وئ دا کار د دې باعث کیږي چې وېښتان مو له بیخ نه ووځي ، مات شي او د ویښتانو لپاره ضرر ورسوي. د دې کار مختیوي لپاره اول مو ویښتان ښه وچ کړئ بیا ږومنځ کړئ.

۴ – له یو برس او ږومنځې نه استفاده مه کوئ
په کور کې د یو برس کارول د ویښتانو د ریزش یا ضایع لامل ګرځي، ځکه چې د کورنۍ ټول غړي ورته ندي، د سر باکټریا د نورو ویښتانو ته جدي زیان رسوي. که ستاسو په کور کې یو برس وي نو مخکې له کارولو یې ووینځئ او بیا ترې استفاده وکړئ.

۵- هره ورځ حمام مه کوئ
ځینې خلک عادت لري چې هره ورځ حمام یا غسل کوي. دا ناسمه ده. که تاسو خولې کیږئ، نو چې یواځې ځان ووینځئ، هره ورځ په خپلو ویښتانو شامپو مه وهئ، په اونۍ کې یو یا دوه ځلې له شامپو استفاده وکړئ او په ګرمو اوبو یې ووینځئ.

۶- شامپو مو په هرو دوو میاشتو کې بدله کړئ
تل له یوې شامپو کار مه اخلئ، ځکه چې په شامپو کې موجود عناصر توپیر لري او یو شامپو تل کارول به ستاسو ویښتان کمزوري کړي. تاسو د خپلو ویښتانو خاصیت سره سم شامپو واخلئ او استعمال یې کړئ، په ځانګړې توګه کله چې مو ویښتان نوي رنګ کړي وي.

۷- وېښتانو مو ډیر زر زر مه ږومنځوئ
کله چې ستاسو ویښتان نرم او صاف وي، نو اړینه نده چې بیا یې هم ږومنځ کړئ.
د ویښتانو د ږومنځولو په وخت کې متوجې اوسئ چې په نرمه او قراره توګه یې ږومنځ کړئ. د ږومنځولو په وخت کې اول د وېښتانو څوکې صافې کړئ وروسته بیا مو ټول وېښتان ږومنځ کړئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران