ژوند او ژواک

که غواړئ دنده ترلاسه کړئ، نو دا ۵ شیان هیڅکله ونه کړئ

لېکنه: لیز ریان
ژباړه: غازي عابد

۱- پرته د یوه چا له اجازې د یو شخص په ریفرینس یا مرجع (څوک چې ستا په اړه معلومات لري، پيژنې دې او ستا په اړه ترې پوښتنې کوي) په توګه په سیوي یا دندې لپاره غوښتنلیک کې لېکل.

۲- له یوه داسې کس نه د دندې په لټولو کې مرسته غوښتل چې دا دنده د هغه مربوط نه وي او نه یې بیخي پیژنې.

۳- په غلا سره د یوه ملګري نورو ملګرو ته زنګ وهل او له ځانه ورته ویل چې «زه او ته خو دواړه فلانی شخص پيژنو، نو ورسره کیښنو او ملاقات به ورسره وکړو» خو په اصل کې یې ته نه پيژنې او له ځانه ورته دروغ وایې چې زه فلانی کس یا ستا ملګری پيژنم.

۴- له هغه کس سره بد سلوک یا بد چلند کول چې ستا لپاره له کارفرما یا کارګمارونکي سره خبرې کوي او مقرروۍ لپاره دې منډې ترړې وهي.

۵- د انټرویو یا مرکې پرمهال خپل پخواني مشر یا رییس پسې بدې خبرې او غیبت کول، په داسې حال کې چې که ته څومره هم پسې بد ووایې، هغه ته به هیڅ زیان وانه وړي، خو پر تا به د مرکه کوونکي باور کم شي او ممکن بیخي دنده هم درنه کړي، ځکه فکر به کوي چې نن هغه پسې خبرې کوي، سبا بیا دې ادارې او مشر پسې هم خبرې کوي.

پر دې سربیره ګڼې نورې تیروتنې هم شته چې ستاسو او د نوې دندې د ترلاسه کولو ترمنځ خنډ کیدای شي. خو دا چې دلته یادې شوې مهمې دي او که غواړئ نوې دنده ترلاسه کړئ نو ډه ډه ترې وکړئ.

R

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */