ژوند او ژواک

که غواړئ بې‌ظرفيته نه‌شئ، و يې لولئ

يو ځوان د لوی انځورګر شاګرد شو، يو کال ووت او د انځورګري او نقاشي ټول مهارتونه يې ياد کړل.

يوه ورځ يې استاد ورته وويل؛

نور نو ته استاد شوې، داسې څه نه دي پاتې چې در و يې ښيم!

له شاګر سره يو فکر پيدا شو، ولاړ يو فوق العاده انځور يې وکيښ او د ښار په يوه نمره ځای کې يې کېښود. د رسامي بېلابېلې وسيلې يې ورسره کېښودې او له هر لاروي به يې غوښتل چې د دې رسامي نيمګړتيا ته يو ايکس وليکي، ور و يې ښيي.

لمر په ډوبېدو و چې پر تابلو د ايکسونو باران شوی و، ټوله ايکس ايکس وه.

شاګر پر خپل کړي کار بې‌باوره شو، بېرته استاد ته راغی، استاد ورته وويل؛ کېدای شي چې هماغسې رسم اوس بيا راته وکاږې؟

شاګر همداسې وکړل او بيا يې هم تابلو د استاد په سپارښتنه د ښار هماغه ځای ته يووړه، دا ځل هيچا هم د ملاحظې او انتقاد ايکس ورباندې و نه ليکه، ځکه پر تابلو ليکل شوي وو؛
که پر انځور نيوکه لرئ، مهرباني وکړئ په دغه قلم يې اصلاح کړئ!

لمر بېخي لوېدلی و، خو تابلو بيا هم بې‌ايکسه پاتې وه، هيچا د ګوتو د ښوو ځای ورباندې نه و موندلی.

استاد شاګرد ته وويل؛

ټول انسانان د انتقاد قدرت لري، خو د اصلاح جرات او وړتيا په بېخي لږو کسانو کې ده. په انتقاد پسې ډېر سر مه ګرځوه.

#سرخط ورځپاڼه

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */