بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

که غواړئ بریالی ژوند تجربه کړئ، نو ځان دغه ډول عادت کړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د ټولو انسانانو یوه غوښتنه د بریالي او ښه ژوند تجربه کول او ورته رسېدل دي، خو دا هر څه خپلې کړنلارې لري، چې باید عملي یې کړئ تر څو موخې ته ورسېږئ. له ځان سره فکر وکړئ، چې د کوم کار کول مو په ژوند کې بنیادي بدلون را ولي، هر یو یې چې په نظر مهم درغلو، لومړی یې تر سره کړئ.

له دې کاره وروسته درته یوه د یاداشت کتابچه جوړه کړئ او د هغه کارونو لپاره مهال وېش جوړ کړئ، چې باید تر سره یې کړئ. د درېیو میاشتو کارونه مو داسې تنظیم کړئ، چې د اړینوالي له مخې یې په کټګوريو و وېشئ.

د بېلګې په توګه:
لومړی ټوله میاشت په پام کې ونیسئ، له هغې وروسته، اونۍ او هغه کارونه، چې ډېر اړین دي همدا نن ورځ یې تر سره کړئ. هره شپه باید د سبا لپاره ورځنی مهال وېش ولرئ.

هره شپه باید له خپل ځان سره قول او وعده وکړئ، چې سهار له خوبه پورته شوې له اوداسه او لمانځه وروسته لومړی باید مهم او اړین کارونه تر سره کړئ. له ځانه دې دغه عادتونه لرې کړه، چې سهار له خوبه پورته شې او له ځان سره و وایې: «نن ولا چندان جوړ نه یم دا کارونه به سبا ته پرېږدم.» یا دا، چې لومړی باید مسیجونه او ایمیلونه چک کړې او بیا د مهال وېش له مخې په هغه کارونو پسې ورسېږي، چې ډیر درته مهم دي. ځان ته ووایه:« یو قانون شته، هغه هم دا دی، چې هره ورځ بې له کومې استثنا څخه لومړی باید مهم کارونه تر سره کړم.»

د بېلګې په توګه سبا له یوه مهم کس سره د لیدلو وعده لرې. په ذهن کې دې داسې تصویر جوړ کړه، چې سبا به له خیره هر څه سم روان وي او ټول کارونه دې ډېر ښه پر مخ ځي او له خپلو ټولو کړونو ډېر راضي یې. یا دا چې سبا غواړې څو مختلفو ځایونو ته لاړ شې، ځان دې داسې عیار کړه، چې هر یوه ته په خپل وخت رسیدګۍ وکړای شي او د دې کارونو د تر سره کولو لپاره دې ځان تر خپلې وسې پورې تشویق کړه. په دې سره به دې خپل لا شعور ته هر څه په ګوته کړي وي، او د خوب پر مهال به هم د سبا لپاره د دې ټولو کارونو تر سره کولو ته تیاری ولرې. داسې چې ان د خوب پر وخت به دې هم خپل مقدماتي کارونه تر سره کړي وي او داسې به ښکارې، چې په خوب کې به هم فعالیت کوې.

فکر او پروګرام جوړول د هر کار لومړی ګام دی؛ خو که د هر کار د کولو لپاره، ډېر وخت په نظر کې ونیسې او یا یې په اړه ډير فکر وکړې دا کړنه به دې د دې لامل شي، چې ورو ورو د خپلو موخو له کارونو پاتې شې. د یوه کار په اړه ډېر فکر کول او په کار کې ځنډ کول د دې لامل ګرځي، چې ډول ډول بهانې جوړې کړې او د دې کار د کولو لپاره خپل وخت ضایع کړې او بلاخره خپله یې د نه کولو یو دلیل جوړ کړې او له کار کولو پاتې شې.

که غواړې، چې یو نوی کار تر سره کړې، خو په دې برخه کې کافي تجربه نه لرې، که هر څومره هڅه هم وکړې بیا به هم له دې کار د پام وړ لاسته راوړنه ونه لرې. د اندېښنې وړ خبره نه ده. ځکه هېڅوک هم په لومړي سر کې مسلکي عمل نه شي کولای. له «هېڅ» نه لږ ګټه هم ښه ده. په راتلونکې کې باید له دې څخه زیاته تمه ولرې. داسې فکر وکړه، چې د ډیرو لویو کارونو لپاره دې مهالوېش او پروګرام جوړ کړی، خو تر اوسه لاس په کار شوی نه یې.

زیاتره کسان مخکې له دې چې کوم کار پیل کړي، په اړه یې زیاته اندېښنه کوي، دوی داسې فکر کوي، چې پر وړاندې یې د ستونزو یو دیوال پروت دی، خو که په دې بریالی شو، چې کار یې پیل کړ او له نیمایي ور تېر شو، نو پاتې کار به یې ډېر په لېوالتیا سره ترسره کړي، نو ته هم بې له کوم ځنډ څخه حاضر شه او کار پیل کړه، تر څو نیمایي ته ورسېږې او د پاتې کار لپاره په خپل ذهن کې شور او شوق پیدا کړې.

د هر کار له تر سره کولو وروسته، خپل ځان نور هم تشویق کړه او کوم کار دې، چې تر سره کړی پر ځان وویاړه. حتا کله کله د ځان لپاره ډالۍ واخله او له ځانه مننه وکړه. هر مقطعي کار، چې تر سره کوې داسې فکر وکړه، چې دې ته ورته نور مقطعي کارونه او ان تر دې هم لوی په مخ کې لرې. دغه د ځان تشویقول او هڅول په تا کې داخلي انرژي نوره هم پیاوړې کوي او د نورو کارونو لپاره درته موقع برابروي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.