روغه سټه

که غواړئ، د مخ پوستکی مو ځلا او تازګي پیدا کړي

یو شمیر هغه کسان چې د مخ د پوستکې د ځلا او تازه کولو لپاره کار کوي د مخ د پوټکې د لاسپنولو او ځلا لپاره ددې ساده فورمولې د عملي کیدو سپارښتنه کوي.

دوی وايي، که دا فورموله مو عملي کړه، نو د خپل مخ پر پوستکي به حیرانونکي او ښه تغیرات وګورئ.

فورموله داسې ده:

لومړی یو لیمو راواخلئ. په منځ يې نیم کړئ. که لیمو زبیښۍ او که پریږدۍ، فرق نه لري.

په لیمو باندې ۳ یا ۴ څاڅکې شات (عسل) واچوئ.

لیمو مو پرمخ ومږئ؛ په خاصه توکه په داغ شوي ځایونو يې ښه ومږئ.

د ۵ پینځو دقیقو لپاره د لیمو او شاتو (عسلو) مخلوط پر خپل مخ پریږدئ.

پنځه دقیقې وروسته مو مخ پر یخو اوبو ووینځئ .

حیرانوونکې تعیرات به د خپل پوستکي په سپین والي او نرموالي کې وګورۍ.

ښځې او سړي دواړه دا طریقه کارولی شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */