خواړه روغه سټه

که غنمرنګ یا تور پوستکی مو نه خوښيږي، نو داسې ځان سپین کړئ

که مو خپل غنمرنګ یا تور پوسټ نه خوښیږي او غواړئ سپین پوستکی ولرئ، نو درته طبیعي او اسانه علاج ښییو چې کولی شئ پرې خپل ځان ښایسته کړئ.

دلته چې مونږ کوم علاج درته ښییو نو تاسو کولی شئ دغه ماسک پر خپل مخ، لاسونو او پښو باندې ووهئ او سپین یې کړئ.

طرېقه یې داسې ده؛
لومړی یو کچالو راواخلئ او په اوبو کې جوش کړئ، له جوش کېدو یا خوټکېدو وروسته کچالو سپین کړئ، بیا یې په نېمه پیاله مستو کې حل کړئ.

سپین شوی کچالو تر دې اندازې حل کړئ لکه اوړه چې لمدوئ او یا هم خټه چې خېشتوئ.
بیا پکې یوه یا دوه قاشوغې شات (عسل) او نېمه قاشوغه پیکن سوډا چې مونږ ورته سوډر یا پولی وایو نېمه قاشوغه ور اضافه کړئ.
له دې وروسته بیا ورته د یوه لېمو چې ښې اوبه ولري واچوئ او ښه یې سره مکس یا ګډ کړئ.
خو کله مو چې دا ماسک جوړ کړ نو یې د استعمال طرېقه په دغه ډول ده:
تر هر څه مخکې مو مخ یا لاسونه په تړمو اوبو پرېمنځئ او بیا یې په یوه پسته تېکه یا ټوټه وچ کړئ.

وروسته خپل جوړ شوي یا ګد شوی ماسک پر مخ وموښئ او د نیم ساعت یا دېرشو قیقو لپاره یې پرېږدئ چې دغه مواد ستاسو په پوستکي وچ شي او پوستکی مو جوړ شوي مواد ځانته جذب کړي.

په لومړۍ ورځ کله مو چې ماسک یا پورته برابر شوي مواد په خپل پوستکی استعمال کړل نو درته به خپل ځان تر پخوا سپین ښکاري، خو دا به داسي نه وي چې په همدا یو ځل کارولو یې بسنه وکړئ، بلکې دغه چارې ته به دوام ورکړئ، بیا ځلي او څو وارې یې ځانته جوړ کړئ او په خپل پوست یې وکاروئ، تر څو پوست مو په مکمل ډول سره سپین شي.

دغه ماسک یا په پورته طریقه جوړ شوي مواد باید په یوه اونۍ کې یو ځلې حتما وکاروئ نو تمه ده چې پوستکی به مو سپین شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی