سیاست

که طالب او حکومت سوله غواړي، نو د هېلمند ولسي حرکت او اوربند غوښتنې غږ ښه فرصت دی

لیکنه: ياران

لیکنه: حافظ احمد نصرت — لښکرګاه

په ولسواکو ټولنو کې ملتونه حکومتونه رامینځته کوي او د حکومتونو منشآ او ریښه یې له ولس او ملت څخه وي کله چې ددولت خبره کوو د ملت کلمه ورسره یادیږي، ملت او دولت هغه کلمې دي چې تل د خلکو د ژبو پرسره وي، که حکومتونه کار کوي، د ولسونو او ملت لپار یې کوي او همدا ولسونه چې کله حکومتونه رامینځته کوي په دې موخه چې بیرته دوی لپار خدمات وړاندې کړي او د خلکو د زخمونو پتۍ شي.

که چیرې ملت بې تفاوته او بیده پاتې شي نو حکومتونو ته پرې دلوبو کولو ښه چانس برابریږي، بیده ملتونه تل د نور د ګټو ښکار شوي او د تاریخ په اوږدو کې د بیده ملتونو څخه په بیلابیلو طریقو استفاده شوي، وژل شوي بې هدف او ناهیلې پاتې شوي دي.

افغان ملت چې د تاریخ په اوږدو کې یې کیسې ګټلې، امپراطورۍ یې جوړۍ کړې پردي یرغلګر یې په ګونډو کړي، د خپل ځان او هېواد ننګه یې کړې، د افغانستان په معاصر تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل شوي، ولې دا ملت هغه مهال هم د بیلابیلو کړیو او لاس وهنو ښکار شوی، چې دې کار افغانستان له یو بحرانی حالت سره مخ کړی وو.

د تېر په څېر افغان ملت اوس ډیر د ويښتیا په حال کې دی د هرې ناروا او غیرې قانوني کړنې په اړه خپل اواز اوچتوي د ظالم، غله او خاین په ضد دریږي او له هغوی خپل حقه حقوق غواړي چې دا څه د یو ويښ ولس اوم لت څرګندویي کوي چې ښه بیلګه یې دې ورستیو کې د غزنی، کابل او هلمند لاریونونه او پرلتونه دي.

هلمند چې د کلونو راپه دېخوا د جګړې، ظلم، تروریزم، مخدره توکو او داخلي مافیا ښکار دی.

ولس یې په بې رحمانه ډول وژل شوی او وژل کیږي، له لښکرګاه تر موسی قلعه له موسی قلعه تر خانشینه د عسکر، طالب، داعش، قاچاقبراو بیلابیلو نورو نومونو یې ژوند اخیستل کیږي اخیر ولې؟ او تر کله به وژل کیږو؟؟؟

په ولسي حرکت کې د نه خوړلو اعتصاب کوونکو څو هغه انځورونه چې په هیلمند کې د یاران خبریال مدثر دعوت په خپله فیسبوک پاڼه خپاره کړي، د نه خوړلو اعتصاب له امله د ځینو روغتیايي وضعیت بد ښودل شوی؛

نور د ولس صبر او حوصله پای ته رسیدلې د حکومت او طالب له روانې جګړې ستړی شوی ځکه دې جګړه کې ډیری قرباني همدا ولس ورکوي، ولس له جنګ ستړی شوی سوله غواړي د ټولو افغانانو یوه ستره هیله او ارزو هم همدا سوله ده، زموږ دین هم د سولې دین دی، په سوله کې خدای پاک ج خیر او برکت ایښی دی، لکه څنګه چې په قرانکریم کې الله ج فرمایلي دي؛ والصلح خیر یعني په سوله کې خیر دی او موږ ته قران عظیم شان کې خدای پاک د ورولۍ تعلیم راکړی، د انما المومنون اخوا یعنی ټول مسلمان سره ورونه دي دهمدغه قراني تعلیماتو په اساس باندې موږ باید د خپلو زړونو څخه دښمني، بغض،عداوت، مادیت پرستي، قدرت پرستي او تعصب وباسو، په اخلاص او صداقت د ورولۍ لاسونه سره وکړو لکه څنګه چې شاعر هم وایي؛

که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼي به لعلونه او دا بوټي به لونګ شي

د هلمند ويښو ځوانانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او دیني علماو تر همدې شعار لاندې چې طالبه! سوله به کوي، جګړه بس ده په جنګ مو نه شي ګټلی، یو لوی ولسي حرکت او لاریون راپیل کړی چې د طالبانو تر مرکزونو به ځې، هغوي ته به د سولی خواست کوي د دردیدلي، ځوریدلي او ټپي افغانستان فریاد به ورسوي چې دا هڅه د یو ویښ ملت څرګندونه کوي.

لکه څنګه چې مې مخکې وویل ویښ ملتونه کیسې ګټي بیده ولسونه د نورو د لوبو ښکار کیږي که په رښتیا هم طالبان سوله غواړي همدا یې وخت دی ددې ولسي حرکت ملاتړ دي وکړي، ترڅو ټولې نړۍ ته ثابته شي چې افغانان د تروریزم،ترهګرۍ او جګړې غوښتونکي نه دي، بلکې افغانان سوله خوښوونکي دي او دا روانه جګړه پري تپل شوې ده.

باید وویل شي چې د هلمند سولې حرکت کوونکو له تیرې ورځې راهیسې د نه خوړلو اعتصاب کړی او ویلي یې دي تر هغې به څه نه خوري چې طالب او حکومت سوله ونه کړي. په دې حرکت کې ښځینه افغانانې هم ګډون لري او په خړو خیمو کې د سولې غوښتلو پلو غوړولی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران