روغه سټه

که سر مو درد کوي، داسې طبیعي درملنه یې وکړئ

ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

د سردردۍ اصلي لاملونه د مایعاتو کمښت، بې خوبي، شخړې، ژورخپګان او بې ځایه تشویش دی، چې هر انسان یې په خپل ژوند کې خامخا یوځل تجربه کوي.
د سردردۍ نور لاملونه ښايي په بدن کې د اکسیجن، اوبو او غذايي مواد کمښت واوسي او یا هم ښايي د انسان ناسمه رواني وضع واوسي.

په همدې اساس، دا اړینه مسئله ده چې باید د سردردۍ په لاملونو پوه شئ او مخنیوی یې وکړئ، ترڅو سالم پاتې شئ.

د سردردۍ ډولونه:


سردردي له سلو زیات ډولونه لري، خو موږ یې دلته یوازې څلور عمده ډولونه راخیستي دي:
۱. سینوس (Sinus): کله چې ناروغ په دې سردردۍ اخته وي، نو ټنډه، د پوزې بیخ او دواړه خوا غومبوري یې درد کوي. معمولاً پوزه یې هم بهیږي او تبه هم لري.

۲. سټریس (Stress\Tension): که چیرې ناروغ تر سټریس لاندې وي، نو په دې حالت کې د ټنډې شاوخوا ځای به یې نرم درد کوي، چې دا درد پرته له کومې نښې، ناڅاپي پیلیږي او په خپل وخت سره بیرته ودریږي.

۳. نیم سری (Migraine): په دې ناروغۍ اخته کس په میاشت کې یوځل او یا هم څو ځلې له دغې ناروغۍ کړیږي، چې ساده نښې یې هم خوا ګرزی، استفراق، د سترګو سوخت، د رڼا پر وړاندې د سترګو حساسیت او داسې نور دي. همداراز، دغه ناروغي له کم اشتهایۍ، ژر غوسه کیدنې او دې ته ورته نورو ناروغیو سره مله وي.

۴. کلسټر(Cluster): د سردردیو په نوملړ کې تر ټولو ډیره ګواښونکې او سخته سردردي کلسټر ده. دغه سردردي چې کله پیل شي، نو بیا په مسلسل توګه د څو ورځو او یاهم څو میاشتو لپاره دوام کوي، چې بیا پخپله ودریږي او په سر کې د بیا راتګ چانس پریږدي.

طبیعي درملو ته لنډه کتنه
لاندې موږ څو هغه طبیعي درمل در په ګوته کوو، چې هیڅ راز جانبي عوارض نه لري:
۱. مګنیزیم او فایبر لرونکي خواړه زیات خورئ لکه، سبزیجات، لوبیا، وچه میوه، د کدو او ګل افتاب پرست زړي او همداسې نور.

۲. ځینو علمي مطالعو دا په ډاګه کړې، چې د مینا د ګل پاڼو خوړل د سردردۍ د کچې د راټیټولو وړتیا لري.

۳. د سردردۍ د مخنیوي لپاره هڅه وکړئ چې هره ورځ زیاته کچه اوبه او نور مایعات وڅښئ، ترڅو بدن مو د اوبو له کمښت سره مخامخ نه شي، چې باعث د سردردۍ ګرځي.

۴. ځینې وخت ناسم جیګیدل او ټیټیدل د ملا په تیر کې بریښ پیدا کوي او په دردوي یې، چې بیا له امله یې سردردي هم رامنځته کیږي. د دغې ستونزې درملنه د ملا تیر ته په مساج ورکولو کې ده.

۵. د سینوسونو له امله د رامنځته شوې سر دردۍ لپاره د کنګل ټوټو کارول ښه دي، چې کولی شي د سرې تبې او سردردۍ کچه راټیټه کړي.

۶. په ورځ کې دوه یا هم درې ځلې د ادرکو اوبه څښل کولی شي چې د سر درد ښه کړي، خو دغه اوبه باید نیم ګرمې (تړمې) وي.

۷. سینَمِن (Cinnamon) چې یو ډول هندي خواړه دي او دارچین هم ورته وايي، د سردردۍ لپاره مؤثر دي. د سردردۍ د ښه کیدا لپاره دغه خواړه په ټوله نړۍ کې پیژندل شوي دي. دغه خواړه همداسې هم خوړل کیږي او پوډر یې په نیم ګرمو اوبو کې هم اچول کیږي، ترڅو مخلوط شي او خلک یې نوش جان کړي.

۸. د نعنا چای څښل او یا هم د نعنا اصلي غوړي کارول د سردردۍ په ښه کولو کې ډیر مؤثر دي.

۹. د تنبول بوټي پاڼو ژول کولی شي چې په سردردۍ اخته ناروغ ډیر ژر جوړ کړي.

۱۰. کله چې لیمو په تړمو اوبو کې واچول شي او هماغه اوبه وڅښل شي، نو د سردرد په قرارولو کې ډیره مرسته کوي.

۱۱. هڅه وکړئ چې ورځ مو په یوې مڼې خوړلو پیل کړئ، ځکه چې په مڼې کې زیاتې روغتیايي ګټې وي او د سردردۍ په درملنه کې خورا زیات مهم رول لوبوي.

په پای کې، ښايي چې ګڼ شمیر نورې طبیعي درملنې هم ولري، خو پورتنۍ ذکر شوې درملنې تر ټولو غوره او ښې دي او په ازمویلو سره یې کولی شئ چې سردردۍ ته مو د پای ټکی کیږدئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل