ژوند بڼه سفر کلتور او هنر

که د ډونالډ ټرمپ لیدو ته ځئ، نو لنډه پته یې دلته ده

لیکنه: لیز او جون سوارزز
ژباړه: حشمت الله رحمتي

پدي لنډه لیکنه کې مو درته د سپینې ماڼۍ په اړه په زړه پورې معلومات ژباړلي!

په ټول واشنګټن کې ډير مشهور ځای د پنسلوانیا ۱۶۰۰ جاده ده، چې په همدې جاده کې سپینه ماڼۍ ده. سپینه ماڼۍ د امریکا متحد ایالاتو د ولسمشر د شخصي اوسیدو ځای دی، چې پکې د خپلې کورنۍ سره یوځای اوسیږي، همدارنګه د ولسمشر رسمې دفتر هم همدلته دی، چې ټول رسمي کارونه پکې سرته رسوي.

لومړی راځو د سپینې ماڼې په بلډنګ باندې یو څو کرښې در سره شریکوو.
سپینه ماڼۍ په ۱۷۹۰ میلادي کال کې جوړه شوې، دا هغه ځای دی چې د امریکا متحد ایالاتو ولسمشر پکې د ۵۰ ایالاتو او ۳۰۴ میلونو خلکو نماینده ګي کوي.

په دوهم او دریم منزل کې ولسمشر د خپلې کورنۍ سره یوځای ژوند کوي. په دې منزلونو کې ۱۶ د خوب کوټې، یوه د اوسیدو کوټه، یو پکې پخلنځی او یو هم پکې د خوراک کوټه ځای په ځای شوې ده. خاص میلمانه د لومړۍ میرمنې د اوسیدو په کوټه کې پاتې کیږي.

ددې بلډنګ څخه یو جلا تعمیر کې د ولسمشر د دفتر کارکوونکي اوسیږي او همدارنګه د ولسمشر شخصي دفتر چې په (oval office) بیضوي شکل باندې شهرت لري، هم شتون لري. د ولسمشر په دې شخصي دفتر کې د ولسمشر د میز تر شاه درې کړکۍ شتون لري او همدارنګه د اور لپاره ځای یې د کوټې په وروستۍ برخه کې دی. هر نوی ولسمشر د خپل شوق او ذوق مطابق پردې، فرنیچر او همدارنګه خاصه نوې قالینه اخلي. ددې دفتر په دیوالونو باندې د ټولو پخوانیو ولسمشرانو عکسونه لږیدلي دي، او د ۱۸۸۰ کال د برتانې د ملکې څخه ډالۍ شوی میز اوس هم په همدې دفتر کې شتون لري.

سپینه ماڼې د ورځې په جریان کې:
سپینه ماڼۍ د عوامو پرمخ خلاصه ده. تقریباُ د ورځې ۶۰۰۰ کسان ترې لیدنه کوي. ډیر ځلې ولسمشر د خاصو میلمنو سره په ختیځه کوټه کې لیدنې کوي، همدارنګه د خبریالانو سره د مطبوعاتو په کوټه کې خبرې اترې کوي.

پخوانی ولسمشر بارک اوباما

تقریبآ ۱۵۰ نوکران د ولسمشر لپاره د سپینې ماڼۍ په ختیځه برخه (د سپینې ماڼۍ څخه جلا شوي تعمیر چې د ولسمشر ځانګړی دفتر پکې هم شتون لري) کې او د لومړۍ میرمنې لپاره په لویدیځه برخه کې په خدمت مصروف دي. د سپینې ماڼۍ د ساتنې لپاره ۱۰۰ روزل شوي او با اعتماده عسکر په نوبتي شکل شپه او ورځ ګمارل شوي دي.

په شپږ منزل کې ۱۳۲ کوټې دي، ۳۵ تشنابونه دي، او ۵ پخلنځي هم پکې شتون لري. پدې ماڼۍ کې په مجموع کې درې برقي زینې شتون لري. د خوراک عمومي کوټه د ۱۴۰ میلمنو د ناستې ظرفیت لري. د دفتر څخه بیرون د ټینس میدان، د منډې لپاره منظمه ساحه، او د لامبو حوض هم پکې جوړ شوی دی. د دفتر دننه یوه کتابخانه او د بیلیارد د لوبې تخته هم شتون لري.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حشمت الله رحمتي