بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند زده کړې ژوند بڼه

که د نوښت او ابتکار په لټه یئ، نو له محدودیتونو او مرز ها خوا فکر وکړئ

لیکوال: محی الدین دلیل

“په خدای که خو یې زما په سوچ کېم جواب یي.ای له عقله خالي! خپله فکر وکړه، دا غوټه په خولې هم نه خلاصېږي. یره که د ما منې، نو ترې تېر شه، دا کار بېخي ناممکن دی. پدې خبرو کې ګوتې مه وهه، دا داسې چا ویلي، چې ټول عمر یې درس او تعلیم کړی، او مونږ یې د پښو خاورې هم نه یو…”

ناشونې ده چې دا ډول خبرې مو نه وي اورېدلي، د ټولنې له ډېری وګړو مو بار بار دې ته ورته جملې تر غوږو کېږي.

داسې انګېرم چې تر یوه برېده سطحي فکر کوو او د ستونزې یا موضوع عمق ته نه ننوځو. نو ددې موضوع د لا ښه څرګندولو لپاره راځئ لاندې نهه ټکي د څلوور مستقیمو خطونو پرمټ داسې یوځای کړو چې قلم له ځایه پورته نه کړو.


که چېرې د همدغه نهه ټکو په چوکاټ کې فکر وکړو، نو هېڅکله به هم خپلې موخې ( د څلورو خطونو پواسطه د ټکو یوځای کول چې قلم له ځایه پورته نشي) ته ونه رسېږو. راځئ له هغه مرز یا چوکاټ څخه چې زمونږ ذهن راته جوړ کړی بېرون ووځو، نو وبه کولای شو چې ټولې نقطې سره وصل کړو.

له مرز یا چوکاټ څخه بېرون فکر کول، له همدې معما څخه اخیستل شوی، د پورتنۍ معما څخه په ډاکه کېږي چې، هغه وخت دا نقطې وصل کولای شو چې له چوکاټ یا راکړل شوي چاپېریال څخه بېرون ووځو.

نو له مرز څخه بېرون فکر کول، پدې مانا دی چې مبتکرانه، له قیدونو او محدویتونو پرته د موضوعاتو په څېړلو او ارزولو کې فکر وکړو. یا په بل عبارت له مرز یا چوکاټ څخه بېرون فکر کول دا دي چې په ورته موضوعاتو کې په هغه ډول فکر ونکړو چې څنګه تر دې دمه نورو کړی او اړینه ده همدا موضوع له نویو زاویو څخه وګورو.

د بېلګې په ډول یو ځای کې داسې لوښی اېښودل شوی چې، یوه خوا یې روغه او بله خوا یې ماته ده هر څوک دغه لوښی له روغ اړخه ویني، نو فکر کوي چې روغ دی، کلونه کلونه خلک داسې انګېري چې دغه لوښی روغ دی، ولې یو نفر له مرز هاخوا فکر لري، نو ددغه لوښي په اړه تبصیره کولو لپاره نوې زاوېې، چې تر اوسه نورو ندي تجربه کړي ټاکي، نو همدا ده چې د لوښي رمز پیدا کوي او خلکو ته ښيي چې لوښی روغ ندی. نو له مرز څخه ها خوا فکر کولو لپاره لاندې ټکي اړین دي.

تل د نورو په پل مه ځئ

که چېرې تل د نورو په پل تګ کوو، نو هغه ځای ته رسېږو چې نور ورته رسېدلي، د مرز څخه ها خوا فکر کولو لپاره لومړی اړین قدم دادی چې، تل د نورو په پل تګ ونکړو او د خپل حرکت لپاره نوې موثرې، مثمرې او مولدې لارې پیدا کړو.

په دې اړه د امریکا د کولورادو پوهنتون، یوه په زړه پورې څېړنه چې په ۲۰۱۴ کال کې یې ترسره کړې شریکوم، دغه څېړنه د ماشومانو په اړه شوې؛ هغه ماشومان چې په ماشوموالي کې چوکاټي او مقیده رویه او کارونه ترسره کوي، کله چې لوی شي نو له ځانه ابتکار او نوښت نشي ښودلی.

له بل اړخه هغه ماشومان چې په وړکتوب کې خپلواکه رویه او کارونه کوي، په لویوالي کې هم خپلواکه او له نوښته ډګ حرکت کولای شي. څېړنه څرګندوي، هغه افراد له مرز څخه هاخوا فکر کولای شي کوم چې تل له شته چاپیریال څخه وځي او د پورتنۍ معما په څېر بیروني چاپیریال کې قدم ږدي.

د منل شوو نظریو په اړه څېړنه وکړئ

له مرز څخه بیرون فکر کولو لپاره بل اړین ټکی دادی چې، هر هغه څه په اړه څېړنه وکړو، کوم چې د ټولنې د نورو وګړو له پلوه، بې له کومې څېړنې او دلیله منل شوي. یوه ورځ ښوونکي یو زده کوونکی له ټولګي څخه بیرون کړ، او د تختې پر مخ یې دوه خطونه چې لومړی خط اوږد او دوهم لنډ و او له ورایه یې توپیر په ډاکه کېده رسم کړل، ښوونکي له نورو زده کوونکو و غوښتل چې کله مو ټولګیوال بیرته تولګي ته را دننه شو، نو ټول به وایئ چې دواړه خطونه مساوي دي، ټولو د ښوونکي په ځواب کې وویل چې هو دواړه خطونه مساوي دي، ورسته یې زمونږ له هماغه ټولګیواله چې بیرون وتلی او بیرته راننوتی و و پوښتل، نوموړي هم بې له کوم فکره وویل هو دواړه مساوي دي. نو ډېری منل شوي نظرونه هم په همدې ډول دي، دا چې نورو بار بار تایید کړي مونږ یې هم تاییدوو.

فکري محدویتونه او کرښې له منځه یوسئ

له مرز ها خوا فکر کولو لپاره اړینه ده، هغه څه له منځه یوسو چې زمونږ د فکر پر وړاندې خنډ جوړوي. دلته د هماغه لوی او کوچني ماهي تجربه د بېلګې په ډول راوړلای شو، دغه تجربه مې په یوه بله لیکنه ( لوی فکر) کې شریکه کړې. یوځل د روان پېژندنې د برخې محصلانو، د ښیښې څخه یو مستطیل ډوله لوښی جوړ کړ، هلته یې یو کوچنی او بل لوی کب واچوه، څه موده ورسته یې د لوښی په منځ کې یوه بله ښیښه، د دیوال په څېر کېښوده او دواړه کبان یې سره بېل کړل، لوی کب به هڅه کوله چې، د کوچني کب خواته لاړ شي، ولې کله به چې د ښیښه یي دیوال سره ولګېد، نو بېرته به شاته لاړ، دغه عمل څو ځله تکرار شو، لوی کب و انګېرله چې نور نشي کولای د کوچني کب خوا ته ورشي، د وخت په تېرېدو محصلانو جوړ شوی دېوال لرې کړ، وېې لیدل کله به چې لوی کب د هماغه دیوال ځای ته ورسېده، نو بېرته به تاو شو او ذهن یې منلې وه چې له دې ځایه نشي تېرېدلای. نو فکري محدویتونه که په هر شکل وی، اړینه ده له منځه یوړل شي که نه نو بیا نشو کولای له مرز ها خوا فکر وکړو.