بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

که د نورو بریالیتوبونه ولمانځئ، نو دا څلور ګټې به مو کړي وي

  • لیکنه: نجما خورمي
  • ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

کله چې ستا یوه ملګري او یاهم نیږدې خپل ترقي کړې وي، یا هم کوم غوره څه یې لاسته راوړي وي او یاهم یوه ښه دنده یې موندلې وي، نو ایا ستا په یاد دي چې په هغه شیبه کې تا څه احساس کړی؟ د خوشالۍ احساس او یاهم که د بخیلۍ احساس؟

ډیرښه، اوس نو خپل وروستۍ لاسته راوړنه او یاهم بریا په یاد راوړه. په هغه شیبه کې به تا د خپل ځان له پاره څومره د خوښۍ احساس کړی وي؟

کله چې د دندې موندنې مارکیټ د سیالۍ په حال کې وي او یاهم داسې احساس کوې، چې ستا عاید مخ په ټیټیدو دی، نو دا هغه وخت دی، چې ښایي ته له ځان سره داسې فکر وکړې، چې ولې زه د هغه بل کس په څیر پیسې نه لرم او یاهم د هغه په څیر بریالی نه یم؟

خو د یوې شیبې له پاره له خپل ځان سره فکر وکړه، چې دا به څومره ښه وي، که چیرې زه د بل چا د بریا له پاره هغومره خوشال شم، څومره چې د خپل بریا له پاره خوشالیږم. ولې؟ دا ځکه چې د نورو خلکو د بریاوو د لمانځلو ګټه دا ده، چې ستا په فکر کې مثبتوالی رامنځته کیږي او تا له ځان کم ګڼلو ژغوري.

د نورو خلکو بریا د خپل ځان بریا ګڼل او یاهم د نورو خلکو بریا ته هومره خوشالیدل لکه د خپل ځان بریا په څیر، څه مانا؟

دا یوازې د چلند موضوع ده. د ویاړلي او مینه ناک چلند غوره کول به له تا سره دا مرسته وکړای شي، چې ته به د هغو کسانو بریاوې او لاسته راوړنې ولمانځې چې یا یې ته پیژنې او یاهم ورسره نیږدې شخصي اړیکې لرې. ځینې وخت ښايي چې دا کار څه نا څه ستونزمن اوسي، خو همدا د مثبت ژوند کولو ترټولو غوره لار ده او کولای شي چې په بدله کې موږ ته ډیرڅه راوبښي.

لاندینۍ څلور ګټې ولوله او بیا وګوره چې څنګه ستا چلند کولای شي ستا روغتیايي حالت ښه کړي:

۱. روغتیا

که چیرې موږ د نورو بریاوې د خپلو بریاوو په څیر ولمانځو، نو په دې صورت کې به موږ په خپل وجود کې د مثبت فکر او خوشالۍ ستره څپه ایجاد کړې وي، چې همدا څپه به وکولای شي د ښه راتلونکي په لور مخ پر وړاندې لاړه شي او وروسته به زموږ په روغتیايي حالت ښه اغیزه وکړي. څیړنې ښيي چې، یو مثبت فکر کولای شي نه یوازې د زړه ناروغۍ مخنیوی وکړي، بلکې له وخت نه وړاندې مړینې نه هم مخنیوی کوي، چې د سرطان، د زړه حملې او تنفسي ناروغیو په ترڅ کې رامنځته کیږي. د روغتیا په برخه کې دا ډول ګټې ثابتې شوي دي او دغو څیړنو دا هم تایید کړې، چې په مثبت فکر کې ځواک پروت دی.

۲. خوښي

د نورو د بریاوو په اړه په هڅاند او خاکساره اوسیدو، موږ داهم کولای شو، چې خوښي ترلاسه کړو. په هڅاند او خاکساره اوسیدو، موږ کولای شو، چې د نورو د بریاوو په اړه د بد نیتۍ پرځای خوشبین واوسو.

د ټای ګوډوین (Tai Goodwin) په وینا، د نورو خلکو د بریاوو لمانځل زموږ اړیکې له هغوی سره لا پیاوړې کوي. نوموړی داهم زیاتوي، چې د ژوند لوړې ژورې له ملګرو او دوستانو سره شریکې وي. ګوډین وايي، که چیرې خلک د دې احساس وکړي، چې ته په رښتیا سره د هغوی لاسته راوړنو او بریاوو ته خوشالیږې، نو هغوی به هم ستا لاسته راوړنو او بریاوو ته مثبت ځواب ووایي.

۳. بریا

د نورو خلکو د بریاوو او لاسته راوړنو لمانځل نه یوازې داچې موږ د خوښۍ لور ته بیایي، بلکې موږ خپلو بریاوو ته هم رسوي. همدارنګه، د نورو خلکو د بریاوو او لاسته راوړنو په لمانځلو سره موږ کولای شو چې په خپل شخصي ژوند کې د فرصتونو څښتنان شو او ګڼ شمیر فرصتونه ترلاسه کړو.

۴. ټینګه اراده

د نورو خلکو د بریاوو او لاسته راوړنو لمانځل، له موږ سره دا مرسته کوي، چې خپل ټینګه اراده لا پیاوړې کړو. امریکايي فوټبالر او روزونکی وینس لمبارډي (Vince Lombardi) وایي، د بریالیو او نورو خلکو ترمنځ توپیر نه د پیاوړتیا کمښت دی او نه هم د پوهې کمښت، یوازې د غوښتنې کمښت دی. د نورو خلکو د بریاوو او لاسته راوړنو د لمانځلو په بدله کې زموږ خپل غوښتنه کولای شي، چې موږ ویښ کړي او خپلو بریاوو ته مو ورسوي.

اوس نو کله چې د نورو خلکو د بریاوو او لاسته راوړنو د لمانځلو په ګټو پوه شوې، نو د لاندینو ټکو په نظر کې نیولو سره عملي بڼه ورکړه:

· داسې درې لارې ولیکه، چې د نورو خلکو بریاوې او لاسته راوړنې تاته موثرې تمامیدلی شي.
· د نورو خلکو بریاوې په مبارکۍ لیک لیږلو، په ټولنیزو رسنیو کې د مبارکۍ پیغام پوسټولو، ډالۍ لیږلو او داسې نورو لارو ولمانځه
· د هغوی د بریا او لاسته راوړنې ښه خبر له خپلې کورنۍ سره په ورین تندي شریک کړه.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل