خواړه

که د قربانۍ غوښې لرئ، نو راځئ ترې داسې کباب پوخ کړئ

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

مشران وايي چې د تازه توتان او د قرباني له غوښې هر څوک برخمن کیږي، په دې معنا که څوک نوره میوه نشي اخیستي، نو توت ارزانه او پریمانه میوه، همدارنګه که چا خپله قرباني نه وي کړي، نور خلک یې ضرور ورته برخه ورکوي.

په دې وخت کې د هرچا په کور کې حتمي غوښه شته هغه کسان چې په نورو وختونو کې د کباب د اخیستو توان نه لري او یا هغه خلک چې هروخت شوروا، یخني یا هم قورمه پخوي، نو راځئ نن کباب پوخ کړئ، موږ یې درسره ډيره اسانه د پخولو طریقه شریکوو:

د اتیاوړ مواد
– د پسه سره غوښه نیمه کیلو
– وازګه( لم) ۱۵۰ ګرامه
– پیاز درې دانې
– لیمو څلور دانې
– مالګه د اړتیا په اندازه
– هوګه دوه دانې

د پخولو طریقه
غوښه او لم په منظمه توګه ټوټه ټوټه کړئ، بیا پیاز او هوګه له ماشین نه وباسئ، د پیازو اوبه چاڼ کړئ، د لیمو اوبه ورته اضافه کړئ، په دې اوبو کې غوښه د ۳۰ دقیقو لپاره په کې اخته (پریږدي) .

وروسته له ۳۰ دقیقو غوښه راواخلئ په سیخانو کې به ټوټه کوښه او یوه ټوټه لم ورکړئ، په همدې توګه ټوله اخته شوې غوښه په سیخانو کې ځای پرځای کړئ، په دې جریان کې په منقل کې سکاره تازه کړئ، وروسته تیار شوې سیخان په اور کیږدئ، هڅه وکړئ چې سکاره ډیر تیز نشي ځکه په که په قراره پخه شي، مزه یې وي او سوځیږي هم نه.
کله چې ټول پاخه شول د ملګرو او کورنۍ له غړو سره یو ځای وخوري خوند به یې لاړ دير شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي