خواړه روغه سټه

که د شین چای له دې ګټو خبر شوۍ، د یوې پر ځای به دوه پیالې وڅښئ !

لیکنه: ياران

ژباړه: حامد مشواڼی

۱- د سرطان مخنيوی کوي
په نړۍ کې د سرطان د یوه انستيتيوت د يوې څېړنې له مخې په چای کې موجود پولي فينولونه کولای شي په بدن کې د تومورونو (سرطاني حجرو) د ودې مخه ونيسي. همدارنګه شين چای د ماورای بنفش وړانګو (َUltra-Violet Rays) پواسطه د بدن د تخريب شويو برخو سره مقابله کوي. څېړنې ښيي په هغو هېوادونو کې چې خلک يې چای څښي د سرطان د پېښو اندازه پکې د هغه هېوادونو په پرتله کمه ده چې خلک يې چای نه څښي. کلينکي څېړنې ښيي هغه کسان چې چای څښي د سرطان په دې ډولونو ډېر کم اخته کېږي: د سينې سرطان، د سږو سرطان، په ښځو کې د تخمدان سرطان، د پانکراس سرطان، د کولمو سرطان، د پروستات غدې سرطان او د معدې سرطان.

۲- د زړه له ناروغيو مو ژغوري
په ۲۰۰۶ م کې د امريکا روغتيايي ټولنې پواسطه يوه ترسره شوې څېړنه ښيي چې په چای کې د پولي فينوليک مرکبات چې د (Catechins) په نوم يادېږي، موجود دي چې د زړه له ناروغيو څخه مخنيوی کوي.

۳-کولسترول کموي
په ۲۰۱۱ م کال کې د خپرو شويو څېړنو تحليل ښيي چې شين چای کولای شي په بدن کې د کولسترولو اندازه راکمه کړي.

۴-حافظه مو قوي کوي
شين چای کافين لري چې دا ستاسې حافظه ويښه او تيارسۍ ساتي او دماغ مو هم پياوړې کوي. همدارنګه په شين چای کې د L-theanine په نامه امينو اسيدونه هم موجود دي چې دا امينو اسيد په دماغو کې د ډوپامين او الفا څپو توليد زياتوي.چې د همدې دواړو د يو ځای کېدو په نتيجه کې ستاسې په حافظه کې د پام وړ بدلون راځي. همدارنګه شين چای له الزيماير او ډيمنشيا ناروغيو څخه مخنيوی کوي. (چېددا دواړه ناروغۍ حافظه خرابوي.)

۵- وزن کموي
کله چې تاسې يوه پياله چای څښئ نو تاسو له ۲۴ ګرامو څخه تر ۴۰ ګرامو پورې کافين اخلئ او کافين شحم سوځونکی تاثير لري. يوه نوې څېړنه ښيي چې په شين چای کې موجود کافين مواد د هاضمې انزايمونه په کراره کوي، چې له دې وجې په کولمو کې شحم پوره نه جذبېږي او د وزن زياتېدو مخه نيسي. که تاسې په بازار کې د وزن کمولو هره دوا اخلئ نو په هغې کې به د شين چای عصاره مواد (Extract) خامخا وي.

۶- په هضم کې مرسته کوي
کلينيکي څېړنې ښيي چې شين چای هاضمي سيستم تنبيه کوي. په شين چای کې شته پولي فينولونه کولای شي چې د هاضمې پروسه چټکه کړي، ميتابوليزم زيات کړي، شحميات وسوځوي او خواړه په اسانۍ سره حل کړي.

پاملرنه!
اوسپنه او فوليک اسيد د مور او ماشوم په روغتيا کې حياتي رول لري خو شين چای په بدن کې د فوليک اسيد او اوسپنې جذب کمزوری کوي. نو له همدې امله بايد امېدوارې ميندې د شين چای په څښلو کې احتياط وکړي. همدارنګه شين چای کولای شي سردرد پيدا کړي، کمخوني پيدا کړي ، د معدې تېزابيت زيات کړي او د ځيګر د ناروغيو امکان زياتوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران