ټولنیز ژوند خوندیتوب کلتور او هنر

که د سولې تنده لرو، نو خوښۍ باید په ډزو ونه نمانځو

لیکنه: الما افغان

ټوپک، باروت، بم او دې ته ورته نورې کلیمې هغه زړه بدونکې الفاظ دي چې په ځینو کورنیو کې يې په اوریدو سم ځینې میندې جوړونکو ته ښیراوې کوي.

زموږ پلرونه او نیکونه د سولې په آرمان د خاورو د خوراک شول، موږ د سولې نوم اوریدلی، خو لیدو ته يې تږي او آرمانجن یوو.

پوښتنه داده چې ولې د سولې راتګ ته مو د زړه له خلاصه کار ونکړ؟
ولې بیا هم موږ د جګړې له دوامه خوند اخلو؟
او کله به موږ په خبرونو کې د مرګ ژوبلې خبر نه وینو؟

که پوښتنې بیلابیلې دي، خو ځواب يې یو دی هغه دا چې د ځان اصلاح د ټولنې اصلاح ده او دا باید ومنو چې سوله په نړیوالو کې نه، بلکې سوله زموږ په منځ کې ده او موږ ته په تمه ده چې خلکو ته يې ښکاره کړو.

دلته خبره د اختر ده!
یوه ځوریدونکې پوښتنه داده چې ولې موږ د کرکټ په ګټلو ډزې کوو؟ ولې موږ د نوې کوژدن شوې ناوې او یا هم د واده په پروګرامونو کې ‌ډزې کوو او ولې موږ د اختر شپې او ورځې د پټاقیو په الوځولو او یا هم د تومانچې په ډزو لمانځو؟؟

ځواب به يې له تاسو سره هرومرو د عامه پوهاوي نشتون او هم د عوامو د روانو جګړو سره عادې کیدل وي، نو ځکه خو يې خوښۍ لمانځل هم د جګړې او نا آمنۍ یوه برخه ګرځیدلې.

که یو څوک رښتیا هم ځير شي، دا موضوع يې دې فکر ته وړي چې نورو خو له موږ خوښۍ واخیستې، نو موږ يې ولې خپله پاتې خوښۍ له ځانونو اخلو، حال دا چې موږ د سولې هیله من یوو او سوله مو د سمو اعمالو ملګرې ده.

مشوره:
دا خو؛ واضح ده چې زموږ دښمنان زموږ د ژوند کولو او آرام دښمنان دي خو موږ باید خپله دوستي په خپل لاس د دښمنۍ ښکار نکړو.

تاسې ډیر ښه پوهیږۍ چې موږ په ډیری اخترونو کې د ځینو ماشومانو، لید، د وجود ځینې نورې برخې او یا هم پوره ژوند اخیستی.

راځئ په هیواد کې ددغو بدو رواجونو د لمنځه وړلو لپاره عملې ګام واخلو او له کوچنیوالې مو ماشومان د ټوپک پرځای د قلم مئېنان وګرځوو.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده