ټولنیز ژوند روغه سټه

که د خوب له دې ګټو خبر شوۍ، په بې خوبۍ به پيښمانه شئ

ژباړن: محمد عزيز پردېس

هر هغه موجود چې کار کوي، غړي يې په حرکت وي او ذهن يې بوخت وي، نو هرو مرو ستړی کېږي؛ د ستړيا د له منځه وړلو لپاره خوب کول د الله تعالی له لوري، انسانانو ته ستر نعمت دی.

دلته مو د منظم خوب د ګټو او ښېګنو لپاره څو لنډې لارښوونې برابرې کړې دي:

– په فرد کې تاوتريخوالی راکموي.
– په ژوند کې د تعادل د رامنځ کېدو سبب کېږي.
– د سردردۍ مخنيوی کوي.
– په کاري ماحول کې ستاسو د پرمختګ لامل کېږي.
– د جسماني روغتيا لامل ګرځي.
– په اشخاصو کې د نوښتيزو کارونو لامل ګرځي.
– د اشخاصو په زده کړو کې د پرمختګ لامل کېږي.
– په شخص کې د منطقي تفکر د غښتلتيا لامل ګرځي.
– د رواني ناروغيو د آرامښت لامل ګرځي.
– د بدني پياوړتيا سبب کېږي.
– د حافضې د غښتلتيا مهم لامل دی.
– د ژنتيکي اختلالاتو د کموالي سبب ګرځي.
– په کورنۍ کې د سالمو اړيکو د پياوړتيا لامل ګرځي.
– ‎روحاً او جسماً به د کار لپاره چمتو ياست.
– د کورنۍ، ملګرو او همکارانو سره به مو رويه ښه وي.
– مطالعې ته مو په هراړخيز ډول چمتو کوي.
– ياد فراموشي او د فکر مغشوشتيا به کمه او ورکه شي.
– فکري تعادل به مو پياوړی وي.
– چې خوب مو پوره وي، نو ذهن به مو په چورلټ ډول د ستونزو د حل لپاره چمتو وي.
– که مو خوب پوره وي، نو دې ته به اړ نه ياست چې د ورځې په اوږدو کې دې د خوب لپاره فرصت ولټوئ.
– د خوب پر مهال مو ذهن خپله انرژي بشپړوي.

دا سمه ده چې ډیر خوب کول هم تاوان لري، خو کم خوب کول بيا دوچنده ستونزې زېږوي؛ غوره به دا وي چې تعادل وساتل شي.

د اوسني عصر د طبابت له اړخه د خوب لپاره تر ټولو ښه او مناسبه اندازه ۷ يا ۸ ساعته ټاکل شوي.

د سهار د لمانځه نه وروسته خوب کول بې ګټې دي او که وخت لرئ؛ د ورځې لخوا د ۱۱ څخه نيولې تر ۲ بجو په موده کې، د نيم يا يو ساعت لپاره خوب وکړئ.

هغه کسان چې خوب يې منظم دی، د روغتيا له لحاظه غښتلي او سالمه دي.

خوب مو فکرا دې چمتو کوي چې ډېر کار او لږې خبرې وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی