که د بریتانیا ملکه ایلزابیت دویمه مړه شي، نو…

د بریتانیا ملکه ایلزابیت دویمه ۹۱ کلنه ده او له تیرو پنځه شپیتو کلونو راهېسې د بریتانیا، کاناډا، استرالیا او نیو ځیلاند ملکه او دولتونو مشره ده.

نوموړې نه یوازې په یادو هیوادونو بلکې په نړۍ کې هم له ځانګړې درناوي برخمنه ده. په ځانګړې توګه بریتانویان لا هم د خپلې ملکي په شمول ددې هېواد شاهي کورنۍ ته په خپل سیاسي او ټولنیز ژوند کې په ځانګړي ارزښت قایل دي.

په دې ورستیو کې د ملکي ایلیزابیت دویمې د عمر زیاتیدو او د هغې د روغتیايي وضیعت کمزورې کیدو ددې د مړینې په اړه اندېښنې زیاتې کړي.

راځئ دلته څو هغه شیان ولولو چې د ملکې ایلیزابیت چې له پنځو شپیتو کلونو راهېسې د بریتانیا په شمول د نړۍ د څو پیاوړو هیوادونو ملکه ده د مړینې په صورت کې په بریتانیا او ورسره تړلو هیوادونو کې پيښیدای شي.

له ۱۹۶۰ م کال راهیسې د ملکي د احتمالي مړینې په اړه بریتانیا کې یو پراخ پلان موجود دی. دې پلان ته د ” لندن پُل ونړید “ یا ( London Bridge is down ) نوم ورکړل شوی.

دا د ملکې د مړینې په صورت کې یو پراخ پلان دی او د بریتاینا له لومړي وزیر سره پرې خبرې کیږي. که د بریتانیا ملکه مړه شي ددې د مړینې د اعلان، ښخولو او نوي پاچا د ټاکلو په اړه د پلان څو مهم ټکي دادي.

شهزادګۍ ایلزابیت ، په ۱۹۴۵ م کال د پوځي خدمت پر مهال

• کله چې ملکه مړه شي، د نوموړې خصوصي سکرتر کریستوفر ګیډټ به لومړنی سړي وي چې خبریږي.

• ګیډټ به د بریتانیا له صدرعظم سره په دې شیفر اړیکه نیسي چې ” د لندن پُل ونړید“
• د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت به له بریتانیا بهر ۱۵ هغو هیوادونو ته چیرې چې ملکه ایلزابیت دویمه ، د دولت ریسه ده او همدارنګه ۳۵ هم ګټو هیوادونو مشرانو ته چې پاکستان او هندوستان هم په کې دي د ملکي د مړینې خبر استوي.

• د رسنیو دفتر به د نړۍ رسنیو ته د ملکې د مړینې خبر او په اړه معلومات ورکوي.
• یو شاطر چې د ماتم جامې به یې اغوستې وي د بکینګهم د ماڼۍ په دروازو به تورې اطلاعیې ټک وهي.

• بي بي سي به په راډیو کې د خبرداری ټرانزمیشن فعال کړی او د ویر هغه ځانکړې موزیک به خپور کړی چې د سلطنتي کورنۍ د مهمو غړیو د مړینې لپاره په ارشیف کې ساتل شوی دی.
• رسنۍ به هغه مخکې له مخکې چمتو شوي راپورونه، فلمونه او فوتي اعلامیې خپرې کړي چې د ملکي د مرګ په مناسبت یې چمتو کړي.

• په بریتانیا کې به تجارتي راډیو ګانې سندرې بندې او د ملکې په اړه به ځانګړې خپرونې پیل کړي.
• د بریتانیا څخه د خپریدونکو تلویزونونو د خپرونو چلونکو به تورې نیکټايي ګانې چې د همدې لپاره یې تل په سټوډیوګانو کې ساتلي پر غاړه کړي.

• بریتانوي رسنۍ په د ملکې د مړینې له خبر وروسته کومیډې شوګانې لغوه او د هغې تر خښولو به یې نه خپروي.
• پیلوټان به په الوتکو کې خپلو مساپرو ته د بریتانیا د ملکي د مړینې خبر اعلان کړي.

• اقتصاد ته د میلیاردونو ډالرو تاوان د اوښتو د مخنیوي لپاره به د لندن د اسهامو بازار وتړل شي.
• د ملکې مړی به د بنکینګهم د ماڼۍ د تاج و تخت خونه ته وړل کیږي او هلته به یې څلور ګارډان ساتنه کوي.

• خبریالانو ډلې به د ګرین پارک په لاندینۍ برخه، کاناډا ګیټ کې د دوی له لارښوونکو سره راټولې وې.

ملکه ایلزابیت له خپل خاوند فیلیپ سره ددې د تاج ګزارۍ په مراسمو کې . ۱۹۵۳ م کال کې

• د بریتانیا ملي بیرغ به پر ټولو ځایونو کې نیم کښو وي. البته د بریتانیا سلطنتي یا رویال سټنډرډ بیرغ به نه نیمکښو کیږي .

ځای ناستی

• د ملکي له مړینې څو ساعته وروسته به بریتانیا د پارلمان دواړه مجلسونه راټولیږي او د نوې پاچا سره به د وفادارۍ لوړه کوي.

• د بریتانیا نوی پاچا چارلز به د ملکې د مړینې په ماښام ولس ته وینا کوي.
• په څلور ویشت ساعتونو کې به د نوي پاچا چارلز د پاچايئ د اعلان د مراسمو لپاره ټیکټونه چاپ شي.

• د بریتانیا د مشرتابه مختلفې شوراګانې او ډلې به د نوې پاچا چارلز دریېم د پاچایئ د اعلان په مراسمو کې برخه ولري.

ملکه ایلزابیت ۱۹۵۴

• د نوي پاچا اعلان به د ټرومپیټونو په غږولو او د توپونو په ډزو وشي.

• د بریتانیا د ملکې له مړینې وروسته په لومړیو نهو ورځو کې به د نوي پاچا د اعلان ځینې روایتي مراسم او ډیپلوماټیکې غونډې وشي.
• نوی پاچا چارلز به اینګلینډ، سکاټلینډ، والز او ایرلینډ ته سفر وکړي.

• له ټولې نړۍ څخه به د هېوادونو مشران او د سلطنتي کورنیو غړي لندن ته د ملکې د تدفین په مراسمو کې د ګډون لپاره ورشي.
• د بکینګهم ماڼۍ څخه تر مال پورې به لوی پوځي پریډ ترسره شي.

• د ملکې تابوت به ویسټ مینسټر تالار ته انتقال شي او د څلورو ورځو لپاره به هلته وي. ددې تالار دروازې به د ورځې ۲۳ ساعته د عامو خلکو پر مخ پرانیستي وي او نژدې نیم میلون وګړي به د ملکي مړی وګوري.
• د ملکې له مړینې نهه ورځې وروسته به په ټوله بریتانیا کې د نوموړې د یاد له مراسمو او د کلیسا له مراسمو وروسته د هغې د تدفین مراسم پیل شي.

• د سهار په نهو بجو به د لندن د لوی ساعت زنګ کړنګ وکړي، له دې سره به د ملکې مړی له ویسټ مینسټر تالار څخه د ښخولو ځای د ویسټ مینسټر کلیسا ته یوړل شي.

د ملکې د مړې تر ښخولو وروسته

• په بریتانیا کې به د ملکې د مړې له ښخولو وروسته ملي ماتم درې ورځې نور هم دوام وکړي.

• د پاچا چارلز د تاج ګزارۍ ورځ به د بریتانیا په کلنیو رخصتیو کې یوه بله ملي رخصتي هم ورزیاته کړي.
• د بریتانیا د ملي سرود کلمې به بدلې شي.

• لا هم په دې اړه یو څه ابهام شته چې د بریتانوي کامنویلټ یا مشترک المنافع هیوادونو مشري به چې اوس یې ملکه کوي له دې وروسته به یې څوک کوي؟ ځکه دا څوکۍ میراثي نه ده. پاکستان او هندوستان هم د بریتانوي کامنویلټ له ۵۲ هیوادونو څخه دي.
• استرالیا به هڅه وکړي چې د بریتانیا له سلطنتي واک ووځي او په یو جمهوریت بدل هیواد شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */