ټولنیز ژوند ژوند بڼه

که دا ۸ کارونه مو وکړل، ښه ژوند به ولرئ

لیکنه: ایمل مړوند

لیکنه: ایمل مړوند

که غواړئ چې ښه روغتیا ولرئ، نو مهمه ده چې د ورځينو چارو ترڅنګ، سهار یا ماښام سپورت کولو ته وخت ورکړئ. مهم نه دی چې تاسې کوم ډول سپورټ کوئ. منډه ووهئ، جیم ته لاړ شئ، فوټبال وکړئ، ولیبال او یا نور…

دا چې تاسې په خپل ژوند بریالي او غښتلي اوسئ؛ نو خپل ځان ته وخت ورکړئ. ممکن تاسې فکر وکړئ، چې د یو ښه او پیاوړي انسان کیدو له پاره تاسې د یوې بلې ښې دندې په لټه کې شئ، یا مو د اوسیدو ځای تغیر کړئ او یا… مګر واقعیت دا دی چې موږ کولی شو چې د ډېرو وړو وړو کارونو په کولو سره، ځان غښتلی او پرمختللی کړو. که چېرې تاسې خوښوئ چې یو غښتلی، بریالی او خوشاله کس اوسئ! نو دې اتو لارښونو ته پام وکړئ!

۱. متمرکز اوسئ
د تمرکز کولو نه دلته موخه داده چې تاسې خپل ذهن ارام کړئ. روغتیا پالان باورلري چې پر یو ځانګړې شي، فکر راغونډول یا تمرکز د ذهن د سکون لپاره پاملرنه ده، په دې مانا چې تاسې په ځينو بهرنیو شیانو فکر د څه شیبې لپاره راغونډ کړئ. د بېلګې په توګه: هر سهار چې تاسې له خوبه پورته کیږئ، د لسو دقیقو له پاره د طبعیت غږونو یا ارامې موسیقۍ ته غوږ ونیسئ؛ خو تاسې باید په دې غږونو دومره تمرکز وکړئ چې نورې خبرې مو ذهن ته رانه شي.

فکري غونډوالی یا تمرکز کول، بېلا بېلې لارې لري. مثلاُ؛ تاسې ان کولی شئ چې د ډوډۍ خوړولو پر مهال په خوله کې د ډوډۍ په ښه میده کولو خپل فکر راغونډ کړئ، یعنې ټول فکر مو همدې ته ورټول کړئ چې په خوله کې مو ډوډۍ ښه میده میده کړئ او بیا يې تېره کړئ. که پرلاره روان یۍ، ددې لپاره چې فکر مو پاشلی نه وي، د خپل بدن او عضلاتو په خرکاتو مو فکر راټول کړئ او په همدې تمرکز وکړئ. د پلي تګ پر وخت کولی شئ چې په خپلې ساه اخیستلو او یا لباس مو پاشلی فکر راغونډ کړئ. یانې په په وړو مثبتو شیانو د څه شیبې لپاره فکر وکړئ چې ذهن مو ګډ وډ نه شي.

۲. کتاب ولولئ
ددې پر ځای چې وخت مو تمامه ورځ په ټولنیزو رسنیو کې مصرف کړئ، ښه ده چې د خوښې یو کتاب مو ولولئ. کتاب لوستل ستاسې معلومات ډېروي او تاسې ته د ویلو ډېرې خبرې لري. که چېرې په نړۍ کې د بریالیو خلکو عاداتونه وڅارئ، کتاب لوستل يې عام عادت دی.

نو که تاسې غواړئ، چې په ژوند کې مو بریالی او هوسا اوسئ، د کتاب لوستل خپل عادت وګرځوئ.

۳. له کوره بهر ووځئ
ایا تاسې د لمر د وړانګو له فایدو خبر یئ!؟ د لمر وړانګې د ویټامین ډي سرچینه ده چې زموږ د وجود په ښه ساتلو کې مهمه ونډه لري. د انسان په وجود کې د غوړو د مخنیوي نیولې، د ګڼو ناروغیو مخنیوی کوي.

د یوې څېړنې له مخې هغه کسان چې په دفترونو کې د کړیکو تر څنګ کینې د لمر وړانګې پرې لږیږي او بهر ونې بوټې لیدلی شي، نه یوازې دا چې خوب یې منظم وي، بلکې په ذهني توګه هم ارام او پرسکون وي.

نو هڅه وکړئ، چې ټوله ورځ په کور یا دفتر کې پاتې نه شئ، بلکې څو ځله ووځئ! او د طبعیت نه خوند واخلئ. ان که لمر ته د کیناستو او بهر د ګرځيدو امکان نه وي چیرته چې اوسیږئ خپل چاپیریال کې ونې، بوټي کینوئ، شنو بوټو ته کتل مو ذهني نارامي له منځه وړي او ورسره پُرسکونه کیږئ.

ارواه پوهان وايي، ان که کولی شئ، په هغه خونه کې چې اوسیږئ، پر دېوالونو يې د شنو بوټو او طبعیت انځور ولګوئ او بیا يې ننداره کوئ.

ددې ترڅنګ هر کله چې چانس په لاس درتلو نو پلی تګ وکړئ ان که څو قدمه هم وي. پلی تګ او د طبعیت ننداره مثبته انرژي درکوي.

۴. د مبایل ټلیفون اړیکه کمه کړئ
مبایل که هر ډول وي، ډېره کارونه يې ستاسې زندګي نارامه کوي. د مبایل ټلیفون د ډېرې کارونې نه ډه ډه وکړئ. دغه ټیکنالوجي نه یوازې دا چې ستاسې ذهن خرابوي بلکې ستاسې په بدن هم ناوړه اغیزې پرې باسي.

نو چې هر څومره له مبایل سره خپله اړیکه کمه کړئ، ذهن مو ارامیږي، روغتیا مو ښه کیږي او ژوند مو ښکلی کیږي.

۵. ډېر خوب وکړئ
منظم خوب، ذهني نارامي کموي او ستاسې ذهن او وجود ته مثبته انرژي ورکوي.

ارواه پوهان وايي، هغوی چې د شپې له خوا پر وخت ویدیږي او سهار وختي پورته کیږي، ارام او پُرسکونه ژوند لري. ځينې څېړنې وايي، ان که وکولی شئ د ورځې له خوا وروسته له غرمې د نیم ساعت لپاره ویده شئ.

۶. خپل افکار مو د کاغذ پر مخ ولیکئ
هغه څه چې ستاسې په ذهن کې دي، که منفي وي او که مثبت د یو کاعذ پر مخ يې ولیکئ. په امریکا کې د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې کله چې تاسې خپل ناسم او منفي فکرونه د کاغذ پر مخ ولیکئ او بیا هغه کاغذ وڅېرئ او ګزار يې کړئ، په دې کار سره مو ذهن له بدو فکرونو خالي کیږي او د سکون احساس پیدا کوئ.

په ټوله کې څومره نعمتونه چې په ژوند کې لرئ، د یو کاغذ پر مخ يې ولیکئ او کاغذ د خپلو سترګو پر وړاندې کیږدئ. کله چې ستاسې نظر په دې کاغذ لګیږي، نو په ژوند کې شته نعمتونو ته پام ورګرځي او منفي فکرونه مو له ذهن نه لرې کیږي.

د لیکلو، ډېرې زیاتې فایدې نورې هم شته، خو دلته مو یوازې همدا څو یادې کړې. مطلب دې چارې ته باید په کم نظر ونه ګورئ. د افکارو لیکل تاسې په نورو برخو کې هم ډېره مرسته کوي.

۷. د نورو نظرونو ته ډېر ارزښت مه ورکوئ
طبعیې خبره ده چې زموږ د زندګۍ په ښه والي او بدلولو کې د نورو نظرونه اوریدل مرسته کوي، خو وروستیو تجربو ثابته کړې ده چې په ژوند کې څومره د نورو نظرونو ته ارزښت ورکوئ، په هماغې اندازه مو ذهني ارامښت خرابیږي او ستونزې مو ډېریږي.

نو بهتره ده چې د نورو په ناسمو قضاوتو پسې ونه ګرځئ، او هغه څه چې تاسې يې خپله کولی شئ، پرې فکر وکړئ، په دې ډول به مو ذهني سکون موندلی وي.
دا چې خلک ستاسې په اړه وايي، دا مهه نه ده.

۸. کالیو، لباس ته مو پام وکړئ
که غواړئ چې په ورځيني ژوند کې ارام او تازه اوسئ، نو ځان تازه یانې فریش وساتئ. تر ټولو مهمه داده چې د خپلو کالیو اغوستلو طرز ته مو ډېره پاملرنه وکړئ. هڅه وکړئ داسې رنګونه وټاکئ چې تاسې ورسره په ذهني توګه د ارامښت احساس کوئ.

تل یو ډول کالي مه په تن کوئ. بدلون په کې راولئ. د وخت او موسم په بدلیدو سره ځان ته کالي انتخاب کړئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ایمل مړوند