ټولنیز ژوند کورنی ژوند

که دا عاداتونه ولرئ، نو هیڅکله باسلیقه میرمنې نشۍ کیدای

لیکنه: الما افغان

لیکنه: آلما افغان

۱- د کور د پاکوالي لپاره محدودیت ټاکل
په یاد ولرئ
د کور پاکوالی د ځینو محدودیتونو پورې تړل مو د بې سلیقه ګۍ نښه ده، لکه:
سبا میلمانه لرو باید کور ورته پاک کړم، راتلونکې اونۍ اختر دی کور به پاک کړم، نوی کال دی کور به پاک کړو او همداسې نور محفلونو لپاره کور پاکول مو بې سلیقه معرفې کوي.

مشوره:
هڅه وکړئ د هرې ورځې پیل د کور د پاکوالي لپاره پیل وګڼئ، دا کړنه مو درته ګټه کوي چې نه ستړي شۍ، نه د میلمه په مخ کې کم راشۍ او نه هم د ډیر کار کولو له امله ناروغه شۍ.

۲- غیر منظمه آشپزي
ښه خوراک، منظمه آشپزي، د ډوډۍ خوړلو پر وخت د لاسونو اوبه اچول، منظم دسترخوان آماده کول او داسې نورې د آشپزۍ اړوند کړنې یواځې د میلمه په مخکې کول او برعکس؛ د میلمه په نشتون کې ددې کړنو خلاف کار کول مو د بې سلیقه توب او بې پروايۍ استازولي کوي.

مشوره:
هڅه وکړۍ یو عادي مګر؛ منظم خواړه تیار کړۍ لکه څنګه يې چې د یو میلمه لپاره کوۍ دغسې د ځان لپاره هم وکړئ.

فکر وکړئ؛
که تاسو یو څه په غیر منظم ډول پاخه کړي وي او همداسې مو په غیر منظم شکل په دسترخوان هم ایښي وي او یو ناڅاپه درباندې یو میلمه راشي نو بیا به څه کوئ؟
باوري یم چې د ډیر شرمنده ګۍ احساس به وکړئ، نو وړاندې تر دې چې ځان ته کم راشۍ د بې سلیقه توب یعنې نامنظم والي فضا له لمنځه یوسئ.

۳- یواځې د خلکو لپاره پاک لباس اغوستل
موږ ټول پدې پوهیږو چې میرمنې د کور ډیر کارونه کوي، نو طبیعې ده چې جامې يې هم ډیرې خیرنې کیږي.

که یوه میرمنه تل د ځان پاکوالې پسې ونه ګرځې او یواځې د میلمنو او یا هم د میلمه کیدو لپاره ځان او لباس پاکول محدود کړي، نو ښه نه کوي، ځکه دا کړنه يي کیدای شي نورو پر وړاندې مو کمه راولي.

مشوره:
د ځان او د لباس پاکوالی مو خپلوانو او دوستانو کره د تګ او د هغوی تر راتګه مه محدودوئ، هڅه وکړئ تل ځان پاک وساتئ، ځکه با سلیقه میرمن نورو میرمنو ته د زده کړې ښه سمبول دی.

۴- د کور په سمبالښت کې د نورو پر وړاندې ځان ناپوه ګڼل
ډیری میرمنې ډیر په ویاړ وايي چې زه لکه د نورو میرمنو په څیر د کور په کارونو نه پوهیږم، په ما مې مور کار ندی کړی او یا هم زه ډیره نازولې یم، نو ځکه ډیری د کور چارې مې ندې زده…
امممممم!!!
دا ویاړ نه بلکې عار دی، ځکه؛ یوه میرمن د کور په کارونو ډیره ښه ښکاري او که فکر کوي چې د کور په چارو ناپوهي نوموړې تر نورو لوړه ښکاره کوي، نو؛ دا یو ډول سهوه ده.
مشوره:
کوښښ وکړئ چې د کور په ټولو چارو پوه اوسئ، ځکه دا ستاسو زینت او ښه شخصیت څرګندوي، بې کماله میرمن هیڅوک نه خوښوي.

۵- د کور چارې بې پلانه مخ ته وړل
بې پروګرامه، بې موخې او بې پلانه میرمن هیڅکله د کور په چارو کې منظمتیا نشي راوستلی، ځکه؛ که یوه میرمن له سهاره د کور په چارو کې بې پلانه لګیا وي، نو؛ پوه شئ چې د شپي تر اخره يې د کور کارونه سم نشي خلاصیدلی او د کور په کارونو کې به ستړې وي، خو؛ د کور چارې به سمې پر مخ نه ځي.

مشوره:
هڅه وکړئ د هرې ورځي لپاره د شپې او یا هم سهار وخته پلان جوړ کړئ، د یو منظم تقسیم اوقات لرل مو چارې منظموي او هیڅکله نه پریږدي چې د نوم مختاړي او یا هم وروستاړي کې مو د بې سلیقه نوم ور اضافه شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده