ژوند بڼه سفر طبیعت له نړۍ

که ترکیې ته لاړئ، ددې سیمو لیدل مو هېر نه شي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

په مخکنیو لیکنو کې مو هم درته د ترکیې هېواد ښارونه او ځینې مشهورې سیمې معرفي کړې وې. دا چې دا یو لرغونی هېواد او د عثمانیانو د امپراطورۍ مرکز و، نو د لیدو لپاره ګڼ تاریخي ځایونه لري. هغه چې له پخوانیو لیکنو پاتې دي دلته یې درته معرفي کوو:

۱- د کتاب ښار


که له کتاب سره مینه لرئ، نو که کله مو ترکیې ته سفر وکړ، نو په استانبول کې دغه ځای ارو مرو وګورئ. داد د ترکیې پخوانی ښار دی چې کولی شئ دویم لاس کتابونه په کې پیدا او تر لاسه کړئ. له یکشنبې پرته دغه بازار ټوله اونۍ د خلکو پر مخ پرانیسی وي.

۲- پاتار


پاتار د ترکیې تر ټولو اوږد ساحل دی. که په اوبو کې مزل کول او چکر وهل مو خوښېږي، پاتار درته تر ټلو ارزانه تمامېږي.که ډېر نیکمرغه یۍ، نو هغه ده چې د لمر ختو او یا هم لمر لوېدو پر مهال به له دې ساحل څخه لیدنه وکړئ.

۳- اني


که ترکیې ته په سفر ولاړئ نو د ورېښمو په جاده کې پخوانۍ او لرغونۍ ودانۍ ارو مرو وګورئ او له لیدو یې خوند واخلئ. دغه ښار د ارمنستان او ترکیې پر پوله د ترکیې په خاوره کې پروت دی چې یو وخت د ارمنستان پلازمېنه وه. په څلورمه پېړۍ کې د زلزلې او دغه راز د مغلو له حملو وروسته دغه ښار له اوسېدو ووت. خو بیا هم په کې د تاریخي ودانیو اثار له ورایه ښکاري.

۴- د پرنسس جزېرې


د پرنسس جزیرې د مرمره په سیند کې د استانبول تر ټولو ښکلي ځایونه دي. په دې جزیرو کې کولی شئ له ښاره لرې د سکوت ژوند تجربه کړئ، ځکه دې جزیرو ته نیږدې د موټرو او نورو نقلیه وسایلو کارول منع دي. خلک کولی شي په دې سیمه کې یوازې هغه وسایل چې ماشین ونه لري وکاروي.

۵- آمفی‌تئاتر آسپِندوس


امفي تیاتر په اصل کې د انتالیا په جنوب کې د مارکوس اورلیوس پاچا د یادښت په توګه یوه کلاسیکه کلا ده. په دې سیمه کې کولی شئ نور لرغوني بقایا هم ووینئ چې تر ټولو مهمه یې همدا امفي تیاتر دی.

۶- لوی بازار


د استانبول په لوی بازار کې چې څه په ذهن کې در ګرځي، له طلا او جواهراتو نیولې تر جامو، خوړو او نورو وسایلو پورې تر سترګو کېدای شي. خو یو څه مو باید په یاد وي، چې په دې بازار کې په نرخونو کې ارو مرو چنې ووهي.

۷- پِرگامون


پرګامون د لرغوني یونان ښار و چې اوس د ترکیې د برګاما ښار او د اژه سیند ته نېږدې د ترکیې د خاورې اړوندېږي. دغه ښار د میلاد څخه مخکې نېږدي پنځمې پېړۍ ته ورګرځي. پرګامون یو وخت د مهمو کتابتونونو مرکز و.

۸- د مصریانو بازار


که سمالو او نویو خوړو د تجربه کولو لېوالتیا لرئ او ترکیې ته لاړئ د مصریانو د بازر لیدل مو هېر نه شي. په دې بازار کې هر ډول خوندورې مسالې او وچې مېوې پیدا کېږي.

۹- د عثماني قالینو بازار


دا په ترکیه کې د پردو او قالینو تر ټولو ستر مرکز دی. په دې بازار کې قېمتونه له زرو ډالرو پیلېږي او تر دوو زرو ډالرو پورې رسېږي.

۱۰- امینونو


د کیښتیو له دغه تم ځای کولی شئ، د اوبو سیل وکړئ او په همدې اوبو کې د ښکلو کیښتیو په وسیله چکر ووهئ. کښتۍ مخکې له دې چې لمر پرېوځي حرکت کوي، تر څو سیلانیان د اوبو له منځ د لمر پرېوتل وویني او له ښکلې منظرې یې خوند واخلي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.