کلتور او هنر

کنګنارناوت؛ که سیاست ته داخله شوم، واده نه کوم

د هندوستان د بالیوډ کامیابه فلمي ستورې کنګنارناوټ د فلمي نړۍ څخه د سیاست په لور قدم اخیستلو باندې فکر کوي.

تر دې وړاندې هم د سپورټ او فلمي نړۍ یو شمېر لوبغاړو شهرت ته تر رسیدو وروسته سیاست ته د مخه کولو پرېکړې کړې.

وروستیو راپورونو له مخې ویل کیږي د هندۍ کرکټ لوبډلې پیلیز لوبغاړي ګوتم ګمبیر هم د کرکټ له ډګره د سیاست ډګر ته د داخلېدو پرېکړه کړېده.
خو تر ګوتم کمبیر وروسته دا دی دا ځل په رسنیو کې د کنګنا رناوټ د سیاست ته د داخلېدو په تړاوو خبرې کیږي.

دغه مشهوره فلمي ستورې وایي، که یې سیاسي ډګر ته د تلو پرېکړه وکړه او دغه میدان ته هم ولاړه، نو واده به ونکړي.

نوموړې په یوه مرکه کې ویلي چې که سیاسي څېره شي، نو نه به واده وکړي او نه به د کورنۍ جوړولو فکر وکړي.

نوموړې سیاست ته د داخلېدو په تړاوو ویلي چې څه موده له فلمونو لرې پاتې شوې او د ارامتیا احساس یې کړی، خو په خبره یې که په ژوند کې ورته د سیاست میدان ته د داخلېدو موقع برابره شي نو فکر به پرې وکړي.

کنګنا رناوت وایي، خپلو خلکو ته خدمت کول یې خوب او خیال دی او هېله لري چې په رښتیا هم دغه موقع پيدا کړي.

د دې په خبره په یوه وخت کې ورته هم د سیاسي او هم فلمي کرئیر لوبول ناممکن دي، خو وایي خپل هېواد ته به خدمت وکړي هر که په هره بیه وي.

دې اداکارې ویلي که چېرته د خلکو او هېواد خدمت کولو په خاطر یې د سیاست لپاره مټې بډ وهلې نو د فلمي ژوند ژوند به هم پریږدي.

د دې په خبره یو سیاست پوه او سیاست کوونکی باید د یوه حکومت او هېوادني خدمت پرته بل څه نه وي.

د نوموړې د سیاسي کېدو خبرې داسي مهال کیږي چې څو ورځې وړاندې د عامر خان سیاست ته د داخلو اوازې تودې وې، خو وروسته بیا نوموړې دا رد کړه او ویې ویل چې اوس وخت کې د سیاست میدان ته د داخلېدو لپاره نیت نه لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی