طبیعت ګټه وټه

کمربندونه ماتیږي

لیکنه: نعمان دوست

د لارې پر سر به د ګلانو څانګې له نازه کږې وې. تا به ویل مُغلي دربار دی او حسینې پیغلې له شاهانه میلمنو هرکلي ته ولاړې دي. له ګلانو اخوا روسۍ ولې ( ابلیټس) به داسې خوا پخوا ولاړې وې لکه غښتليو ځوانانو چې د کوم مهم ځای امنیت نیولی وي. له دې ور اخوا هغه ونې ولاړې وې چې آن خدای ج پرې خپل عظیم الشان قران کې سوګند یاد کړی دی. دا سپیڅلې ونې د زیتون دي. دې ونو یو وخت په نوره نړۍ کې زموږ د هیواد د بې جوړې پیداوارو نمایندګي کوله. دې باغونو ته چې به څوک ور داخل شول، بیا څو ګامه اخوا یو بل نه لیده. ګڼ و او خاښونو یې پر زمکې ګور سیوری جوړ کړی و.

خو، اوس هسې نه ده. اوس د ګلونو ونې تږي دي. د هغوی څانګې ورځ په ورځ ماتیږي. اوس روسۍ ولې وهل شوي. د زیتونو د تحفظ حسین کمربند مات شوی او د زیتون ونې هم لکه په دښته کې ګیر مساپر حیرانې او پریشانې ولاړې دي. هره ورځ د خپلو څانګو د پریکیدو غږونه اوري. د خپلو اره شویو همزولو غمونه ګالي او…

هغه زیتون چې یو وخت به یې منځنۍ اسیا او آن ځینو اروپايي هیوادونو ته تولیدات صادریدل؛ اوس خپلو ښاریانو ته بسنه نکوي. اوس یې د خپل وطن بازارونه په بهرنیو زیتونو ډک دي.

د زیتونو په اړه مې د یوه پخواني کارګر نکل هیڅ نه هیریږي:
موټر کې را سره خوا په خوا ناست و. هغه نکل شروع کړ، ستونی به یې وچ شو، سترګې به یې سرې شوې؛ کله به ما د هغه په ډنډ سترګو کې خپل مخ لیده او کله به هغه زما په سترګو کې د خپل غمجن مخ ننداره کوله. هغه ویل: ځواني مې وه. دا زیتون مو په داسې خوارۍ لویول لکه بیوسه مور چې غبرګوني بچي لویوي. شپه او ورځ مو یوه کړې وه. اول یې د نمونې په ډول قلمې راوړې وې. د ژمي په سړه شپه کې به له خواږه خوبه پورته شوو. شاوخوا به مو ورته اور بل کړ چې ساړه یې و نه وهي. زیتونو نتیجه ورکړه. د زیتونو باغونه جوړ شول. د هر نیالګي په لویدو مو من من غوښه اخیسته. له زیتونو مو شاوخوا د ګلانو ونې کرلې وې چې لیدونکي خوشحاله کړي. روسۍ ولې یې امنیتي کمربند و چې زیتون له بادونو او توپانونو خوندي وساتي. زموږ د زیتونو مثال نه و. موږ څه خبر و چې یو وخت به د جګړې اور بلیږي او دا اور به په ټولې بې رحمۍ زموږ خواري په اوبو لاهو کوي. دا اور به خلک دومره سخت زړي لویوي چې د زیتونو په کمربند پسې به تبرونه را اخلي او آن د زیتونو پر سپیڅلو ډډونو به د تبرونو وارونه کوي. موږ خو دا حالت په خوب کې هم نه و لیدلی.

سړی خاموش شو. شونډې یې رپیدې. لکه خواته چې یې کوم خواخوږی وروستۍ سلګۍ وهي او د وروستي ځل لپاره ورته په ناهیلو سترګو ګوري. شیبه پس یې سکوت مات کړ: ځوانه، داسې وخت راغی چې په خپلو سترګو مې د امنیتي کمربند او زیتونو قتل عام ولید، خو هیڅ مې له وسه پوره نه و. اوس چې خزان وهلو، بې قدره او سپیرو زیتونو ته ګورم هغه لمبې مې پر زړه ګرځي چې په ځوانۍ کې مې د همدې ونو د قَلُمو د ګرم ساتلو لپاره بلولې.

اخ، جګړې!
څه دې وکړل؟ زموږ هستي دې څه کړه؟ تا خو آن زموږ له وطنه د خدای ج د سوګند نښې هم تباه کړې. تا خو ځینې انسانان دومره بزدله، پست او خاین لوی کړل چې په قصدي توګه یې د زیتونو وچولو ته مټې را بډوهلې، زمکې یې ورته غصب کړې. ونې یې ورته تنورونو کې وسوزولې او…

جګړې،
خدای خبر ته به زموږ د وطن د ابرو او عزت څومره نور کمربندونه مات کړې!

محمد نعمان دوست
د وري ۱۷مه، ۱۳۹۷

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نعمان دوست

نعمان دوست تکړه افغان لیکوال، ژورنالیست او ټولنیز فعال دی. دا لیکنه یې په ځانګړې توګه د یاران لپاره ده.