کورنی ژوند

کله کله مونږ د چا په مینه پوهېدلو کې ډېر ناوخته کوو

لیکنه: مهر تاج
  • ژباړه: مهرتاج  –

سهارنی ته ناست و، ما یو نظر وروکاته بیا مې سر ښکته کړ او ورته مې وویل: زه غواړم له تاسره پر یوه مهمه موضوع خبرې وکړم؟

هغې وویل: مهربانې، اورم!

ـ زما یو بل څوک خوښه ده، هغه نجلۍ زما په دفتر کې کار کوي او دا یو کال کېږي، چې زه د هغې په مینه کې راګیر یم. زه د هغې سره واده کول غواړم؛ خو هغه ضد کوي چې لومړی باید تاته طلاق درکړم.. او زه د هغې نه بغیر ژوند نشم کولای..

دا یو دم په غوسه له ځایه پاڅېده، زه پوهېدم چې ددې خبرې زغم د دې لپاره سخت دی؛ مګر ما څه کړی وی، ما هم خپله نوې مینه نشوه پريښودلی،زمونږ تر منځ پدې موضوع زیات جر او بحث وشو، زه په غوسه ترې ووتلم، د شپې هم ناوخته کور ته راغلم، خپلې کوټې ته چې داخل شوم، ګورم چې مخ یې بل طرف ته اړولی پرته ده، ژاړي؛ زمونږ زوی ویده و، زه د دې په حالت پوهېدلی شوم، ځکه خو مې څه ونه ویل او زه هم ویده شوم.

سهار چې کله ما دفتر ته تګ لپاره ځان تیارولو، هغه مې خواته راغله .. غواړم یو څو خبرې درسره وکړم؟

ورته مې کړل: ها، اورم، وایه !

ـ که ته غواړي چې ماته طلاق راکړي، نو سمه ده، څنګه چې ستا خوښه وي، زما درسره رضا ده؛ مګر زه درڅخه یو څه غواړم!؟

ما ورته وویل: فکر مه کوه، زه به دا کور هم ستا په نوم کړم، ضرورت نشته چې ته کوم بل چیرته لاړه شې، همدلته اوسیدلې شي.

ـ نه، داسې څه نه درڅخه غواړم، فقط وایم، چې که ته طلاق راکوي نو یوه میاشت بعد یې راکړه اوس نه.. اوس زمونږ د زوی امتحانونه دي،زه نه غواړم چې زمونږ د طلاق اثر زمونږ په زوی پریوځي او د دې یوې میاشتې په موده کې،کله چې تۀ دفتر ته ځي، نو د دروازې پورې چې زه درسره ځم، په غیږ کې مې وړه؛ لکه څنګه چې دې د واده په اولو ورځو شپو کې کول،هغسې…

د دې دا خبره عجیبه وه، مګر بیا هم ما نه ورته ونه شوه کړی او ژمنه مې ورسره وکړه؛ کله مې چې د دې ژمنې خبره خپلې نوې مینې ته وکړه، هغې ښه ډېر وخندل او بیا یې راته وویل، سمه ده دا کار هم وکړه، هسې هم د یوې میاشت خبره ده، تیره به شي…

د وعدې مطابق چې کله دفتر ته تللم، نو دا مې په غیږ کې واخیسته، دا زمونږ دواړو لپاره ستونزمنه وه، ځکه زمونږ تر منځ اوس ډېر لیرې والی راغلی وه؛ څنګه چې مې غیږ کې پورته کړه تر څنګ ولاړ زوی مو له خوشالی نه چکچکې کړي؛ اله اله، پلار مې مور په غیږ کې واخیسته…پلار مې مور په غیږ کې واخیسته… د دې لاسونه زما له اوږو تاو او سر یې زما په سینه ایښی تر دروازې مې یوړه، بله ورځ مې بیا هم همداسې وکړل؛ خو کله چې به مې هم دا په غیږ کې پورته کوله، زوی به مو له ډېری خوشالی نه الوتلو…

دا سلسه روانه وه، په دغه عرصه کې مونږ یوه ته هم ستونزه نه وه، زما دې دروغحنې مینې زما زوی ډېر خوشالولو…

د وخت په تېریدو سره، زه پوه نه شوم، چې ولې ورځ تر بلې د دې وزن کمېږي…

میاشت تیره شوه، نن زمونږ د طلاق ورځ وه، کله مې چې دا په غیږ کې پورته کړه،دې زما سترګو ته ډېر کتل، دا چې ما خپله مینه نه شوه پریښولای، ځان مې قابو کړ، ورته مې وویل: نن به د طلاق کاغذونه راوړم…

په ټوله لاره مې د دې په هکله فکر کاوه، موټر مې د خپلې نوې مینې کور مخې ته ودرېده، چې زما په تمه وه؛ نه پوهېدم چې نن ولې د دې په لیدو زما زړه خوشاله نه و .
ورته مې وویل: زه تاسره واده نشم کولای، زه د خپلې مېرمنې سره مینه لرم، زمونږ تر منځ شاید د نزدیکیت کمی و، کوم چې په دغه یوه میاشت کې ما احساس کړو، زمونږ په اړیکه کې زمونږ د زوی خوښې نغښتې ده، زه خپله مېرمن نه شم پریښودلای…

دا (نوې مینه) په ما ډېره په غوسه شوه، مګر ما یې پروا ونه ساتله، بیرته موټر ته کېناستم، د ګلانو دوکان څخه مې یوه دسته د ګلانو ګېډۍ راواخیسته او د کور په طرف روان شوم…

مګر کله چې زه کور ته ورسیدم، نو ډېر راباندې ناوخته شوی و؛ هغه چې له دوه میاشتو راهیسې د کینسر (سرطان) له ناروغۍ سره جنګېدله، نن یې د ژوند لوبه بایللی وه … ما شاید د دې د مینې په پیژندلو کې ډېر ناوخته کړی و ډېر… هغه تللې وه، ډېره لیرې…..

زما لپاره یې یو خط لیکلی و:

”زه درڅخه ځمه، اوس ته کولای شي، چې په اسانۍ او بې خنډه، خپلې نوې مینې سره په خوشالی ووسیږي او واده وکړي.

تاته مې « په غیږ کې د اخیستو» خبره ځکه کړي وه؛ تر څو زمونږ زوی دا فکر وکړي، چې تۀ د نړۍ بهترین پلار یې او ستا په اړه همیشه ښه (مثبت) فکر ولري، داسې فکر ونه کړي چې «کله زما د مور ورته ضرورت و نو زما پلار هغه تنها پریښوده او د بلې مېرمنې سره لاړو»

زه ستا نفرت له ځانه سره وړمه، خو د زوی په زړه کې مې ستا لپاره مینه پیدا کومه ځمه…..

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج