کلتور او هنر

کرینه کپور له درې ځلې انکار وروسته، رنویر سنګ سره فلم کې یوځای لوبیږي

کرینه کپور د لومړي ځل لپاره د رنویر سنګهـ سره په یوه فلم کې د کار کولو لپاره رضایت او خوښي ښودلې ده.

تر دې وړاندې کرینه کپور رنویر سنګهـ سره په دریو فلمونو کې د کار کولو څخه انکار کړی و.

وروسته بیا د رنویر سنګهـ دغه درې واړه فلمونه د سینما پر پرده کامیاب ثابت شوي او ښه لیدونکي یې هم پیدا کړي ول.

دا به لومړی ځل وي چې رنویر سنګهـ او کرینه کپور سره جوړه په یوه فلم کې د سینما په پرده راښکاره کیږي، خو تر دې وړاندې کرینه کپور په دريېو غټو فلمونو کې د رنویر سنګهـ سره له کار کولو انکار کړی، خو دا ځل یې نه یوازې رضایت ښودلی بلکې خوښي یې هم ښودلې ده.

رنویر سنګهـ او کرینه کپور به د کرن جوهر په لارښوونه جوړیدونکي فلم کې یو ځای کار وکړي.

هندۍ رسنۍ د کرینه کپور خان له قوله وایي؛ زیاته خوشحاله ده چې د رنویر سنګهـ سره جوړه په یوه فلم کې راښکاره کیږي.

نوموړې اداکاره زیاتوي؛ بالاخره ورته د سنګهـ سره د کار کولو موقع په لاس ورغله او وایې سره له دې چې فلمي نړۍ کې وه، خو ډیر وخت راهیسې یې په فلمونو کې کار نه دی کړی او د ډېرو کلونو وروسته به د لومړي ځل لپاره د رنویر سره یوځای د سکرین پر پرده راښکاره شي.

کپور خان ویلي؛ له یوې اوږدې مودې راهیسې د یوه داسې فلمي ستوري سره راښکاره کیږي چې له ډېرې وړتیا ډګ دی او زیاتوي؛ زما لپاره مهمه خبره دا ده چې د رنویر سنګهـ سره یوځای کار کوم.

نوموړې فلمي ستورې وایي د خپل فني ژوند زیات فلمونه یې د دهرما پروډګشن سره جوړ کړي او همدا لامل دی چې دا ځل یې د کرن جوهر په لارښوونه دې جوړیدونکي فلم کې د کار کولو لپاره زړه ښه کړی.

د یادولو ده چې کرینه کپور وړاندې تر دې د مشهور فلمي لارښود سنجی لیلا بهنسالي په رام لیلا، باجي راؤ مستاني او دل دهړګئ دو په څېرو فلمونو کې د رنویر سنګهـ سره د یوځای کارکولو له امله بخښنه غوښتې وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی