ژوند او ژواک

کرینه کپور: سیف علي خان راته ویلي چې زوی به مې ډیر نه ښکلوم

 

د هندي سینما د وړوکي خان سیف علي خان مېرمن او د بالیووډ ښکلې او مشهوره ستورې کرینه کپور وايي، هره ورځ خپل کوچنی زوی تیمور علي خان کابو ۲۰۰۰۰ ځله ښکلوي.

نوموړې وايي، کله کله خو يې دومره ډېر ښکل کړي چې تیمور علي په تنګ شي او د ځان خلاصولو هڅه کوي.

د تیمور علي مور زیاتوي، زوی يې ډېره ښکلې او معصومه څېره لرې، ځکه يې بار بار ښکلو ته زړه کیږي.

کرینه زیاتوي، زوی يې کله کله له دې امله له هغې د خلاصون هڅه کوي چې ډېرې زیاتې مچې ترینه اخلي، خو د تښتې لاره يې نه وي.

په خبره يې، څو څو ځله ورته سیف علي خان هم ویلي چې هلک دې، په ډېرو مچو اخیستلو نه تنګوي، خو ددې زړه صبر نه کوي چې هره شیبه يې باربار مچې او ښکل نه کړي.

د کرینه کپور په دې خبرو چې په یوه ویډیو کې يې خپرې کړي د هغې مینه وال هم حیران شوي، چې څنګه په یوه ورځ کې هغه خپل کوچنی زوی ۲۰۰۰۰ وارې ښکلوي.

د کرینه کپور او سیف علي خان زوی تیمور علي خان اوس ایله د اوو میاشتو دی او هره وخت د خپلې مور سره په غېږ کې وي او له ځان سره يې هر ځای ته وړي.

دا خبره به دروغ نه وي چې د فلمي ستورو په منځ کې د سیف علي خان او کرینه کپور زوی د شهرت له امله تر ټولو مخکی دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */