سپورټ

کریم صادق؛ د شپږیزې وروسته د فرسټ کلاس سیالیو غوره لوبغاړی شو

د افغان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی اوپنر لوبغاړی کریم خان صادق، چې په دې وروستیو کې د ښو لوبو د نه ترسره کولو له کبله د کرکټ ملي لوبډلې څخه لیرې پاتې شوی دی؛ د افغانستان د کورني کرکټ شپږیزې لیګ وروسته د فرسټ کلاس یا د لمړۍ درجې کرکټ څلور ورځینیو سیالیو کې د ټورنمنټ غوره لوبغاړی ونومول وشو.

کریم صادق د فرسټ کلاس سیالیو په دې ټورنمنټ کې د بند امیر لوبډلې لپاره ولوبید، چې د ۸۱۹ منډو جوړولو ترڅنګ ۱۹ لوبغاړي هم وسوځول او د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ نړیوالې شوره سره ثبت د لمړۍ درجې (فرسټ کلاس) څلور ورځینۍ سیالۍ د لمړي ځل لپاره په روان ۲۰۱۷ م کال کې د هېواد د ۵ زونونو: سپین غر، بوست، بند امیر، آمو او میس عینک د کرکټ لوبډلو په ګډون پیل شوې، چې پکې کریم خان صادق د بند امیر لوبډلې په ګټه ولوبید او په لمړۍ لوبه کې یې سلیزه هم جوړه کړه.

د کرکټ فرسټ کلاس هغه سیالۍ دي، چې د یو هېواد د کرکټ بورډ ترڅنګ د کرکټ نړیوالې شورا سره د لمړۍ درجې د لوبو په توګه شمیرل کیږي او د هر لوبغاړي ریکارډ لکه د یو نړیوال لوبغاړي په څیر ثبت کیږي او هر لوبغاړی د یو نړیوال لوبغاړي په څیر حیثیت لري.

احسان الله ساپی

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی