خواړه د ګټې خبرې روغه سټه ژوند بڼه

د ترخو کریلو10 خوږې ګټې

کریلې د هند په نیمه وچه کې د ګرم موسم یوه له خوندورو او ګټورو ترکاریو له ډلې څخه ده. تریخ خوند لري خو همدا تریخوالی يې ځانګړنه ده چې تر نورو ترکاریو يې جلا کوي.

کریلې یوازې ترکاري نه ده بلکې یوه داسې ګټوره غذا ده چې د انسانانو روغتیا ته ګڼې ګټې هم لري. د تریخوالي له امله کریلې کولمو او معدې ته ډېرې ګټورې دي چې په ټوله کې د هضمې سیستم پیاوړی کوي.

کریلې په جنوبي اسیا کې خلک ډېرې کاروي او خوښوي او د ګرمۍ په موسم کې يې خوراک او استعمال تر بل هر وخت ډېریږي.

په عمومي توګه کریله داسې ترکاري ده که پخه هم شي د خوړلو پر وخت یو ډول تریخ خوند کوي چې د همدې تریخوالي له امله يې ځينې خلک نه خوښوي.

د کریلې جوس یا اوبه تر کریلې هم ترخې لګیږي، خو طیبي څېړنې وايي ګټې يې دومره ډېرې دي چې له دې ټول تریخوالي سره په څښلو ارزي.

۱ ـ سرطانونو مخنیوي کې رول لري

سره ددې چې سرطان یوه خطرناکه ناروغي ده او که پر وخت يې تشخیص ونه شي وژونکې ده ، خو د ځينې ډولونو د مخنیوي له پاره يې د کریلې اوبه ډېرې ګټورې دي.

۲ـ انټي اکسیډینټونه

د انسان د سالمې روغتیا له پاره په بدن کې د انټي اکسیډینټونو شتون ډېر ضرور دی ځکه چې له امله يې له بدن نه زهرجن او مضر مواد وځي او د انسان روغتیا ورسره سالمه او روغه وي. د کریلې جوس ستاسو په بدن کې انټي اکسیډینټونه زیاتوي چې روغتیا مو ورسره ډاډمنیږي.

۳ـ پوستکی ښه ساتي

د کریلې د اوبو څښلو له امله په بدن کې وینه پاکیږي او پر جلد یا پوستکي باندې مثبت اغېز کوي. ښکلی او تازه يې ساتي. هغه کسان چې پرمخ او نور بدن يې وړې وړې دانې یا سپین کۍ راخېژي د کریلې جوس ورته خورا ګټور دي.

۴ ـ د هضمي سیسم پیاوړی کوي

د کریلي جوس داسې مواد لري چې د هضمي سیتم ته قوت ورکوي او کله چې خوراک کیږي ژر او په ښه ډول هضمیږي.

۵ ـ وزن کموي

هغه کسان چې د وزن کمولو په هڅه کې دي هغوی ته د کریلې جوسو څښل ډیر ګټور دي. په کریلې کې د شته فایبر له امله بدن ته منظمه غذا رسیږي چې انسان ورسره صحت مند وي او اضافه وزن نه اخلي.
۶ ـ د بدن د دفاعي نظام غښتلی کوي

د انسان د بدن دفاعي سیستم ډېر مهم ځکه دی چې له امله يې د انسان بدن ته د ډېرو نارغیو د داخیلدو څخه مخنیوی کیږي. نو د کریلې د جوسو یا اوبو څښل د انسان د بدن دفاعي ځواک پیاوړی او غښتلی کوي. کله چې د بدن د دفاعي ځواک غښتلی وي ناروغۍ ورته په اسانه او ژر نه شي داخلیدلای.

۷ ـ قبضیت

هغه کسان چې وخت ناوخت قبض وي او ددې ستونزې له امله کړیږي نو د کریلې د اوبو څښل ورته درمل دي. دوی که هره ورځ د کریلې اوبه وڅښې نو ددې ناروغۍ او ستونزې به خلاص شي.

۸ ـ د شکرې د ناروغۍ مخنیوی کوي

نویو څېړنو ثابته کړې ده چې په کریلو کې انسولین سره ورته یوه ډول ماده ده چې د شکرې د کمولو او له منځه وړلو په برخه کې ښه مرسته کولای شی. همدا لامل دی چې ډاکټران د شوګر ناروغانو ته په ورځيني خوراک کې کریلې هم وړاندیز کوي.

ډاکټران دا هم وايي هغه کسان چې د شکرې ناروغي لري، هره ورځ دي د څلور پنځو کریلو اوبه وباسي او بیا دې وڅښي. روغتیاپالان وايي که د شوګر ناروغان هره ورځ د کریلو اوبه او یا جوس وڅښي د شوګر نه يې رغیدنه ممکنه ده. ډاکټران باور لري چې د شوګر اکثره قربانیان د ناسمو خوړو له امله وي. خو کریله داسې غذا ده چې په خپل ځان کې ټول ضروري او ګټور مواد لري.

۹ ـ زړه روغ ساتي

خپله کریلې او د کریلو اوبه د زړه په روغ ساتلو کې پوره مرسته کوي. ډاکټران وړاندیز کوي که غواړئ چې زړه مو روغ وي او ورسره د وینې د لوړ او ټيټ فشار ستونزه هم ونه لرئ نو وخت ناوخت د کریلو جوس او خپله د کریلو خوارک ته وخت ورکړئ.

۱۰ ـ د فلج او ځينو نورو ناروغیو مخنیوی کوي

د کریلو په اړه طبي څېړنې ښکاره کوي چې کریلې د ګڼو ناروغیو د مخنیوي او درملنې ښه او ګټوره غذا ده. د څېړنو له مخې کریلې د فلج یا کوزڼ د مخنیوي تر څنګ عصابو ته خورا ګټورې دي. د ډاکټرانو په وینا د کریلو د اوبو څښل د انسان عصبي ځواک ته پیاوړتیا ورکوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */