لوبې

کریس ګېل شل اوریزو لوبو کې لس زره منډې جوړې کړې‎

لیکنه: فضل الرحیم رحیمي

د ویسټ انډيزي خطرناک توپ وهونکي کریس ګيل په شل اوريزو لوبوکې ( ۱۰۰۰۰) لس زره منډې جوړې کړې.

د وېسټ انډیز اوپنر توپ وهونکي کریس ګیل لومړنی لوبغاړی شو چې د شل اوریزو لوبو په فارمټ کې لس زره منډې جوړوي.

ګېل دغه ریکاډ جوړولو ته د ای پي ايل سیالیو په جریان کې د ګجرات لاینس لوبډلې پروړاندې په تېزه توپوهنې سره ورسیدو.

کریس ګیل په شل اوریزو لوبو کي شپېته نیمه سليزې او ۱۸ سلیزې لري. په یوه پاڼۍ کې تر ټولو زیاتې ۱۷۵ منډوجوړولو ریکارډ هم له ده سره دی.

کریس ګیل په شل اوریزو لوبو کي شپېته نیمه سليزې او ۱۸ سلیزې لري. په یوه پاڼۍ کې تر ټولو زیاتې ۱۷۵ منډوجوړولو ریکارډ هم له ده سره دی .

کریس ګېل په شل اوریزو لوبوکې ترټولو تېزه نېمه سليزه هم جوړه کړې. په شل اويزو لوبو کې ګیل ۷۳۶ شپږيزو او ۷۶۴ څلورېزو وهلو سره د جدول په سر کې قرار لري .

کريس ګيل ۳۷ کاله عمر لري او په ای پي ايل لوبو کې د بنګلور لوبډلې په ګټه لوبیږي.

کریس ګیل تر دا مهاله پوري ۱۸ کاله کرکټ کړې دي او لا تر اوسه یې خپل کرکټ کولو ته د پای ټکې نه دې ایښې .

دغه ویسټنډیزي برید ګر لوبغاړي تراوسه په ای پی ایل سیالیو کې ۹۶ لوبې او د خپل لوبډلې په ګټه بیا۵۰ شل اوریزی لوبې ترسره کړي

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */