سپورټ

کریس ګیل د حیدر اباد پر بالرانو زړه تش کړ

د هندوستان د کورني کرکټ (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو یولسم پړاو ۱۶ لوبه کې ویسټ انډیزي کریس ګیل د خپل بې رحمه بیټینګ پرمټ د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې بالرانو څخه زور وویست.

د یولسم پړاو (آي پي ایل) سیالیو ۱۶ مه لوبه کې د سنرایزرز حیدر اباد او کینګز ایلیون پنحاب لوبډله سره مخامخ شوې، چې پکې پنجاب لوبډلې په لمړۍ توپ وهنه کې د ویسټ انډیزي کریسټپر هینري ګیل د سلیزې جوړولو سره حیدر اباد لوبډلې ته د ۱۹۴ منډو هدف وټاکلو.

د کریس ګیل په سلیزې ۱۰۴ منډو کې ۱۱ شپږیزې شاملې وې، چې پکې یې ۶ شپږیزې د افعان لوبغاړي راشد خان خلاف ترسره کړې.

کریس ګیل د ۱۰۴ منډو په دې اننګز ترسره کولو سره په (آي پي ایل) لوبو کې خپله ۵ مه سلیزه جوړه کړه.

نوموړي له دې وړاندې په ۲۰۱۳ م کال کې په یو اننګز یا پاڼۍ کې ۱۷۵ منډې جوړې کړې وې، چې تر دې مهاله بل کوم لوبغاړي په یو اننګز کې دومره منډې نه دې جوړې کړې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی