لوبې

د کرکټ نړیوالې شورا غونډې افغانستان ته د غړیتوب زیری ورنه کړ

افغانستان او ایرلېنډ اپریل میاشتې ته پدې تمه انتظار وکړ، چې ګواکې ای سي سي ( د کرکټ نړیواله شورا) به په دې میاشت کې په خپله ناسته کې پر دوی د د بشپړ عضویت( غړیتوب) زیری وکړي، خو د دواړو هېوادونو دغه خوبونه په اوبو لاهو شول.

د ای سي سي په ناسته کې ډیری خبرې د هندوستان او اسټرالیا په مادي مسایلو ور ټولې وې او حتې د افغانستان او د ایرلېنډ په اړه بیخي کومه خبره هم یاده نه شوه.

همدا راز د ناستې یو بل مهم ټکی دا هم و چې په نړیواله شورا کې به یوه ښځه هم دنده پیل کوي.

افغانستان په خپلو بې سارو لوبو ای سي سي او د نړۍ ټولې لوبډلې حیرانې کړې دي، ځکه خو د بشپړ عضويت یا غړیتوب لپاره ټول افغانان او کریکټ بورډ شېبې شماري.

اوس باید افغانستان او ایرلېنډ جولای میاشتې ته انتظار اوباسي چې ای سي سي ورته بشپړ غړیتوب ورکوي اوکنه.

د ای سي سي په تېره ناسته کې شوې خبرې خلکو داسې انګیرلې چې حتماً به د اپریل په میاشت کې افغانستان او ایرلېنډ غړیتوبونه اخلي خو داسې ونشول.

د کرکټ د نړیوالۍ شورا مشرتابه دا اونۍ په دوبۍ کې څو ورځنۍ غونډه لرله چې تر ډیره په دې شورا پورې پورې په تړلو مادي مسلو او امتیازونو راڅرخیده.

د کرکټ د نړیوالې شورا د مشرتابه بله غونډه په جون کې ده، دا چې د جون په میاشت کې به ای سي سي افغانستان ته د بشپړ غړیتوب پریکړه وکړي کنه، هیله ورته شته خو ډاډمنه نه ده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */