سپورټ

کرکټ بورډ کې څه روان دي او مهم لوبغاړي ولې له لوبډلو ګوښه کړی شول؟

لیکنه: احسان الله ساپی

د افغانستان کرکټ بورډ کې د څو کسانو لخوا د کرکټ بورډ د غوراوي ډلګۍ یا کمیټه انحصار شوې ده، چې پکې یې زور د یو شمیر لوبغاړو نه وځي.
له کله نه چې د کرکټ بورډ د غوراوي نوې کمیټه ټاکل شوې ده، له هماغه ورځې څخه را په دیخوا د افغانستان کرکټ بورډ کې ډلګۍ جوړې شوې دي، چې هر یو یې خپل لورې ته منافع او ګټې لټوي.

د نوې کمیټې په رامنځته کیدو سره د ملي لوبډلې مهم کلیدي لوبغاړي هر یو نورعلي ځدران، سمیع الله شینواری، جاوید احمدي، نجیب ترکی،عثمان غني او شاپور ځدران غاړې ته شویدي، په داسې حال کې چې همدغه لوبغاړي په ښه فوم کې هم دي، خو د غوراوي کمیټې په یوه او بله بهانه دغه لوبغاړي د لوبډلې څخه بهر ساتلي دي.

لوبډلې ته د ځوان لوبغاړو په بهانه د نوروز منګل ورور احسان الله جنت د نور علي ځدران، د رییس احمدزي ورور ناصر جمال د سمیع الله شینواري او کریم جنت وخت نا وخت د ګلبدین ناییب پر ځای په لوبډله کې لوبیږي.

پوښتنه دا ده، چې ځوان لوبغاړي په لوبډله کې په کوم معیار باید انتخاب شي ؟
که معیار دا وي چې ځوان لوبغاړي دې کورنی کرکټ ټاپ کړي او ښه کار کردګي دې وکړي، نو د بهیر محبوب او شاهد الله کمال نه بل کوم لوبغاړي کورنی کرکټ ښه ټاپ کړی دی؟

که معیار دا وي، چې یو لوبغاړی دې په لوبډله کې په ۶ یا ۸ سیالیو کې وا ارزول شي، نو د دواړو احسان جنت او ناصر جمال انتخاب په کوم اساس شوی دی، په داسې حال کې چې د دواړه لوبغاړي د تیرو ۱۰ څخه په زیاتو لوبو کې و لوبیدل، خو کار کردګي یې ټوله یوه پنځوسیزه ده.

دا منم چې ځوان لوبغاړي د یوې لوبډلې لپاره بیک اپ وي او باید لوبډلې ته راشي، خو ولې نور ځوان لوبغاړي لوبډلې ته نه غوره کیږي پرته د نوروز منګل ورور، کاکا ځوي، وراره…. او پرته د رییس احمدزي ورور، ماما ځوي او داسې نورو څخه ؟

په وروستیو کې لیدل کیږي، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د څو اشخاصو لخوا په خپلو کې د جوړ جاړي په سر لوبغاړي ور وړاندې کیږي، چې کار کردګي یې صفر ده او هغه لوبغاړي چې د لوبډلې لپاره یې کلونه کلونه خولې تويي کړې دي، د لوبډلې لپاره یې لوبې کړې دي، دوی له۹ صحنې نه د اختلافاتو له کبله بهر دي.

د کرکټ نړیوال جام په غوراوي پړاو سیالیو کې پیلونکی لوبغاړی جاوید احمدي چې د زیمبابوې خلاف په یوه سیالۍ کې ورته موقع ورکړل شوه ۸۲ منډې یې جوړې کړې، سمیع الله شینواري ته چې د ویسټ انډیز خلاف په تمریناتي سیالۍ کې موقع ورکړل شوه ۴۲ ناسوځیدلې منډې یې جوړې کړې، دواړه لوبډلې څخه ډراپ شول او پر ځای یې احسان جنت او ناصر جمال لوبډله کې واخیستل شول، چې دواړو په دوه مسلسل سیالیو کې تر ۱۰ پورې منډې هم جوړې نکړې او افغان لوبډلې د سکاټلینډ او زیمبابوې څخه بدې ماتې هم وخوړې او د نړیوال جام مخکې تګ یې هم ستونزمن شو.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمیټه او د لوبډلې د انتخاب ډلګۍ د لوبې څخه وړاندې خپله فرمایشي لوبډله اعلانوي، چې پکې د اوسني وخت څو لوبغاړو راشد خان، محمد نبي عیسی خیل، رحمت شاه زرمتي او دولت ځدران ته د مسلسل کار کردګۍ له کبله څه ځواب نلري، خو د پاتې نورو ټولو لوبغاړو کرکټ یې ور تباه کړ.

په وروستیو کې مونږ داسې معلومات هم ترلاسه کړل، چې د کورني کرکټ د فرسټ کلاس سیالیو په دویم پړاو کې د قسیم اوریا خیل په نوم لوبغاړی د ټولو لوبډلو د نوملړ څخه ډراپ شوی و، خو د کابل ګرین لوبډلې د مسولینو لخوا یې غوښتنه شوې ده او بیرته یې لوبډلې سره یو ځای کړ.

همدا راز د جاوید په نامه د یو بل لوبغاړي چې د ۱۹ کلنې لوبډلې سره هم مل پاتی شوی دی، د دغه لوبغاړي نوم د لوبډلې د نوملړ څخه د یو بل کس لپاره د لوبډلې څخه ډراپ شوی دی.

خلاصه دا چې که د کرکټ بورډ اوسنۍ د لوبغاړو د انتخاب کمیټه په همدې ډول خپلسرۍ ته پریښودل شي، ډیر ژر به کورنی کرکټ د سقوط سره مخ شي، ملي لوبغاړي به د شاپور ځدران په څیر بغاوت وکړي او ملي لوبډله به ډیر ژر د پوره غړیتوب عضویټ د لاسه ورکړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی