سپورټ

کريس ګېل په يو ورځنيو لوبو کې بل ريکارډ جوړ کړ

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

د ویسټنډیز بریدکوونکی توپوهونکی کريس ګېل تر هاشم املا اوسچن ټينډولکر وروسته د کرکټ په تاريخ کي دريم لوبغاړی شو چې د يوولسو بيلابيلو هيوادونو پر لوبډلو يې سليزي ترسره کوي.

ګېل خپله وروستۍ سليزه، د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام غوراوي سيآليو په لړ کې د عربي اماراتو په وړاندي ترسره کړل، په دې لوبه کې يې په ۹۱ توپونو ۱۲۷ منډي په ۱۱ شپږيزو او ۷ څلوريزو سره ترلاسه کړې.

د سويلي افريقا غوره لوبغاړي هاشم املا پر اسټراليا، بنګلدېش، انګليستان، هندوستان، ايرلينډ،هالينډ، نيوزلينډ، پاکستان ،ويسټ انډيز او زيمابوې ملي لوبډلو په ۱۶۴ يو ورځنيو لوبو کې ۲۶ سليزي جوړې کړي دي.

همدارنګه هندوستاني الراونډر توپ وهونکي سچين ټينډولکر د اسټراليا، بنګلدېش، انګليستان، کينيا، نيميبيا، نيوزلينډ، پاکستان، سويلي افريقا، سريلانکا، ويسټ انډيز او زيمبابوې کرکيټ لوبډلو په وړاندي ۴۹ سليزې ترسره کړيدي.

اسټرالياوی لوبغاړی ريکي پونټينګ د لسو هيوادونو په وړاندي ۲۹ سليزي ترسره جوړې کړي او دېرشمه سليزه يې د ۲۰۰۵ز کال د جنوري په مياشت کي د اسيا يوولسو غوره لوبغاړو په وړاندې ووهله.

ګېل يو له هغو څلورو لوبغاړو څخه دی چي په ټيسټ لوبو کې دوه ځلې ۳۰۰ منډي پوره کړيدي.

د کریسګل د شپږیزو هایلایټس؛

په ۲۰۰۵ز کال کي يې د سويلي افريقا په وړاندي ۳۱۷، او په ۲۰۱۰ز کال کې يې د سريلانکا په وړاندي ۳۳۳ منډي ترسره کړيدي.

کريس ګېل يوازينی کرکيټر دی چې د نړيوال جام په يوه لوبه کې يې دوه سليزې ترسره کړي، د ۲۰۱۵ز کال په يو ورځني نړيوال جام کې يې د زيمبابوې په وړاندي ۲۱۵ منډي ترلاسه کړلې.
خو دغه ريکارډ مارټين ګوپټيل، د ګېل د لوبډلي په وړاندي مات کړ.

کريس ګېل د ۱۹۷۹ز کال د سپټمبر په ۲۱ نېټه زېږېدلی دی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورتي برخه کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي مدثر د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.