عمومي کلتور موسیقي او تصویر

کترینه کیف اوس هم سلمان خان ته اړه ده

د بالیووډ ښکلې ادکاره کترینه کیف تیر کال د ((فیټور)) او ((بار بار دیکو)) له دوه پرله پسې ناکامیو وروسته، اوس سلمان خان ته اړتیا لري.

کترینه کیف پلان لري، چې له خپل جلا شوي ملګري سلمان خان څخه د مشورو په اخیستلو له خپلو پرلپسې ناکامیو څخه غچ واخلي.

سلمان خان چې تازه يې د ټیوب لایټ فلم د شوټینګ چارې بشپړې کړي، د کترینه کیف سره يې ځینې مجلسونه شوې دي.

کترینه کیف لا تراوسه کوم فلم نه دی لاسلیک کړی او تمه لري، چې سلمان خان به ورته د یو غوره او مناسب فلم د لاسلیک لارې چارې برابرې کړي.

کیف اوس په لندن کې د خپلې کورنې سره په رخصتۍ ده؛ خو غواړي چې له راستنیدو سره سم، ځینې مهمې او بهترې پروژې لاسلیک کړي.

وبه ګورو، چې سلمان خان ورته څنګه مشوره ورکوي!

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */