کاناډايي چارواکي وايي، په کیوبیک ښار کې پر جومات برید ترهګر برید دی

د کاناډا صدراعظم جسټین ټروډو ددې هیواد په کیوبیک ښار کې پر یو جومات برید ترهګر برید بللی دی او مسلمانان یې د کاناډا د ټولنې یوه مهمه برخه ګڼلې.

پولیسو وايي، په کوبیک کې په دې اسلامي مرکز د د یکشنبې دورځې د ماښام د لمانځه پر مهال ډزې وشوې. چې شپږ کسان په کې ووژل شول او اته نور ټپیان شول. د برید پر مهال په جومات کې د پنځوسو په شا او خوا کې کسان راټول وو.

پولیس وايي، د برید په تړاو یې دوه تنه نیولي دي.

کاناډايي چارواکي له دې برید سره د ترهګر برید په توګه چلن کوي. او د کاناډا لومړي وزیر جستین ټروډو په یوې اعلامیې کې ویلي، د عبادت په یو ځای کې پر مسلمانانو دا ډول برید غندي. نوموړي زیاته کړې:

” مسلمان کاناډایان زموږ په ملي جوړښت کې مهمه برخه ده، او دا ډول بې مانا بریدونه زموږ په ټولنو، ښارونو او هیواد کې ځای نه لري.“

د کیوبیک ښاروال فیلیپ کویلارډ هم دا یو ترهګر برید بللي. په وژل شویو کسان له ۳۵ کلنۍ تر۷۰ کلنۍ سړي شامل دي. چارواکو ویلي د ځینو ټپیانو وضیعت هم د اندېښنې وړ دی.

تر دې مخکې د رویټرز خبري اژانس ته یو عیني شاهد ویلي و چې په برید کې درې ټوپکوالو برخه لرله. خو کاناډايي پولیس چې دوه تنه یې نیولې وايي، ګومان کوي چې دریم کس په ډزو کې نه و شامل.

ددې اسلامي مرکز د فیسبوک په پاڼه کې له برید وروسته د کوبیک د ښار د بیلابیلو مذاهبو د خلکو د سلګونو هغو پیغامونو مننه شوې چې پر جومات له برید وروسته یې د خواخوږۍ په خاطر ور استولي دي.

کاناډا یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د بیلابیلو ادیانو او کلتورونو پیروان په کې ګډ ژوند کوي او دا ډول پېښې په کې کمې رامنځ ته کیږي.

په دې وروستیو کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوو هیوادونو پر کډوالو بندیز ولګاوه، د کاناډا صدراعظم جسټین ټروډو وویل د هیواد غیږ یې د چا عقیدې او هیواد ته له پامه پرته ټولو هغو کډوالو ته چې د پنا په لټه دي، پرانیستې .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */