ټولنیز ژوند کلتور او هنر

کال نوی نه شو! مونږه زاړه شو…

لیکنه: مهر تاج

هماغه مرور لمر، نن سهار بیا په خاپوړو سر راپورته کړ؛ ماښام له یوه درندو بار غمونو سره دردمن ستون شو، د غرونو په څوکو یې خپل مات وزرونه تیر کړل، کوم نوی زیری، خوږه خبره یې ورته نه لرله..

ـ پیغله لوږې راخیستې وه، له ډوډۍ یې وچه څنډه پرې کړه، تخرګ کې یې ونیوه، پلو یې پرې راخپور کړه، د پیاز غوټه یې راواخیسته، په سوک یې ماته کړله، د برنډې په ژۍ کښېناسته، بې پیشنمې روژه یې ماته کړله…

ـ د کونډې مور په سر څادر نوی نه شو، په چاودو پوندو او زیږو لاسونو یې نکریزې پورې نه کړې،

وایي: کونډې ښځې، باید، شوخ رنګونه په تن نه کړي، سینګار ښکاره نه کړي، دوی باید؛ تتې او زړې ښکاره شي…

ـ چیرته چې نر ذات موجود وي، هلته بیا د ښځې په لوړ غږ د خبرو کولو مجال نشته، زوی به د لوړو زده کړو لپاره اروپا، امریکا ته …ماسټری ته لیږي..

وایي: لور د بل د کور ده، که تعلیم وکړې په درد مو نه خوري، څه فایده؟ دغه کور چې وکړي، مېلمانه وپالي بسنه کوي….

ـ دلته جوالي توب د سکې دوه مخه دي، چې یو طرف یې تعلیم یافته ځوان بل طرف یې بې تعلیمه، فرق یې صرف په نوم کې دی، ګني دنده یې یوه ده …

ـ د ښار په منځ کې څو واړه ماشومان بوجۍ په شا د څښاکو تش بوتلان ټولوي، په ډېران یوه مجله پیدا کړي، ورقي یې اړوې « بستې تر شا ، لوکسې جامې پر تن،خولې له خنداو ډکي؛ ښوونځیو ته روان د ماشومانو انځورونه پکې ګوري…»

فکر کوي چې د دې ښوونځیو مستحق صرف همدوی دي نه مونږ…

بل یې کله یو او کله بل چا پسې منډې وهي؛ ای ماما! ای کاکا، ای خورې، ای خاله! ژاولې اخلئ؟ هن لاسي پلاستیک واخلئ، سودا مو پکې واچوئ.. تر لاسونو یې یخ څاڅي، له پوسته یې خشکي او له لمنې یې خیرې… دوی دا منلي چې دوی د نورو عامو انسانانو په څېر د ژوند کولو ګوندي حقدار نه دي…

ـ حرمونیه!
دا کنځله ولې دومره عادي او عامه ده؟

ځکه چې اویا سلنه د ځوانانو نکاح وې پرته د دوی له رضایته کېږي، په نوم نکاح او په نوم واده پالي، نه یې ارکان پر ځای شوې او نه هم شروط، خپلو بچیانو ته ځکه حرموني وایي…

ـ یوه ډله زړې هیلې لا تر منزله نه وي رسېدلي؛ چې د امیدونو نوی کاروان ورسره ملګری شي، فکرونه د زاړو رواجونو غلامان او نفسونه یې تعبیداران وي، حرکت یې فلج شوی وي، پرمختګ یې د راتګ په تمه شپې رڼوې…

او مونږ د لټۍ په خوب ویده؛ زړونه پدې خوشالوو چې ښکلي خوبونه وینو، دروغجنو تعبیرونو ته وخت تیروو. دا مو هېره کړی چې د ورځې خوب لیدل کوم تعبیر نه لري، ځان تیر ایستنه او وخت اړونه ده.

باید راویښ شو! لږ فکر وکړو..!!
چې ژوند رانه څومره مخکې تللی دی او مونږ ترینه څومره وروستو پاتې یو !؟

یو قدم لا مرګ ته نږدې شو.
یو قدم نور له ځوانی لیرې،
کال نوی نه شو! مونږه زاړه شو…

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج