ټولنیز ژوند زده کړې ګټه وټه

کار او زده کړو ته مو ماشومان داسې اسانه وهڅوئ

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د ماشومانو توانمندي هغه که هلک وي او یا هم نجلۍ له هغه پورته ده، چې تاسو یې فکر کوئ. کله، چې یو ماشوم وکولای شي په کمپیوټر او یا هم موبایل کې لوبه وکړي، په اسانۍ سره کولای شي، چې د کالیو مینځلو ماشین هم روښانه کړي.
خو یو څه باید په پام کې ونیول شي، چې د ماشوم سن ته په کتو سره باید هغوی ته کار وسپارل شي.

د دوو کلونو ماشوم کوم کارونه تر سره کولی شي؟
دوه کلن ماشومان کولای شي، چې په کوټه کې د لوبو ګډوډ سامانونه ټول کړي، چرک شوي کالي د کالیو مینځلو په ماشین کې واچوي، د مېزونو سر پاک کړي او د مېز پر سر کتابونه او کتابچې منظمې کړي.

معلومه خبره ده، چې ماشوم به دغه کارونه هم په سمه توګه تر سره نه شي کړای، خو زموږ موخه پر دوه کلن ماشوم باندې د دې کارونو له کولو داده، چې ماشوم د دغه راز کارونو له کولو خوند واخلي او روږدی شي.

هغه کارونه، چې له څلورو تر پنځو کلنو ماشومانو پور ېیې تر سره کولای شي.
د دغه سن ماشومان کولای شي، چې د خپل خوب بستره ټوله کړي، د کثافاتو ستل په مخصوص ځای کې خالي کړي، د انګړ ګلونو ته اوبه ورکړي او دغه راز پلاستیکي لوښي پرېمینځي.

اووه کلن او له دې څخه د لوړ عمر ماشومان کوم کارونه کولی شي؟
جارو کول، د مېز پر سر د لوښو منظمول او ټولول، په انګړ کې د ونو د پاڼو جارو کول او دغه راز کولای شي، چې د خوب کوټه هم پاکه کړای شي.

هغه کارونه، چې د اتو او ۹ کلونو تر عمره ماشومان یې باید تر سره کړي.
دوی کولای شي، له برېښنایي جارو څخه ګټه واخلي، د خپلې کورنۍ لپاره برګر جوړ کړي او ځینې نور اسانه خواړه تیار کړي، له هر وخت ډوډۍ خوړلو وروسته د ډوډۍ مېز پاک کړي، خپل کالي او د کور موټر ومینځي، د کالیو توکمې وګنډي او دغه راز د خپلې کورنۍ لپاره سهارنۍ برابره کړي.

هغه کارونه، چې د لسو او یا هم له هغه څخه د پورته سن ماشومان یې کولای شي.
د ظرف شویۍ له ماشین څخه د ظرفونو را اخیستل، له تناب څخه د مینځل شویو کالیو را ټولول، له خپلو وړو وروڼو او خویندو څخه ساتنه او دغه راز کولای شي له خپلې مور سره د اشپز خانې په پاکولو کې مرسته وکړي.

باید په یاد ولرئ، چې پورته ذکر شوي موارد یوازې د انتظار تر بریده پورې دي، نه داسې ، چې په اجباري ډول باید تر سره شي.

څه فکر کوئ، چې ماشومانو ته باید د یوه کار په بدل کې پيسې ورکړل شي؟
دا یو بې ځایه فکر دی.
ځکه د کور د ډېرو کارونو تر سره کول د ماشومانو له مسوولیتونو څخه شمېرل کېږي، چې د پیسو له ورکولو پرته یې باید تر سره کړي او روږدي شي.
دا سمه ده، چې ماشومان باید ونازول شي نه د کوم کار په بدل کې، ځکه که ماشومانو ته په ډېر کم عمر کې پیسې ورکړل شي، ان کله کله ماشوم د پیسو څخه د ګټې اخیستلو په چل هم نه پوهېږي، نو لازمه نه ده، چې ماشومان له کار سره د پیسو په بدل کې روږدي کړو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران