لوبې

کابل کې د سولې جام کریکټ سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کریکټ بورډ وايي په دغه سیالیو کې شپږ لوبډلې لوبیږي چې سبا به په رسمي ډول د الکوزي ـ کابل نړۍ وال کریکټ لوبغالي کې پیل شي.

فرید هوتک د کریکټ بورډ ویاند یاران ته وویل: دغه سیالۍ چې د سولۍ په نوم دي شپږ لوبډلې په کې ګډون لري او پنځه ورځې به روانې وي.

هوتک وايي یادې شپږ لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوي دي او ددې جام ټولې سیالۍ به د الکوزي ـ کابل کریکټ نړۍ وال لوبغالي کې ترسره کیږي.

هوتک زیاتوي د سولې جام کریکټ سیالۍ د عبدالرشید ایوبي له لوري د کریکټ بورډ په همکارۍ پیلیږي.

د یادونې ده چې د سولې جام کریکټ سیالیو کې به د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم لوبیږي.

کریکټ څارونکي دغه ډول سیالۍ د کورني کریکټ د ودې او د نویو لوبغاړو د موندولو له پاره ګټورې او مهمې یادوي.

ژورنالیست او د کریکټ برخې څارونکی زیرک فهیم یاران ته وویل: په دغه ډول سیالیو کې نویو لوبغاړو ته زمینه برابریږي چې ولوبیږي او خپله وړتیا ښکاره کړي چې دا چاره د کورني کریکټ د ودې لامل کیږي.

زیرک زیاتوي، هغه کسان په ځانګړي توګه ځوانان چې دغه سیالۍ پر ټلویزیون او یا له نږدې ګوري، هڅیږي او احساس ورسره پیدا کیږي چې سپورټ ته مخه کړي.

د نوموړي په وینا بل خیر یې په کور د ننه د سوداګرۍ له پاره بازار موندنه ده، هغه کسان چې تولیدات لري او دا لوبې سپانسر کوي هغه به خلک ورمات کړي چې کورنیو تولیداتو سره مینه پیدا کړي.

څارونکې همدارنګه کریکټ (سپورټ) د ملي یوالي په ټينګښت او په هیواد کې د سولې پیغام په عامولو کې هم اغېزناکې بولي.

نړۍ وال کریکټ څارونکۍ د افغانستان کریکټ په اړه باور لري چې افغانانو په کریکټ کې په ډېره لنډ او تنګ وخت يې ډېر او تېز مزل کړی دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */