بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند سیاست

کابل کې د افغان علماوو ستره تاریخي غونډه؛ ایا دیني فتوا به جګړه ختمه کړي؟

لیکنه: ياران

لیکنه: ارشاد رغاند

د افغانستان دوه نېم زره دیني عالمان، چې د دوشنبې په ورځ د کابل د لویې جرګې په کېږدۍ کې ټول شوي وو، د یوه تاریخي ګام په توګه په افغانستان کې د روانې جګړې خلاف فتوا ورکړه.

دوی په دغه فتوا کې روانه جګړه تپل شوې وګڼله او ملکیانو ته یې پرله پسې اوښتي زیانونه وغندل.

افغان عالمانو د سولې لپاره د ملي یووالي حکومت کړي وړاندیزونه او جوړې کړې طرحې وستایلې او غاړه ایښودل یې ورته د وسله والو طالبانو وجیبه وګڼله.

د فتوا نور مهم ټکي څه دي؟ افغان علما ولې په دومره ځنډ د غفلت له خوبه وېښ شول؟ او دا فتوا به عملاً د روانې جګړې په کمزوري کولو او ملا ماتولو کې څومره رول ولري؟

په دې لیکنه کې هڅه کوو، دې پوښتنو ته لنډ ـ لنډ ځوابونه ومومو:

فتوا ته یوه ځغلنده کتنه
د افغان دیني عالمانو دا تاریخي فتوا، چې په ۲۶ مخونو کې صادره شوې، د قرآنکریم د ګڼو آیتونو او احادیثو ترڅنګ پکې د افغانستان له اساسي قانون څخه ګټه اخیستل شوې.

د قرآنکریم په آیتونو او حادیثو کې د سولې اړتیا او ګټې بیان شوي او د اساسي قانون په مادو کې هغه احکام راغلي، چې په څرګندو ټکو اسلام د افغانستان سره کرښه او تر ټولو ستر ارزښت او قانون ګڼل شوی دی.

فتوا دغه راز له اسلام سره د افغانستان د تاریخي پس منظر او فداکاریو یادونه کوي، همدا شان د روانې جګړې منفي پایلو ته، چې په وحشیانه او بې ګناه ډول بیا ـ بیا د لسګونه زره افغانانو د شهادت سبب شوي، کتنه شوې ده.

په فتوا کې د سولې په اړه د حکومت هڅې او وړاندیزونه د دیني علماوو له نظره مثبت ارزول شوي او دلایل یې بیان شوي.

افغان عالمانو همدا شان له ټولو هغو معتبرو نړیوالو دیني مراجعو څخه مننه کړې، چې په افغانستان کې د سولې غوښتنه یې په دیني لحاظ حمایه کړې. دوی له نورو دیني مراجعو هم غوښتي، چې د ورته ملاتړ څرګندولو لپاره خپله اسلامي وجیبه ادا کړي.

تر اوږده قتل عام وروسته ویښتیا
وسله وال طالبان، چې له نیږدې یوې نېمې لسیزې راهیسې د «جهاد» په نوم په افغانستان کې جګړه کوي، د دې جګړې د مشروعیت لپاره تر هرڅه ډېر له دیني روایاتو استفاده کوي.

د دوی په دغه اوږده جګړه کې د ټولو وژل شویو افغان ملکیانو، دیني علماوو، قومي مشرانو، ملي امنیتي ځواکونو، چارواکو او نورو قشرونو د دقیقو تلفاتو دقیقه شمېره نه ده معلومه، خو هر څو میاشتې وروسته په اړه خپریدونکي راپورونه د زرګونه تنو د شهادت خبره کوي.

بل لور ته: داسې ورځ نه وي، چې د افغان حکومت هره امنیتي اداره د هېواد په لږ ترلږه شلو ولایتونو کې د لسګونه طالب او نورو وسله والو د وژلو، ټپي کولو او یا یې په خپل منځي جګړو او خپل لاس کړو ماینونو د وژل کیدو خبر ور نه کړي.

له رسمي ارقامو ور اخوا د افغانستان په هره کوڅه او بازار کې سرلوڅې کونډې، پښې یبله ماشومان، معیوب او معذور ځوانان او نور خیر غوښتونکي، ویجاړې ودانۍ، کنډر شوي سړکونه، د سختو امنیتي تدابیرو نښې، له کوچني تر بوډا له هر چا سره د ځانمرګي او چاودنې وېره او بالآخره د یوه کلي په یوه هدېره کې څنګ په څنګ د افغان سرتېري او طالب د قبرونو موجودیت د روانې جګړې د وحشت اوج ښيي.

د افغانانو له ورځیني عادي ژونده تر ټولو بنسټونو ( روغتیا، معارف، اقتصاد…)داسې برخه نشته، چې جګړې پرې سیوری نه وي کړي. جګړه د افغان انسان د ژوند د یوه تر ټولو مهم خو بد مرغه واقعیت په توګه د دوی پر فکر، روان او هرې محاسبې دومره اغېز کړی، چې نهایي حد یې ګڼلای شوو.

د افغانستان نیږدې هروګړی که هره ورځ نه وي په اونۍ کې یوه ورځ خامخا د جګړې له کبله د خپل یوه وژل شوي خپلوان د ویر په ټغر کیني، یا یې د ټپي ځان د پرهرونو پوښتنې ته ځي.

دلته نیږدې هر څوک، چې هر چېرته وي فکر یې ښوونځي ته د خپل ورغلي اولاد ژوند ته وي، له هرې چاودنې سره سلګونه تنه د پېښې په ځای کې د خپلو شناخته وو حال اخلي او تر هر څه ډېره بده دا، چې له کلیو تر ښاره د جوماتونو مراجعین د چاودنو او بریدونو له ډاره څو چنده کم شوي دي.

دا پرله پسې فاجعې له کلونو راهیسې روانې وې، د افغانستان هیڅ فرد له هغه وخته تر دې وخته د جګړې له دې بدمرغیو ځان خوندي نه احساسولی شو او نه یې اوس احساسوی شي.

د دې وضعیت په غېږه کې لا ډېر پخوا د فردـ فرد او په ځانګړي ډول د دیني علماوو مسولیت و، چې د ټولنې د معنوي او مذهبي رهبرانو په توګه یې په منسجم ډول خپل غږ پورته کړی وای، خو له بده مرغه څه د دوی بې تفاوتۍ او څه د سیاسي حاکمانو مصلحت بازیو او د جګړه مارو پر وړاندې د غوڅ دریځ تشې دا زمینه نه وه مساعده کړې.

فتوا به اغېز وکړي؟
که وویل شي، چې د علماوو له دغه فتوا سره به سمدستي جګړه ختمه او هر څه ګل وګلزار شي؛ تېروتي به یوو، ځکه دا جګړه چې طالبان پکې په ملي کچه د سون توکیو په حیث کارول کیږي، له دې ور اخوا پراخ سیمه ییز او نړیوال اړخونه لري.
خو د جګړې ختمولو لپاره دا فتوا یو اساسي ګام ځکه کیدای شي، چې وسله وال طالبان او نور حکومت ضده وسله والې ډلې خپلو فعالیتونو ته دیني توجیه پلمه کوي.

د افغان دیني عالمانو له دغې سراسري، پیاوړې او معقولې فتوا سره حتمي ده، چې د وسله والو طالبانو په لیکو کې د پاشلتیا او هوښیارتیا د نورو عواملو ترڅنګ د علماوو پریکنده غږ تېروتو جنیګیالیو ته په سم ذهنیت ورکولو کې فوق العاده اغېز لري.

 

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران