ټولنیز ژوند سیاست

ښځې او ټاکنې؛ د منفي او مثبتو دریځونو یوه ارزونه !

د ټاکنو خپلواک کمیسون خبر ورکړی، چې د افغانستان په ۱۳۵ ولسوالیو کې هیڅ یوې کومې ښځينه د ولسوالیو شورا ټاکنو ته کاندیده شوې نه ده .

د کمیسون غړي او ویاند حفیظ الله هاشمي ویلي، چې د ولسوالیو شوراګانو ته په ټول هېواد کې ۳۷۳۱ تنه نوماندان دي، چې ۲۷۱ تنه یې ښځینه دي .

افغانستان ټولې ۳۸۹ ولسوالۍ لري. د اساسي قانون له مخې د ولسوالیو د ټولو شوراګانو ۲۵ سلنه غړې باید ښځينه وي .

د ټاکنو خپلواک کمیسون د ولسوالیو شورا په ټاکنو کې له کاندیداتورۍ سره د ښځینه وو کمرنګه لېوالتیا د اندیښنې وړ ګڼلې او ویلي، چې د نا امنۍ ترڅنګ، دودیزې ستونزې، د شورا غړیتوب ته تر دولسم ټولګي د زده کړو شرط او همدا شان د ولسوالیو شوراګانو د امتیازاتو او دندو په اړه د لازم وضاحت تشه د دې کمرنګې لېوالتیا لوی لاملونه دي .

د ولسوالیو شورا د کاندیدانو په لیست کې د ښځینه وو د کمرنګه حضور ستونزه، لکه د ټاکنو کمیسون چې ویلي په یو ډول خامخا حل او په دې اړه د قانوني احکامو د تطبیق سمه یا ناسمه زمینه برابره شي .

څه، چې د یوې دایمي یا منځ مهالې ستونزې به په توګه به موږ ورسره مخ یوو، دا به وي چې ولې په بېلا ـ بېلو بهیرونو او له لویه سره په ټولنه کې د ښځینه وو د ونډې په اړه د افراطي او تفریطي نظر موجودیت دی .

دودیز لیدلوری

په افغانستان کې په دودیز ډول له پخوا راهیسې د ښځو په اړه ښه نظر نه دی موجود، دغه لیدلوری تر ډېره ښځو ته د یوه اضافي، بې ضرورته، د شرم وړ او حتا په غیر انساني نظر ګوري.

(ښځه یا په کور ده، یا په ګور) متل، چې اوس هم له بده مرغه دود پاله خلک یې د ښځو په اړه ډېر کاروي، د دغه لیدلوري تر ټولو ښه استازیتوب کوي .

ښځو ته په مختلفو برخو، حتا د اسلامي ارزښتونو خلاف د ژوند ملګري د انتخاب په اړه یې د پریکړې د حق نه ورکول، د زده کړو، کار او ګڼو نورو بشري حقونو څخه محرمول او د ډېرې عادي تېروتنې یا تش سو تفاهم له کبله د دوی وژل په ټوله کې د ښځو په اړه زموږ د دودیز لیدلوري عمده ستونزې دي .

د دودیز لیدلوري پلویان ښځې له هر ډول حقونو بې برخې او ویلای شوو، چې د نارینه وو د وینځو یا غلامانو په سترګه ګوري. له بده مرغه دا لیدلوری یوازې د نارینه وو تر ذهنونو او اعمالو محدود نه دی؛ بلکې په ډېرو سیمو کې خپله ښځینه ځانته په دې ارزښت قایله شوي .

د دغه لیدلوري اغېزې په غیرشعوري ډول دومره پراخې دي، چې له ځینو روڼ اندو ښځینه فعالانو څخه هم په خبرو کې د ښځینه ضد خبرو بېلګې اوریدل شوي. (په دې سړی څه ووایي) ، ( زما مېړه ما ته د کار اجازه راکړې) او دې ته ورته هغه اصطلاحات دي، چې وخت په وخت زه ورسره مخ شوی یم او د ښځینه حقونو د فعالانو له خولې مې اوریدلي .

ښځو ته د لومړیتوب لیدلوری

په افغانستان کې د نیږدې دوه لسیزو را په دیخوا، چې د دیموکراسۍ له شعار سره د ښځینه حقونو د تامین ژمنې او هڅې چټکې شوي، د دودیز لیدلوري ترڅنګ د دوی په اړه دا لیدلوری هم عام شوی، چې ښځینه وو ته پر نارینه وو لومړیتوب ورکړل شي .

دا لیدلوری د دودیز لیدلوري برابر په افراطي او پارونکي ډول تعقیب شوی او د عملي کیدو لپاره یې کار شوی دی .له بده مرغه دغه لیدلوری هم د دودیز لیدلوري په شان افغان ښځو ته ښې پایلې نه دي ورکړي .

د دې لیدلوري تر چتر لاندې ډېرځله هڅه شوې، چې له بهرنیو مرستندویانو څخه د ښځو په نوم پروژې ترلاسه او په نمایشي کارونو سره هغوی ته ډاډ ورکړل شي، چې افغان ښځې په عاجل ډول بدلون منونکې دي او په دې اړه شوې هڅې پایله لري .

البته دا یو جدي واقعیت دی، چې افغان ښځې په خپل ژوند کې بدلون غواړي، دا بدلون یې هم حق او هم مسولیت دی، خو دا چې بدلون به په کومه بڼه وي په دې اړه د دودیز لیدلوري د مخالفینو او په ټوله کې د افغانستان د عیني واقعیتونو ترمنځ ډېر واټن شته .

د دې واقعیتونو د توپیر لوی دلیل دا دی، چې افغان ښځې بدلون غواړي، خو د بدلون لپاره د دوی ترمنځ معیارونه له یو بل سره ډېر فرق لري .

ډېرې داسې سیمې شته، چې د طالبانو د واکمنۍ له سقوط څخه مخکې هم پکې ښځينه وو ته د زده کړو زمینه برابره او تر یوه ځایه دوی له خپلو حقونو څخه خبرې وې . یا په طبیعي ډول داسې سیمې وې، چې نارینه وو یې د ښځو په اړه د نورو سیمو په پرتله نرم دریځ درلود .

دې ته په کتو سره د دوی په سیمه کې د ښځینه وو لپاره د خدمت یا اسانتیا برابرولو معیارونه له هغو سیمو سره فرق لري، کومې چې یا یې خلک په طبیعي ډول د ښځو په اړه توند مزاجه او د ناسمو دودونو لرونکي دي، یا یې په سیمو کې د ښځو د حقونو لپاره هڅې او اسانتیاوې په لومړنیو پړاوونو کې دي .

د دې بحث د نچوړ په توګه ویلای شوو، چې د افغانستان د ولسوالیو شوراګانو د ښځینه کاندیدانو نېمګړی او حیرانونکی نوملړ د ښځو په اړه د ټولو ترسره شویو کارونو له جدي ستونزو څخه پرده پورته کوي .

دا بېلګه څرګندوي، چې د ښځو د حقونو په اړه که د دودیز لیدلوري خاوندان افراطي او حتا غیر انساني چلند کوي، په ورته وخت کې د ماډرن لیدلوري لرونکي هم غیر واقع بینانه او خیالي چلندونو ته مخه کړې ده .

دوی تراوسه د افغانستان عیني شرایط، ممکن بدلونونه او په ټوله کې د ښځینه وو په اړه په ملي کچه ټولمنلي معیارونه او واقعیتونه نه دي درک کړي .

همدا وجه ده، چې په ټولنیز ژوند، سیاست او نورو بهیرونو کې د ښځینه وو د ونډې په اړه د دوی محاسبې غلطې را خیژي او له ننګونو سره مخ کیږي .

دا وضعیت ایجابوي، چې د قوانینو ترڅنګ د عملي کارونو په برخه کې هم د افغان ښځو په اړه ټولې وړاندوینې له سره وارزول شي او د دوی عیني شرایطو ته په کتو سره د دوی د ژوند د انساني کیدو، پرمختګ او ظرفیت لوړیدو لپاره نوي مناسب چوکاټونه رامنځته شي .

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.