ټولنیز ژوند زده کړې کورنی ژوند ګټه وټه

ښځه او د کور مدیریت: څو لارښوونې چې باید ټولو میرمنو ته ورسول شي

لیکنه: الما افغان

موږ ټول پدې پوهیږو چې، د یوې ادارې، ټولنې، هیواد او ترټولو مهمه خبره چې ددې ټولو هغو بنیاد او بنسټ بلل کیږې کورنۍ ده او د دوی د بریالیتوب راز په سمې رهبرۍ او مدیریت کې دی.

اوس پوښتنه داده چې میرمنې د کورنۍ په مدیریت کې څه رول لرې او لاسته راوړنې به يې څه وي؟

۱- د کورنۍ په مدیریت کې د میرمنې رول
میرمن که ښه مدیریت وکړي، نو یوه ټولنه به سمه وروځي او که يې ناسم مدیریت وکړ، نو یوه ټولنه چې د نوموړې اولادونه کیږي د تباهۍ پر لور روانولی شي.

میرمن باید لومړی کوښښ دا وکړي چې د خاوند زړه او باور لاسته راوړې او هیڅکله يې د ماتولو فکر ونکړي، ځکه چې خاوند د باور او مینې په فضاء کې له کوره د وتو په صورت کې ټول مسوولیتونه او واکونه د میرمنې په لاس کې پریږدي او ورڅخه يې د سمې رهبرۍ هیله کوي.

که میرمنه د کورنۍ سمه رهبرې وکړي د کورنۍ نور غړي به يې تر تسلط او آمر لاندې کارونه کوي او له ناسمو چارو ترسره کولو به ځانونه ژغوري.

۲- د کورنۍ په مدیریت کې د میرمنې اړتیا
کیدای شي په نارینه واکې سیمو کې ډیری وګړي په دې آند وي چې، نارینه وي، نو میرمنې ته د مدیریت څه اړتیا؟ مطلب دوی داسې مفکوره لري چې میرمنې ناپوه دي، دوی له کوره ندي وتلي او نه يې څه لیدلي، نو مدیریت به هم نشي، کولای، خو نه دا ناسم فکر دی، موږ باید دا ومنو که میرمنه سمه شي، نړۍ له ځانه سره اصلاح کولای شي او که ناسمه شوه نړۍ ورانوي، ځکه؛ دلته يې ښه مثال د اولاد تربیه ده، خو که نارینه ترې صلاحیتونه واخلي نو لیرې نده چې د اولاد په تربیه کې يې ضعیف والی راشي او ښه ونه روزل شي.

دا باید ومنو چې په کورنۍ کې د میرمنو مدیریت ته پوره اړتیا ده او نارینه باید ترې دا واک وانخلي.

۳- د کورنۍ په مدیریت کې د میرمنو د بریا راز
کله چې خاوند له کوره د نفقې پیدا کولو لپاره له بهر وځي، نو میرمنه باید د خپل اولاد لپاره هم مور شي او هم پلار، دا توپیر باید نه وي چې زوی يې ښه او لور يې بده یا برعکس؛ لور ښه زوی بد دی، دلته ضرورې ده چې میرمنه خپل اولاد ته یوشان نظر وکړي.

که اولاد ښوونځې ته لیږي ترې پوښتنه وکړي چې څه دې زده کړي؟
که يې زوی بهر سوده پسې ځې پوښتنه ترې وکړي چې څومره پیسې دې خرچه او څومره اضافه شوې، ترڅو که زوی يې ترې پیسې اخلې هم، نو مور پرې خبره اوسي، که نه نو؛ زوی بد اموخته کیږي.

دې سره په څنګ کې میرمن باید به خپلو اولادونو پوره کنټرول ولري او ناخبره ترې پاتې نشې.

میرمنه په ښه مدیریت کې کولای شي خپل اولادونه سالم وروزي او د هغوی غوښتنو ته سمه رسیدنه وکړای شي.

که میرمنې ته خاوند ټوله ګټه یا تنخوا په لاس کې ورکوي نو؛ د هغې څخه باید سپما ولري.

۴- په کورنۍ کې د میرمنې په مدیریت کې د نارینه مرسته
نارینه باید د میرمنې په مدیریت کې پوره ونډه واخلي، که میرمنه د خپل اولاد د سمې روزنې لپاره شپه او ورځ بې خوبې کوي، نو خاوند هم باید ورته پوره امکانات برابر کړي او د خپلې میرمنې لاسنیوی وکړي.

که میرمنه خپلو ټولو کارونو ته په یو وخت سمه رسیدنه نشې کولای خاوند باید د همکارۍ پرځای غوسې پرې ونکړي.

که غواړۍ میرمنه مو د کورنۍ ښه رهبره او مدیره اوسي، نو د خپلو اولادونو پرمخ يې مه رټۍ او مه ښکنځۍ، ځکه دا يې د مدیریت د ضعیف والي لامل کیږي او په راتلونکې کې يې د ماشومانو په عامه اصطلاح سترګې ترې نه سوځې او هره خبره او نصیحت به يې ورته بې ارزښته ښکاري.

۵- د کور مدیره باید څه وکړي، ترڅو يې خاوند په مشورو عمل وکړي؟
په دې برخه کې تعلیم ډیر مهم دی او د تعلیم ترڅنګ پراخ ذهن، استعداد او سالم عقل هغه څه دي چې میرمنه په خپل مدیریت کې د خاوند پر وړاندې بریالۍ کوي او دا ددې باعث ګرځي چې خاوند دې د میرمنې مشورو ته غوږ ونیسې او عمل دې پرې وکړي.

تاسو ته بهتره معلومه ده چې موږ تل دا خبره کوو چې د کامیاب خاوند تر شا د کامیابې میرمنې لاس وي او د میرمنې کامیابي د هغې په سم مدیریت کې ده، کله چې میرمنه د کورنۍ سمه مدیره وي نو خاوند يې خپله د هغې مشورو ته غوږ نیسي او هم ترې مشورې غواړي او عمل پرې کوي.

یادونه:
میرمنه باید بې ځایه ناز ونکړي
میرمنه باید تل ځان کوچنی، کوچنی نکړي
میرمنه باید ځان ساده او ناپوه ونه ګڼې
میرمنه باید د خپلو حقوقو ناخبره پاتې نشې
میرمنه باید بار، بار تیروتنې ونکړي
او میرمنه باید په پوره هوش او حوصلې خپل کور اداره کړي او دا هڅه دې وکړي چې د کور واک دې په خپل لاس کې ونیسې ترڅو نور پکې مداخله ونکړي، که یاد ټکې عملې کړئ، نو یوه بریالۍ مدیره او میرمن به اوسۍ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده