ټولنیز ژوند

ښاري ژوند ولې نارامي زیږوي؟

« د شپې کابو ۱۰ بجې به له کوره غلی ووتم، یو دوه کیلومتره لرې به د سیمټو سرای ته لاړم، د سهار ملا اذان پورې به مې مزدوري وکړه، له ټیلرو مې سیمنټ کوزول، بې خوبي او ستړیا دواړه را په غاړه وو، د کار په پای کې به مې د کار مزد، چې ۲۰۰ افغانۍ کمې یا زیاتې جوړیدې، واخستې. په ۲۰۰ افغانیو به مې د ژوند ډيرې اړتیاوې پوره کیدې او ذهناً به هم ارام وم.

اوس دوه ځایه دنده لرم، معاش مې هم شکر ډیر ښه دی، کله کله له وخت څخه په ګټه اخستلو درېیم ځای هم کار وکړم، ډيرې پیسې مې لاس ته راشي، خو څومره خوند او برکت، چې په هغو ۲۰۰ افغانیو کې و، اوس په زرهاوو افغانیو کې هم نشته، ولې پیسې بې برکته شوې؟ کار هم کوم، خو بیا هم د ژوند نیمې اړتیاوې په ډیرو پیسو نه پوره کیږي. ذهن او وجود مې دواړه نارام وي، چې دا ولې؟».

دا مې په فیسبوک کې د یوه ملګري وروستی پوسټ دی.

دغه سړي پخوا په کلي کې ژوند کاوه، خو اوس په ښار کې ژوند کوي. پخوا یې یوازې کالي اغوستل، خو اوس ګورم، چې ښه ګرانبیه درېشي اغوندي. مخکې یې ښځه او ماشومان نه درلودل، خو اوس دا دواړه لري. په کلي کې یې کور خپل و، لرګي یې وړیا و، د اوبو او برېښنا بېل پسې نه و، ښوونځی وړیا و، خو دلته دا هرڅه په پیسو دي. هلته ښار ته ډېر کم تله، خو دلته یې ټول کار په ښار کې دی او، چې پر هر دوکان ورځي، زړه یې د یوڅه پېرلو ته کیږي. دا ټول عوامل ددې لامل کیږي، چې د سړي جیب خرڅ او کورخرڅ ډېر شي.

په کلي کې ټولنیز ژوند دی، په ښه او بده کې ټول یوتربله همکاري کوي.

سیاست یوازې تر راډیو اورېدو منحصر دی او سړی هومره ژورو ته پکې نه ځي. په کابل کې وزیر او ولسمشر لرې کیږي، کابینه او پارلمان په جنجالونو کې پرېوځي، خو کلیوال ذهنیت له دې تحولاتو لرې وي او اغېز یې سملاسي یا په لنډ وخت کې ډېر محسوس نه وي.

په ښار کې، چې ډالر ښکته او پورته کیږي، ستا زړه ورسره درزیږي، چې معاش به مې کم شي. حکومت، چې بدلیږي هم خلک اندېښمن وي، چې په راتلونکي حکومت کې به یې دنده او څوکۍ خوندي شي او که یه؟

په کلي کې سړی د ژوندانه په لومړنیو توکو کولای شي خپل ژوند پرمخ بوځي. ژوند په یوه حالت کې وي، خو په ښار کې هرفردي او ټولنیز تحول په انسان کې د تغییر اړتیا رامنځته کوي.

ټولګیوال او ملګری مو په خپله څانګه کې پرمختګ کوي، تاسې ته هم د ورته پرمختګ احساس پیدا کیږي. که غلي کښېنئ وجدان، ذهن او فکر مو نارامه وي. ولې زه داسې شاته پاتې یم؟

هغه د موسسې رییس دی، ولې زه داسې شاته پاتې شوم؟ هغه شرکت جوړ کړ، ولې یې زه جوړ نه کړم؟ هغه استادي پیل کړې ده، زه ولې غلی ناست یم؟ دا ټول په سړي کې یوه ذهني او فکري نارامي رامنځته کوي، خو ددې نارامۍ مسیر که پر مثبت فکر او عمل متمرکز وي، انسان ته د پرمختګ فرصت ورکوي، خو که نارامي یوازې د نارامۍ تر بریده پاتې کیږي، سړي ته رواني ناروغۍ او ذهني بحران ور پیدا کوي.

یو وخت به مې په جیب کې شل روپۍ واچولې، په ټول ښار کې به په پارکونو ګرځېدم. په زانګوګانو کې به زنګېدم، ټکټونه مې ترې کول، په پنځو روپیو مې یو قاب وریژې هم په کې خوړلې، خو نن په زرو افغانیو هم دا چارې نه شم ترسره کولای.

د کلي نايي د یوه جام غنمو په بدل کې ویښتان در جوړوي، خو په ښار کې درې سوه افغانۍ اخلي. په کلي کې به جامې په یوه اوونۍ کې بدلوې، خو په ښار کې په اوونۍ کې دوه جوړې جامې او یو دوه جوړ درېشي اچوې.

په کلي کې مو ټلویزیون نه درلود، برېښناني بخارۍ، اوتو، پکه او… نه درلودل، خو په ښار کې دا ټول له موږه بېل لګښت غواړي. څومره، چې موږ عاید ډیریږي، هومره مو لګښت ډیریږي او د لګښتونو د پوره کولو لپاره اړ یو، چې د یوه ځای پرځای دوه او درې ځایه کار وکړو. یوځای، چې دنده له لاسه ورکوو، ذهن مو نارامه وي، چې څنګه د اضافي لګښتونو بله سرچینه پیدا کړو او دغه وضع په نهایت کې ددې لامل ګرځي، چې له سړي نه ذهني ارام او سکون واخلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

همیانۍ ورځپاڼه