سپورټ نړیوال کرکټ

ښآيي ویرات کوهلي یو ځل بیا له هندۍ لوبډلې جلا شي 

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي، چې پرې ټوله لوبډله کې حساب کیږي، یو ځل بیا د هندۍ لوبډلې څخه غاړې ته شي.

د سپورټز کیډا ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، د هندۍ لوبډلې اوسنی کپتان ویرات کوهلي، چې دم ګړۍ په انګلستان کې د خپلې کرکټ ملي لوبډلې سره په ټیسټ سیالیو کې بوخت دی؛ ښايي د اسیا جام په سیالیو کې ګډون ونکړي.

د معلوماتو له مخې ویل شوي، ښايي هندی کرکټ بورډ د اسیا جام په راتلونکي پړاو سیالیو کې لوبډلمشر ویرات کوهلي ته ارام ورکړي.

داسې هم ویل کیږي، چې نه یواځې ویرات کوهلي ته به په دغه سیالیو کې ارام ورکړل شي؛ بلکې اوپنر شیکر ډاون او الرونډر هاردیک پانډیا هم په دغه لیست کې شامل دي.

دغه لوبغاړو ته د ارام ورکولو علت په هندۍ لوبډله کې د مسلسل لوبیدو له کبله ښودل شوی دی، چې ښآيي دغه لوبغاړي ستړي شوي اوسي او د ارام لپاره ورته موقع برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي ته په دې وروستیو کې هم ارام ورکړل شوی او د افغانستان خلاف په ټیسټ لوبه کې یې هم ګډون ونکړ.

بلخوا د هندۍ لوبډلې لپاره د اسیا جام په سیالیو کې پاکستان قوي حریف بلل کیږي او د دغه لوبډلې خلاف یې بریک سست ښکاري، نو ځکه خو تر دې مهاله خپله ویرات کوهلي او نه هم هندي کرکټ بورډ نهايي پریکړه نه ده کړې.

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ اسیا جام ۵۰ اوریزه سیالۍ د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه پیلیږي، چې پکې افغانستان، پاکستان، هندوستان، سریلنکا، بنګله دیش او یوه بله د غوراوي پړاو څخه را تیریدونکې لوبډله شامله ده، چې لا تر دې مهاله نه ده معلومه شوې.

په دغه سیالیو کې به لمړی سریلنکا د بنلګه دیش خلاف د سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه بخت و ازمايي، ورپسې به د همدغه میاشتې په ۱۷ مه نیټه افغانستان د سریلنکا او ۱۹ مه نیټه به پاکستان د هندوستان خلاف په سیالۍ کې سره مخامخ شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی