خواړه روغه سټه

ژیړ غاښونه مو په کورکمن سپین او ځلاداره کړئ

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه : مریم محمدي

څیړنو ښودلې چې د کور کمن استعمال د خولې سرطان د مخنيوي لپاره ډېره ګټه لري. همدارنګه د خولې مرۍ او د ستوني د ډېرو ناروغیو مخه هم نیسي.

امريکايي پوهان وايي چې د کور کمن یوه مرکزي برخه Cur Cumin نوميږي، د خولې د هغه جراثيمو مخه نیسي کوم چې د خولې د سرطان لامل کیږي .

کورکمن د درملو سربیر په خوړو کې هم استعمالیږي چې د روغیتا لپاره پوره ګټه لري.

دا چې د کورکمن په وسیله څنګه غاښونه سپینيږي نو دلته یې درته وایو؛

د اړتیا وړ مواد:
– د کور کمن پوډر
– غاښونو کریم
– ناریال یا کپره
– لیمو

مخکې له هر څه باید ووایو چې کورکمن د غاښونو د برس رنګ تغیروي یعنې زړه وي، خو د غاښونو رنګ سپینوي.

د استعمال طریقه:
۱- برس او خوله مو ووینځئ، بیا ۸ قاشوغې د کورکمن پوډر پرې واچوئ، غاښونو مو پرې برس کړئ، یاد مواد له ۳ تر ۵ دقیقو پورې په خوله کې پریږدئ چې ښه تاثیر وکړي، بیا یې ووینځئ او په مسواک باندې د غاښونو اړخونه چې کورکمن پرې نښتی پاک کړئ.

۲- د غاښونو برس او خوله مو ووینځئ، د کورکمن پودر د غاښونو له کریم سره یو ځای استعمال کړئ، په یادو موادو تر۶ دقیقو پورې غاښونه برس کړئ، وروسته غاښونه ووینځئ په دې کار سره به وګورئ، چې غاښونه څومره سپین شوي.

۳- ۲ قاشوغې د چای خوري په اندازه د کورکمن پوډر او ۵ قاشوغې د کُپرې تیل سره یو ځای کړئ، تر ۸ دقیقو پورې خپل غاښونه پرې برس کړئ، دا کار هم د غاښونو په سپنوالي کې اغیزه لري.

۴- ۳ قاشوغې د کورکمن له پوډرو سره ۶ قاشوغې د لیمو اوبه یو ځای کړئ، بیا مو پرې غاښونه برس کړئ، غاښونه به مو سپین او ځلا داره شي.

یادونه: له دې ۴ طریقو چې هر یوه یې تاسو ته اسانه وه، په اونۍ کې لږ ترلږه ۳ ځلې دا کار وکړئ، غاښونه به مو سپین او روغ وي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي