د ژوند رنګونه روغه سټه ساینس او ټیکنالوژي

ژنونه د انسان اعضاوې جوړوي

 

الله پاک انسان د مورپه رحم کې د نراو ښځې له زوجیت(یوځایوالي) څخه پیداکوي، غذاورته ورکوي، اندامونه یې جوړوي اوپه ډېر ښکلی شکل نړۍ ته راځي. قران کریم د انسان د اعضاوو او غړوپه هکله فرمایي:

ژباړه: الله تعالی هغه ذات دی چې د مورپه رحم کې یې ستاسې صورت اوبدن جوړ کړ، څرنګه چې یې خوښوي. ( ال عمران: ۶)

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي:

ژباړه:کله چې په یوه نطفه باندې ۴۲ شپې او ورځې تېرې شي نوالله تعالی هغه ته یوه پرښته لیږي، چې هغه ته صورت برابروي، غوږونه، سترګې، پوستکی غوښه او هډوکی ورته پیداکوي.

قران کریم چې د انسان دپیدایښت د مختلفوپړاوونواوحالتوپه اړه څه ویلي، علم نن همداخبره کوي او هماغه څه وایي چې د الله تعالی کتاب ویلي دي: د انسان نطفه له خاورو جوړیږي، هغه دانه اومیوه چې ونې اوبوټې یې له خاورو اونمجنې، بوی ناکې، تورې خټې جوړوي، د انسان په بدن کې نطفه ترې جوړه شي، د پلاراومور دا نطفې د اوبو د څاڅکوپه څېر د مور په رحم کې سره یوځای شي، دوه نطفې یو له بله سره وصل شي، یوه ګډه نطفه ترې جوړه شي، څه موده وروسته د یو زوړند شي په ډول د مور په رحم پورې نښتی وي، بیا د ژوول شوي غوښې د یوې ټوټې بڼه غوره کړي، دلته دغه نوي مخلوق ته د صورت ورکولولړۍ پیل شي،

د ځینوبرخوکار تر نورو وړاندې پیل او بشپړ شي، زړه، غوږونه، سترګې، خوله، پزه، لاسونه، پښې او نورغړي ورکړل شي. د هډوکوجوړیدل یې په بیل پړاوکې پیل شي، په یوې خاصې مرحلې کې یو ژوندی اومتحرک ماشوم ترې جوړشي. همداماشوم په لومړي سرکې د ژنونومجموعه وي چې هریوژن د یوه خاص غړي د جوړولو دنده پر غاړه لري، یو یې د زړه جوړولو دنده سرته رسوي، بل یې د غوږونو، بل یې د سترګو، بل یې د لاسونو، بل یې د پښواو همداسې د هرغړي لپاره یوځانګړی ژن خپله دنده سر ته رسوي، د دغو ژنونو شمېر څه باندې دیرشو زرو ته رسېږي، هریو یې په خاص پړاوکې خپل کارپیلوي او په ډېر دقت سره یې بشپړوي.

د ژنونو دنده د انسان د اعضاوو جوړول دي خوژنونه هم د الله تعالی په ارادې کارونه پیل او پای ته رسوي، که د انسان جسمي جوړښت ته ځیرشو، په هغه کې د حیرانتیا وړ نقشې، نظم، تناسب، او برابروالی لیدل کېږي، د انسان د غړواسکلیټي جوړښت، هاضمې جهاز، د وینې دوراني جهاز، تنفس جهاز، تناسلي جهاز، عصبي دستګاه، بولي جهاز، د څکلو، بویولو، اوریدلواو لیدلوحواس، دا هر یو په خپل وار سره د الله تعالی د قدرت اثار دي چې عقلونه ورته تسلیمېږي.

د انسان سترګه د یوسل او دیرش ملیونو وړو عصبي تارونو لرونکې ده او د نور د جذبولواو نیولو دنده پر غاړه لري، د انسان ژبه د ۹۰۰ زرو د قیقو ذایقو غدو لرونکې ده چې دا ټول د عصبي ریښوپه وسیله له دماغ سره اړیکه لري، عصبي جهاز له ډېرو نازکواو نریورګونوڅخه جوړشوی چې د بدن په هره برخه کې شتون لري، معده د یوې لویې فابریکې حیثیت لري او په همدې ډول د انسان هره عضوه الله تعالی په داسې حکمت پیداکړې ده چې د نړۍ ټول عالمان یې نشي کولای.

نویوعصري ساینسي، علمي اوطبي څېړنو زباد ته رسولې چې کله د انسان زایګوټ صورت ونیسي، له هغه څخه وروسته حجرات په خپل مینځ کې سره توپیر پیداکوي او د اعضاوو د تشکیل او جوړیدو لپاره نوي حجرات مینځ ته راځي او په دې وخت کې جنین په درېیوطبقو باندې ویشل کېږي چې بیا د هرې طبقې څخه د بدن خاص غړي مینځ ته راځي.

یوه طبقه د انسان خارجي اعضاوې جوړوي لکه: پوستکی، غوږ، پزه، سترګې، ویښتان، نوکان او داسې نور، دویمه طبقه د انسان وینه، هډوکي، عضلات، رګونه اوغضروف جوړوي او درېیمه طبقه هضمې سیستم، تنفسي سیستم،مثانه، ځیګراو پانقرانس جوړوي.

اوسنیو روغتیایي څېړنو زباد ته رسولې چې قران کریم کومې ویناوې د انسان د پیدایښت لپاره کړي دي هغه ټولې سمې دي او همدا د قران کریم طبي اعجاز دی.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */