روغه سټه

ژمی؛ زکام او کوروالی یا مقاربت

لیکنه: شمیم اتل

یاران اپ په ګوګل پلی سټور کې یاران په ګوګل پلی سټور کې

یاران اپ په ایفون اپ سټور کې  یاران په ایفون اپ سټور کې 

یو شمیر تازه څیړنو موندلې، چې شدید زکام د روا کوروالي یا سیکس سره کمیږي.
دې څیړنې وړاندې لیکلي، چې د کوروالي سره د وجود دفاعي سیستم ځواکمنیږي، چې په وجود کې د بکتریاو او ویروسونو د خپریدو مخه ډب کوي.
ډاکتران وايي، چې د روا کوروالي سره د ایمونو ګلوبین په نوم یو هورمون افرازیږي، چې په وجود کې زیاته انټي باډي جوړوي. دا انټي باډي بیا د وجود د میکروبي کیدو او د ویروسونو د انتقال په وړاندې مقاومت کوي.
پنسلوانیا کې د ویلکیس پوهنتون موندلې، هغه ښځه او خاوند چې په اوونۍ کې یو یا دوه ځلې کوروالی کوي، د هغوې په نسبت چې نه يې کوي، د کیمیاوي زراتو او ویروسي ناروغيو په وړاندې يې د وجود مقاومت ۳۰ سلنه زیات وي.
له دې سربیره کوروالی یا سیکس د روحي فشار او پریشانۍ په کمولو کې هم مهم رول لري.
زکام یوه ویروسي ناروغي ده، چې په وروستیو کې يې ګڼ ډولونه پیژندل شوي. ډاکتران هغوی ته چې ودونه لري، سپارښتنه کوي، چې د اوونۍ په اوږدو کې کوروالی وکړي، څو د زکام په څیر د ویروسي ناروغیو سره يې د وجود مقاومت زیات شي.
له کوروالي یا مقاربت سربیره، ښه خوب، مساج، او ښې او پراخې اړیکې هم د زکام مخنیوی کوي.
ډاکتران وايي، هغوی چې له ورځې د شپږو ساعتو څخه کم خوب کوي، څلور ځله زیات احتمال دی، چې په ویروسي ناروغیو اخته شي. د کلفورنیا پوهنتون څیړونکي سپارښتنه کوي، چې د زکام په څیر ویروسي ناروغیو سره د مقاومت لپاره باید تر ۶ ساعتونو ډير خوب وکړئ.
د ورځې ۲۰ دقیقي مساج هم د وجود دفاعي سیستم ځواکمنوي. مساج په وجود کې د کورټیسول په نوم د هورمون افرازیدل کموي، چې ورسره د وجود دفاعي سیستم تر ۵۳ سلنه پیاوړی کیږي.
پراخه او ښې اړیکې هم د وجود دفاعي سیستم روغ او فعال ساتي. هره ورځ د لاسونو وینځل او پاک ساتل هم د ویروسي ناروغیو سره په مبارزه کې مهم رول لري.
یوه جلا څیړنه وايي، چې روا کوروالی د ذهني ځواکمنتیا باعث هم کیږي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شمیم اتل