کلتور او هنر

ژبه مور ده او له مور سره خیانت نه دی په کار

خان محمد ستانکزی

یوه ورځ د یوې نړیوالې راډېو یوه کارمند وویل چې د دفترغربي مشران یې پوښتي چې ولې د راډېو د پښتو څانګې د فیسبوک پاڼې د مینه والو شمېر کم او د دري ژبې د فیسبوک پاڼې ډېر دی؟

دا داسې پوښتنه ده چې کېدای شي هر څوک چې د یوې ادارې په سر کې واقع وي مطرح یې کړي، خو ښایي هغه ځواب چې ورکول کیږي یا د قناعت وړ وي یا نه؟‌

نن ورځ د نړۍ له یوه سر نه تر بل سر پورې له بي بي سي نه را نیولې تر امریکاغږ، ازادۍ راډېو، د المان دویچه ویله، د روسيې سپوتنیک خبري اژانس، سلام ټایمز…. دا ټول د اردو او پاړسي تر څنګ په پښتو ژبه خپرونې کوي.‌

په ډاډ سره ویل کیدای شي چې د دغو خبري رسنیو د پښتو برخې د کار کیفیت په هېڅ صورت د اردو او پاړسي له ګاونډیو ژبو نه که ښه نه وي بد په هېڅ صورت نه دی.‌ نن پښتو ژبه د افتخار وړ خبریالان او تحلیلګران لري او ټول د اړتیاوړ مواد په منظم ډول په پښتو ژبه چمتو کوي،‌ خو یوه لویه ستونزه چې د پښتو ژبې په وړاندې رامنځته شوې او له خپلې ژبې سره د خیانت تر کچې پورې رسېږي هغه د پښتو پر ځای د نورو ژبو د پروګرامونو خوښول دي.‌

له ما سره په فیسبوک څه کم ۵ زره ملګري دي،‌ چې ښایي له ۵ نه تر ۱۰ پورې کسان په کې دری ژبي وي او نور ټول ملګري مې پښتانه دي.‌ دري ژبي او د افغانستان د وسله والو مخالفانو پلویان مې نژدې یو کال وړاندې هغه وخت ډیلیټ کړل چې په نه خبره به یې کنځلې لیکلې او هسې په سرخوږي راته بدل شوي ول.‌

دا عکسونه ما نن جمعه / د اپریل ۲۱مه/ د یادو خبري رسنیو له فیسبوک پاڼو نه راواخیستل.‌

په عکسونو کې ګورو چې د بي بي سي پښتو فیسبوک پاڼې د لایک کوونکیو شمېر ۲۶۵۷۵۸۲ دی، په داسې حال کې چې د بي بي سي فارسي د فیسبوک پاڼې د لایک کوونکیو شمېر ۳۹۵۹۶۹۷ یعنې د پښتو پاڼې د مینه والو له شمېر نه خواوشا ۹ لکه کسان زیات دي، خو که ځیر شو، ګورو چې د پاړسي پاڼې د مینه والو په ډله کې د محمد یونس فدا په شمول ۱۸۰۵ کسان یوازې زما ملګري پښتانه دي چې پاړسي پاڼه یې خوښه کړې ده.‌

ښه ځئ دا بي بي سي یې هم په انارو ځکه کېدای شي چې یو سړی رامنډه کړي او ووایي چې یره په دې کې خو به یو شمېر لایکونه د ایرانیانو هم وي،‌ البته د نه تایید شویو معلوماتو له مخې بي بي سي فارسي ته په ایران کې د اورېدلو یا یې د وېب سایټ د کتلو اجازه نشته.‌ په هر حال راځو د ازادۍ راډېو پښتو ا و دری پاڼې ګورو.‌

د ازادۍ راډېو پښتو فیسبوک پاڼه تر نن / د اپریل ۲۱مه/ پورې ۸۵۲۴۱۴ کسانو لایک کړې ده ځکه چې د نورو ژبو ویونکي خو خپلې ژبې لري او زمونږ په څېر لوده هم نه دي چې د بل چا ژبه لایک کړي، خو د همدې راډېو د دری فیسبوک پاڼې د مینه والو شمېر ۱۸۹۴۲۴۱ دی چې د پښتو ژبې د مینه والو له دوه برابره نه هم خواوشا ۳ لکه کسان ډېر دي.‌ خو ستونزه چېرې ده، د دری پاڼې عکس ته ښه ځیر شئ، د دری په لایک کوونکیو کې یوازې د هغو پښتنو شمېر چې زما ملګري دي د وزیر ځدراڼ په شمول ۲۶۷۷ کسان دي.‌ دا ډېر غټ شمېر دی ځکه دا یوازې زما ملګري دي، چې نور به لا څومره ویده ضمیرونه موجود وي چې پردی برج دومره جیګوي چې خپل یې ترې لاندې د خاورو د کوټنۍ په څېر ښکاره شي.‌

هغه کسان چې په دې هم قناعت نه کوي، لاس نیولي یې د امریکاغږ د پښتو او دری فیسبوک پاڼو ته ور ولو.‌ د امریکاغږ پښتو پاڼه ۲۹۸۰۱۳۵ کسانو لایک کړې او دری یې ۲۹۲۵۰۱۸ کسانو خوښه کړې ده.‌ که څه هم چې په دې کې د پښتو برخې د مینه والو شمېر ډېر دی خو د دری پاڼې د پښتنو لایک کوونکو شمېر دلته هم د پاملرنې وړ دی.‌ زما د ملګرو له ډلې نه د نصیرالله الکوزي په شمول ۲۴۷۰ کسانو لایکونه ورکړي دي یعنې که د پښتنو لایکونه ورسره نه وای د دری پاڼې لایکونه به ایله نیمایي وای.‌

یو بل مثال د جرمني د دویچه ویله خبري سرچینې د فیسبوک پاڼې دی چې پښتو پاڼه یې ۴۹۰۴۹۹ کسانو، او دری یې ۷۳۳۶۹۴ کسانو خوښه کړې ده. دلته د دری برخې د مینه والو شمېر له ۲۵۰ زرو نه ډېر دی چې د وزیر ځدراڼ په شمول ۱۰۷۳ په کې زما پښتانه ملګري دي.‌

پنځم ثبوت د روسیې د یوه خبري اژانس سپوتنیک را اخلو چې د پښتو پاڼه یې ۶۹۴۷۴ کسانو،‌ او دری یې ۶۳۵۵۹ کسانو خوښه کړې ده،‌ خو په دغو دری خوښوونکو کې هم یوازې زما له ملګرو نه د باختر احسان په شمول ۳۸۸ کسان شامل دي.‌

او په پای کې د سلام ټایمز په نوم د یوه نوي خبري سایټ د فیسبوک پاڼې د مینه والو شمېر ګورو چې د پښتو پاڼې د مینه والو شمېر یې ۱۷۵۰۸ او د فارسي هغه یې ۱۸۱۵۴ کسان دي چې په دوی کې هم د سجادالله یوسفي په شمول ۵۴ کسان زما د فیسبوک پښتانه ملګري دي.‌

کېدای شي یو نیم کس چې په دې دلایلو یې قناعت نه وي شوی ووایي چې ښایي پاړسیوانانو هم پښتو پاڼو ته لایکونه ورکړي وي، لاکن دا خبره سمه نه ده او یو دلیل یې دا دی چې د پښتو پاڼو په تبصرو کې پاړسي لیکل نه لیدل کیږي په داسې حال کې چې پاړسیوانان پښتو نشي لیکلی یعنې که وای خامخا به یې پاړسي لیکلای.‌

هغه کسان چې قناعت یې شوی وي زما غوښتنه ترې دا ده چې خپلې مورنۍ ژبې ته دې د مور په سترګه وګوري او دا حق دې نورو ژبو ته نه ورکوي چې په پښتو لوړه ښکاره شي، که نه څه وخت مخکې یوه تاجک هېوادوال پروفیسر رسول رهین وویل چې په افغانستان کې اکثریت نشته بلکه ټول اقلیتونه دي،‌ او که د پښتنو دا بې غوري همداسې روانه وي نو لیرې نه ده چې ځانونو ته د اقلیت کېدنې دا رسۍ په لوی لاس په خپله غاړه کې واچوي.

یادونه:‌ له با احساسه ملګرو نه هیله او ان غوښتنه ده چې له پاړسي او اردو پاڼو نه خپل لایکونه بېرته راواخلي او که پښتو پاڼې یې نه وي خوښې کړې هغه دې خوښې کړي.‌

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */